لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د پولیو څاڅکو ترڅنګ نور وېکسین هم ماشومانو دپاره اهم دي


د سيمې يو سياسي مشر شېخ اشرف خان وايي چې په ښاري سيمو کې د ميډيکل کېمپونو لګول که څه هم ګټه ور دي خو داسي کېمپونو ته په کليوالو سيمو کې زياته اړتيا ده ځکه چې د کليوالو سيمو زياتره خلک ښار ته د سفر توان نه لري
د سيمې يو سياسي مشر شېخ اشرف خان وايي چې په ښاري سيمو کې د ميډيکل کېمپونو لګول که څه هم ګټه ور دي خو داسي کېمپونو ته په کليوالو سيمو کې زياته اړتيا ده ځکه چې د کليوالو سيمو زياتره خلک ښار ته د سفر توان نه لري

د بلوچستان د روغتيا چارواکي وايي چې ماشومانو د روغتيا لپاره د پولیو يا ګوزڼ ضد څاڅکو ترڅنګ د هغو د روټين ويکسين يا حفاظتي ټيکې هم ډېرې مهمې دي او هم ځکه د صوبې د مرکز کوټې په شمول په نورو ضلعو کې تر پوليو کيمپېن وړاندې او وروسته د ويکسين لپاره ميډيکل کيمپونه لګول کېږي.

د بلوچستان په ژوب ضلع کې د آغاخان فاونډېشن په ميډيکل او ويکسين کيمپ کې کارکوونکي حليمه وايي چې په کيمپونو کې هغه ماشومان ويکسين کېږي چې ميندې يې تر روغتيايي مرکزونو پوري لاس رسی نه لري نو ځکه نو د دغو مېندو د اسانتيا لپاره په صوبه کې داسي کيېمپونه جوړېږي.

حلیمې وویل د ژوب په دغه کې کيمپ کې ماشومانو ته د پوليو قطرو تر څنګ د شري او دولس نورو ناروغيو په ضد ټيکې لګول کېږي. هغې زیاته کړه دا کېمپونه د هغو خلکو لپاره جوړېږي، چې وايي د دوی ماشومانو ته يوازي قطرې ورکول کېږي او د نورو ناروغيو علاج يې نه کېږي.

د يونيسيف کامنېټ سټاف غړی عبدالسلام مندوخېل وايي چې کار يې د ويکسين لپاره د خلکو اماده کول دي، په سيمه کې کور پر کور ګرځي او هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد قطرې نه ورکوي او ياهم نه يې ويکسين کوي، هغه اماده کوي چې له ميډيکل او ويکسين کېمپونو بشپړه ګټه واخلي.

له پوليو کيمپېن وروسته د اغاخان روغتون د ټي وي ای څانګې په مرسته ميډيکل کېمپونه جوړېږي، چې په کې هغه ماشومانو ته قطرې ورکول کېږي، د چا چې ميندې له څاڅکو انکاري وي او يا له روغتيايي کارکوونکو له څاڅکو ورکول پاتي شوي وي.

د سيمې يو سياسي مشر شېخ اشرف خان وايي چې په ښاري سيمو کې د ميډيکل کېمپونو لګول که څه هم ګټه ور دي خو داسي کېمپونو ته په کليوالو سيمو کې زياته اړتيا ده ځکه چې د کليوالو سيمو زياتره خلک ښار ته د سفر توان نه لري.

شېخ اشرف خان وویل د ميډيکل کېمپونو لګول د خلکو په روغتيايي ستونزو هوارولو کې ډېر مهم رول لري په تېره بيا د هغه ماشومانو په ويکسين کولو کې چې له پوليو قطرو پاتي شوي وي ځکه چې پوليو يوه خطرناکه ناروغي ده او ماشوم د ټول عمر لپاره معذوره کوي.

د بلوچستان په نصيراباد، چمن، کلاعبدالله او مستونګ سيمو کې فري ميډيکل کيمپونه لګول کېږي، چې په کې تر د پنځو کلونو عمر پورې ماشومانو ته د پوليو څاڅکو تر څنګ حفاظتي ټيکې هم لګول کېږي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG