د کډوالو د شورا مشرحیات محسود وویل د پاکستان پوځ لخوا ورته دبیرته ستنیدو په مهال د خپلو جایداتونو او د کور داړینو وسایلو دلیږ اجازه نه ورکول کیږي او په وینا دپوځ دغه پریکړه ورته د منلو وړنه ده
د هلمند د والي ویاند عمرځواک ویلي، تیره شپه د ګرشک ولسوالۍ د یخچال په سیمه کې د وسله والو مخالفینو نفوذي کسانو د ملي امنیت مرسته کوونکي ځواک اړوند وسله والو په یوه مرکز کې په خپلو ملګرو وسله وال برید کړی چې په پایله کې د ملي امنیت د مرسته کوونکي ځواک لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار تور لګولی، ایران له سوریې (شام) او عراق څخه خپل پلویان د داعش د غړو په نامه افغانستان ته رالیږلي دي.
نقیب مسود د ریاستي ترهګر راو انوار له خوا په غیرعادلانه توګه شهید کړل شو، موږ نړۍ ته پیغام ورکوو چې پښتانه ټول یو دي، هر ځای چې ورسره ظلم کېږي موږ به یې په ضد ږغ پورته کوو