د احتجاج مشرانو د متحده ملتونو او د بشري حقونو له ټولو نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې پر افغان طالبانو فشار واچوی چې د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، چې په دې غیر انساني کړنو کې لاس لري
د بلوچستان پبلک سروس کمیشن لخوا یوازې نارینه کاندیدانو ته د درخواستونو د ورکولو لپاره اعلان شوي و او ښځې د خواست ورکولو نه منع کړی شوي وې
د پاکستان بلوچستان صوبه کې د وسي يا پشکالي بارانونو او سېلابونو له امله چې په صوبه کې سکولونه، کالجونه تړل شوي، د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې چې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې ستمبر له پنځمې به په ټوله صوبه کې ټولې تعلیمي ادارې پرانیزي.
د بشري حقونو سازمان ایمنسټي انټرنېشنل له پاکستان د حکومت نه غوښتي چې د بې درکه شویو کسانو کورنیو ته دې ژر تر ژره انصاف ورکړي. ياد نړیوال سازمان په پاکستان کې د بې درکه شویو کسانو د کورنیو د شکایتونو او د دوی پر ضد د تشدد په اړه یو راپورټ هم خپور کړی دی
د اګست د میاشت په څلورمه نېټه دکوټې ښار د جواینټ سړک په دوکانی بابا چوک کې د پاکستان بیرغ په خرڅونکو د لاسي بم په برید کې یو کس وژل شوي وؤ ۱۴ ټپیان شوي وو
د بلوچستان د ریکوډېک د سرو زرو د کان کېندنې په پروژې به د اګسټ په ۱۴ نېټه کار پیلېږي. حمید سمسور
د وومن ډیموکریټک فرنټ مشرې فاطمه خلجی وویل پښتون یو تاجر قام دی چې په ټوله نړۍ کې تجارت کوي، په امرېکه او جاپان کې موجود دي دلته په پاکستان کې هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پښتانه په مختلفو ښارونو کې اوسیږي او کار کوي، "و فساد کونکو ته دا موقع مه ورکوئ چې زموږ دودونه مات کړي."
د حکومت له لوري دلغوه شوې وسله والی ډلې بلوڅ لبريشن آرمی ویاند جنید بلوڅ د ليفټننټ کرنل لايق مرزا د وژنې د او تښتولو مسؤلیت په غاړه اخستی او ویلي یې دي چې تښتول شوؤپوځي افسرانو په جبري توګه د بلوڅو ځوانانو او ښځو په بې درک کولو کې لاس لرلو او د بشري حقونو په سرغړونو کې ککړ وو
دچارواکو په وینا د کواسې او ورچوم په منځنی سیمه کې د دوئ ګاډی د وسله والو لخوا ودرل شو، دوئ وسله والو دځان سره بوتلل خو بیا وروسته یې دکورنۍ نور کسان خوشې کړل خو سرکاری افسر یې له ځان سره بوتللی دی
نور کتل