د کوټې يو اوسېدونکی احسان الحق چې د پرانيستې غونډې ته يې خپل ماشوم راوستی، وايي پوليو داسي ناروغي ده، چې هيڅ علاج نه لري، ځکه نو ټولې ميندې بايد خپلو ماشومانو ته دوې قطرې ورکړي، چې ماشومان يې د تل له معذورۍ خوندي شي
د بلوچستان د صحت سيکرټري وايي، چې په صوبه کې که څه هم په تېرو دو کلونو کې د پوليو مثبت کېس نه دی رپوټ شوی، خو په افغانستان او پښتونخوا کې د کېسونو رپوټ کېدل د دوی لپاره يو چېلنج دی. نور تفصيل د وي او اې ډيوه د خبريال رفيع الله مندوخېل په ويډيو رپوټ کې:
د بلوچستان د صحت محکمې چارواکي ادعا کوي، چې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو په مرسته له پوليو قطرو د انکاري خلکو شمېر په تېر يو کال کې راټيټ شوی دی. د سرحدي سيمې قلعه سيف الله يو قبايلي مشر له ټولو ميندو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکړي.
هغه وویل دلته د ليشمېنيا کېسونه زيات دي. ځکه نو خلک دا اندېښنه او ګيله لري، چې حکومت د دوی اساسي ستونزه نه حل کوي، خو پوليو کيمپېن پرله پسې کوي. بايد چې حکومت د ليشمېنيا د علاج لپاره هڅې وکړي، چې پوليو کيمپېنونه په سمه توګه سرته ورسېږي
د بلوچستان د روغتيا چارواکي وايي، په کوټه کې پنځوس ډاکټران د پوليو واکسين له انکاریانو سره کار کوي چې د واکسین اخېستلو ته یې تیار کړي. په پاکستان کې د پوليو پروګرام د ډبليو ايچ او، يونيسيف، بل اېنډ ملينډا ګېټس فاونډېشن او جايکا په مالي مرسته چلېږي.
د بلوچستان د معذورانو د اتحاديې يو مشر وايي، چې د ايالت په وروستۍ ضلع کې د پوليو ويکسين کار په سمه توګه نه څارل کېږي او ماشومان له څاڅکو پاتې کېږي. خو د ډبليو ايچ او استازی وايي چې ضلع له قبايلي سيمو جنوبي وزيرستان او ټانک ضلعو سره پوله لري.
کاڼ د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې نه سل کلومېټره په ختیخ پر لويه لاره پرته سيمه ده. کاڼ مهترزۍ د بلوچستان تر ټولو يخه سيمه ګڼل کېږي
د يونيسيف کامنېټ سټاف غړی عبدالسلام مندوخېل وايي چې کار يې د ويکسين لپاره د خلکو اماده کول دي، په سيمه کې کور پر کور ګرځي او هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد قطرې نه ورکوي او ياهم نه يې ويکسين کوي، هغه اماده کوي چې له ميډيکل او ويکسين کېمپونو بشپړه ګټه واخلي
په بلوچستان کې د واکسین د صوبايي پروګرام له لوري د پولیو کارکونکو ته روزنه ورکړل شوې. دوي وايي، د پولیو کارکونکي د دې لپاره روزل شوي چې په مختلفو ضلعو کې له پولیو واکسین څخه د انکاري کسانو شمېر راکم او د واکسین اغیز زیات شي. نور حال د رفیع الله مندوخېل په راپور کې.
له تېرو پنځو کلونو د کيمپ د پوليو کيمپېن انچارج احمدشاه وايي، د کيمپ اوسېدونکي د ويکسين له ارزښت څخه خبر دي، او هر څوک غواړي خپل ماشومان ويکسين کړي. دلته هيڅوک هم داسي نشته چې له څاڅکو انکاري يا رفيوزل وي، خو البته که څوک ماشومان نه ويکسين کوي، هغو ته د ويکسين په اړه مالومات ورکول کېږي
په بلوچستان کې د پوليو اوسنی کمپاین د افغان کډوالو په کېمپونو کې ترسره کېږي په دغه کمپاین کې د کېمپ په سلګونو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي. د وي او اې ډيوه خبريال رفيع الله مندوخېل کټوۍ کېمپ ته ورغلی او دا رپوټ يې رالېږلی.
د سيمې د صحت محکمې ډي ايچ او ډاکټر ناصر وايي، له سېلابونو په اغېزمن شوو پوليو کارکوونکو کې نارينه او مېرمنې هم دي چې د بل ګېټس فاونډېشن له خوا ورسره مرسته شوې. دوی د فاونډېشن په مرسته خوشاله دي او مننه يې کوي
د کوټې د پولیسو مشر عبدالحق عمراني ویلي، د پولیو د کمپاین د امنیت ساتلو لپاره ۴۳۰۰ پولیس سرتیري ګمارل کېږي هغه ویلي، د پولیو کارکونکو د امنیت ساتل د پولیسو مسولیت دی. د ډیوې خبریال رفیع الله مندوخېل له ښاغلي عمراني سره مرکه کړې او دا راپور یې پرې تیار کړی.
کوچیان چې د بېلابېلو سیمو او حتی د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ کوي، د پولیو مرض انتقال کې کردار لوبولی شي. د بلوچستان په شمالي سیمو کې د کوچیانو سلګونو ماشومانو ته هم په دې وروستي کمپین کې قطرې ورکړل شوې، چې تفصیل یې رفیع الله مندوخېل وړاندې کوي.
نور کتل