پېښور هايي کورټ کې ثمينه روهي نومي يوې پاکستانۍ ښځې عدالت ته خواست کړی چې د ملک د شهريت يا د تابعيت د کال 1951 قانون د پاکستاني ښځو سره توپيري چلند يا تفريق کوي ځکه عدالت دې دا قانون غېر قانوني وګرځوي.
نن دجمعې په ماسخوتن دافغانستان اؤ پاکستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ کیدونکې سیالۍ ته خلک زیات لیواله دي اؤ ددې سیالۍ دکتلو دپاره پېښور کې په ځېنو سیمو کې ځانګړي انتظامات نیول شوي.
د اسلامي نظرياتي کونسل د دوه ورځنۍ غونډې نه پس جاري کړی شوي يو بيان ترمخه کونسل اف اسلامک ائېډيالوجي يا اسلامي نظرياتي کونسل په زور د جنسي فعل د مجرمانو خصي کول غېر اسلامي وبلل
د خېبر پښتونخوا حکومت اعلان وکړو په راتلونکې دسمبر او بيا د راتلونکي کال 2022 د مارچ په مياشت کې به په صوبه کې په مرحله واره توګه بلدياتی يا د مقامي حکومتونو انتخابات وکړي.
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ډېره اسماعيل خان نه د حکومت مخالف ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ غړی احمد کنډي وايي تر اوسه د اېن اېف سي اېوارډ د لاندې د کوم درې فيصدي فنډ قباېلي ضلعو ته ورکولو ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره کړی شوي
رپورټ تر مخه د خېبر پښتونخوا د تېر صوبايي اسمبلې غړو په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ مالي کال کې په بهرنۍ دورو او د سفر يا د ټي ای ډي ای اېلاونس اخېستو سره ۴۲.۹۴۱ ملين روپو څه څلور کروړ ۲۹ لکه نه سېوا روپۍ خرچ کړي دي.
په کابل کښې د ښځو د چارو د وزارت په ودانۍ چې طالبانو کوم لوحې يا بورډونه لګولي په پېښور کښې د ښځو فعالانو د افغان ښځو د حقونو په تړاو انديښنې څرګندې کړي دي. طالبانو په کابل کې د ښځو د امورو وزارت د ودانۍ د پاڅه د امر بالمعروف و نهې عن المنکر د وزارت يو نوی بورډ لګولی دی.
د وفاقي ډاېرېکټرېټ له خوا د ادارو پرنسپلانو ته ویل شوي دي چې د استاذانو (نارينه او ښځينه) او نورو مامورینو جسماني صفايي دې باوري کړی شي او د وېښتو، نوکونو او ږيرې جوړولو او عطرو لګولو دې هم پام وساتلی شي.
ګلزار عالم اوس د پښتو موسيقۍ د دودې په غرض جوړ د باچا خان مرکز انګازې پروډکشن هاوس مشر یا ډراېرېکټر دی وايي څوک په زور انسان د موسیقۍ نه نشي لرې کولی ځکه چې "موسيقي د انسان د فطرت برخه ده، چې تر څو پورې انسانان وي دا به اوري، چې کله انسانان ختم شي بيا څه نه شو وېلی."
افغانستان کې واک اخیستو باندې طالبانو ته مبارکي ورکولو کې صرف د پاکستان سیاسي مذهبي ګوندونه شامل نه دي. د تحریک انصاف اسد عمر ویلي، دا هرڅه د هند سره د افغانستان د اړیکو یوه نتیجه ده.
استعداد سازي، تربيت، الات او اسباب دا هر څه چرته دي؟ دا پوښتنه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د يو مطبوعاتي کانفرنس په مهال د نړيوالې ټولنې نه افغانستان کې دطالبانو په ضد جګړه کې دافغان فوځ دقوت او د هغوئ دشاتګ په هکله کړی ؤ.
د تعليمي چارو کار پوهان وايي د پاکستان تحريک انصاف حکومت ګڼي چې يو قامي نصاب يا ون نېشنل کريکولم د پاکستان د ټولو تعليمي مسلو حل دی خو له بده مرغه داسې نه ده د تعليم مسلې ډېرې پېچلي دي او يو قامي نصاب د دې حل نه دی.
نه يوازې دخليجي هېوادونو دبندېزونو له امله د پاکستان نه هم بهر هېوادونو ته دسېلانيانو تګ راتګ ودرېدلی دی بلکې دې سره سم پاکستان نه بهر ته تګ هم يوه لویه ستونزه جوړه شوې ده.
دپاکستان تاريخ کې په وړومبي ځل خیبر پښتونخوا صوبه کې دولس ښځينه پټواریانې بهرتي کړل شوې دي.
دپاکستان دمذهي چارو مرکزي وزير نورالحق قادري د سینیټ د مذهبي حقونو دپارلېماني کمېټۍ يوې غونډې ته ویلي د دوئ (دمذهبي چارو) وزارت د اتلس کالو نه دکم عمره کوم تن د خپل مذهب بدلولو په هکله دڅه رقم بندیز پلوي نه دی.
د نهې/سې شنبې په ورځ پيښور کې سرکاری چارواکو او ماهرانو یوه غونډه کې د نړۍ د آبادۍ یا نفوس حوالې سره تړلې ستونزو باندې بحث وکړ. د دې سیمینار شرکت کوونکو تر مخه که انتظامیې مخ په زیاتیدونکې آبادې باندې قابو ونه موندو نو دې سره نور ډیرې ستونزې به پيدا شی. جزییات د سعدیه قاسم شاه نه واورئ.
پېښور هايکورټ د يو پوځي په وژنه تورن شکيل مسيح په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی، شکيل مسيح اته کاله په بند کې تير کړه، وکيل يې وايي د هغه د مقدمې کاغذونه يا ريکارډ ورک شوی ځکه د هغه مقدمه سرته نه ده رسېدلې.
په ټولنیزو رسنیو دمفتي عزیزالرحمان دبدکارۍ د ویډيو مخې ته له راتلو وروسته دپاکستان دننه ځېنو ملیانو اؤ مذهبي ګوندونو سره تړاؤ لرونکو خلکو دهغه دسر وینځلو هڅې هم کړي اؤ وایي "د دیني عالمانو عیبونه راسپړل دمسلمانانو کار نه دی"
نور کتل