کوټه ـــــ د پاکستان شرعي عدالت د بلوچستان په خضدار ضلع کې د يوې پینځه کلنې نجلۍ د جبري واده د پېښې نوټس اخيستى او د بلوچستان له حکومته یې په دې اړه تفصيلي رپورټ غوښتی دی.
د وفاقي شرعي عدالت چيف جسټس سيد محمد انور د دې مقدمې اورېدنه وكړه، د بلوچستان مرستیال سرکاري وکيل عدالت ته وړاندې شو. په دې مهال د شرعي عدالت چيف جسټس وويل "دا ډول پېښې زمونږ د شريعت خلاف عمل دی".
ايډيشنل ايډوکيټ جنرل عدالت ته وويل چې په دغه پېښه کې ککړ دوه کسان نیول شوي دي او ماشومه هم تر لاسه شوې خو د نکاح تړلو د امام د نيولو لپاره عملیات روان دي.
د بلوچستان په خضدار ضلع کې پینځه کلنه ماشومه چې په زوره واده شوې وه پولیس چارواکي وايي، هغه هلک چې نجلۍ ورسره واده کړی د ۱۲ او ۱۳ کلونو ترمنځ عمر یې دی.
د خضدار د پوليسو ايس ايس پي جاوېد غرشين وويل چې د ماشومې د خسر په شمول دوه ملزمان یې نيولي دي، وایي چې کله د دغې نجلۍ د واده خبره پوليسو ته ورسېده، پوليسو د مهر علي په ګډون دوه کسان نيولي او نجلۍ يې موندلې او مور او پلار ته يې سپارلې ده.
د پیښې ایف ای آر د خضدار ښار په صدر پولیس سټیشن کې د پاکستان د جزا د قانون ۴۲۰، ۳۴۲ او ۳۴ دفعو په بنیاد د ماشومانو د ودونو د مخنیوي د قانون 1929م سره سم ثبت شوی دی.
ايس ايس پي جاوېد غرشين وویل چې په دغو کې یوه کورنۍ د خضدار ښار د «کټان» او بله د تحصیل «زهرۍ» اوسېدونکی دی. وایي دوی په سرۍ یا بدل باندې کوزدې کړې وې.
د غرشین په وینا د محمد میراجي زوی فداحسین ته مهرعلي لور ورکړې وه او دوی دواړه بالغان وو، چې د دغو دوو د واده نېټه د اکتوبر د میاشتې ۲۴ ټاکل شوې وه.
وایي چې کله «کټان» ته د مهرعلي کره ورا ورغله ده وويل د ماشوم زوی نکاح به یې له دې پینځه کلنې ماشومې سره لومړی تړل کېږي او بیا یې دا ماشومه په جبري توګه له ورا څخه راوګرزوله.
خو وایي د مهر علي د زوی عمر ۱۲ کاله دی چې کومه نجلۍ یې ورکړې ده د هغې عمر د مقدمې له مخې پینځه کاله دی.
په بلوچستان کې د ښځو د حقوقو لپاره د کارکوونکې غیرسرکاري ادارې عورت فاونډېشن مشر علاوالدین خلجی وايي، دلته د نجونو د کوشني عمر ودونه ډېر زیات دي:
"له تېرو اتو کالو څخه اسمبلۍ دا قانون نه دی منظور کړی".
د صوبایي حکومت د قانون پالیماني چارو سلاکارې بشرا رند وویل چې دوی د کوشني عمر د ودونو په حقله دوې غونډې کړې دي خو بریالي شوي نه دي.
د ملګرو ملتونو د پاپولېشن فنډ (UNFPA) او د بلوچستان د ټولنیزې ښېګړې، د بشري حقونو او د ښځو د پرمختیا ادارې په ګډه تیر کال په خپل رپوټ کې ویلي وو چې د بلوچستان په مکران ډویژن کې تر ۱۸ کلونو د کم عمره نجونو ودونو تر ټولو لوړه کچه ۲۳ فیصده ده.
سروې څرګنده کړه چې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره نجونو ودونو کچه په نصیر آباد کې ۲۲ فيصد ریکارډ شوې ده.
په کوټه ډویژن کې د کم عمرۍ د ودونو تر ټولو ټېټه کچه ریکارډ شوې وه.
چې د ۱۵ کالو څخه او د ۱۸ کالو نه کم عمره نجونو ودونه په ترتیب سره ۲.۶ فیصده او ۱۱ فیصده وو.
په بلوچستان کې شاوخوا ۲۱.۶ سلنه ښځې چې عمرونه یې تر ۱۸ کلنۍ ورسیږي واده کېږي.
د ملګرو ملتونو د د پاپولېشن فنډ رپوټ په ډاګه کوي چې د ماشومانو د ودونو کچه د غریبو کورنیو نجونو په پرتله ۲۲ فيصد لوړه ده.
رپوټ وايي په بلوچستان کې د ماشومانو د ودونو د پېښو تر شا سیاسي، مذهبي او ټولنیز- کلتوري ټول سببونه دي.
د روغتیا ماهرین هم وايي د کوشني عمر ودونه نه يواځې د نجونو بلکې د هغوی د زېږېدونکو ماشومانو په روغتیا باندې هم منفي اغېزې کوي.