کوټه ـ بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د ایران په سرحدي پوله باندې ګمارل شوؤ امنیتي چارواکو ته امر کړی چې د سرحدي ضلعو لپاره د ایل پي جي ګېس او د خوراکي موادو په راوړلو کې باید نرمي وکړي اؤ خلکو ته دې اسانۍ پیدا کړي .
د کورنیو چارو وزارت دا امر هم کړی دی چې په دې ترڅ کې باید د ایران د سرحدي چارواکو سره تماس ونیول شي چې د یادو توکو مقدار زیات کړي ترڅو دلته په بلوچستان کې یې قلت رامنځته نه شي.
په دې وروستیو کې بلوچستان کې راختلو سیلابونو لويې لارې او سړکونه ډیر سخت زیانمن کړي دي.
صو بای حکومت وايي چې تر ۱۰۰۰ کيلو مټرو پورې سړکونه سیلابونو اغېزمن کړي دي.
دا مهال دهیواد دنورو صوبو سره نه یوازې دبلوچستان دسړکونو بلکې د اور ګاډي رابطه هم قطع شوې ده.
د بولان د بي بي ناني په سیمه کې د ګېس ۲۴ او ۱۲ انچه قطر پایپ لاین سيلاب وړی دی
چې له امله یې مستونګ، کوټه، پشین ، زیارت او نورو ضلعو ته د ګېس د ورکولو لړۍ درېدلې ده اؤ اوس زیاتره خلک په سلنډرو کې ایل پي جي ګېس اخلي چې په کورونو او هوټلونو کې یې کاروي.
د کوټې اوسیدونکي رفیع الله وي او ای ډيوه ته وایي"په ښار کې د ایل پي جي ګېس په دوکانونو دخلګو ګڼه ګوڼه ډیره زیاته شوې ده او بيي له ۳۵۰ څخه تر ۷۰۰ روپو رسېدلې دي"
هغه وایي په بلوچستان کې دلرګېو بیې هم ګرانې شوې دي. او په تنورونو باندې هم خلک په قطارونو کې ولاړ وي.
نوموړی وایي د یوې ډوډۍ په بیه کې له لسو څخه تر ۳۵ روپو اضافه شوې ده.
دده په خبره د بارانونو وروسته دسبزۍ، مېوؤ او د هرشي نر خ دوه چنده شوی دی
دبرېښنا څانګه کېسیکو بیا وايي چې له سیلابو څخه د بجلۍ د۲۲۰ کی وي لاین ستنې هم اوبو وړې دي چې له امله په لرو پرتو سیمو کې برېښنا نیشته.
پاکستان ټيلي کمونیکشن اتهارټي وايي چې د سیلابونو او درنو مشېنانو د کارولو له کبله په بلوچستان کې فایبر اپټیک درې ځایه پرې شوی دی چې له امله یې دانټرنېټ، ټیلي فون او موبايل خدمات اغېز من شوي دي.
د قدرتۍ افاتو په وخت دنظم صوبایي اداره وايي د سیلابونو له سوبه په زیارت ، هنه اوړک ، بولان هرنایي ، پشین کې شپږ نور د اوبو بندونه مات شوي دي چې یو شمیر کلي او کورونه تر اوبو لاندې شوي دي .
د هرنایي اوسیدونکۍ حمیدالله وویل ډیوه ته وویل خلک تر شنه اسمان لاندې ناست دي نه خېمې شته نه خوارکۍ مواد لري.
د قدرتۍ آفاتونو په مهال دنظم پي ډي ایم ای اداره وايي چې دپوځ او ایف، سي په مرسته دخلکو د ژغورنې، د خوراکي موادو د ور رسولو او د دوئ له پاره د سر پناه دځایونو جوړولو کار روان دی.
بلوچستان کې د قدرتی آفاتونو د پي ډي ایم ای له مخې د بارانو او سیلابو له سوبه دصو بې په بېلابېلو سیمو کې د مړو شمیر اوس تر ۲۴۰ رسیدلی دی.
حکومت وايي ۵۲ اربه روپۍ یوازې د کر کروندې څا نګې ته زیان رسیدلی دی .