د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې د وزیراعظم لخوا اعلان شوې د سیلاب ځپلو د پاره د کورونو جوړولو پروژې د غېر دولتي ادارې چین سک درې کارکوونکي نامالومو کسانو تښتولي چې پکې د وزيراعظم هاوسنګ سوسايټۍ سپروايزر، جنرل منېجر او اکاونټنټ شامل دي.
په شمالي وزیرستان میر علي کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې چې پکې يو خیر غوښتونکې زنانه وژل شوې او بله ژوبل شوې چې درملنې د پاره بنو سیمې روغتون ته وړل شوي دي.
د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزير پرضد د شمالي وزيرستان په میرانشا کې جوړه مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه او د بلې اورېدنې دپاره پکې د اکتوبر درېمه نېټه وټاکل شوه.
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د امنیتي ځواکونو په کاروان ځانمرګي برید کې د ملیشې ځواک 21 عسکر ژوبل شوي دي. دا پېښه د نهې سه شنبې په ورځ [27 ستمبر] د شمالي وزيرستان د ميرعلي په بایي پاس سړک شوې ده.
بل لور ته په ډیره اسماعیل خان ضلع کې په صوبه کې واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تعلق لرونکي صوبايي اسمبلۍ غړي اغاز ګنډاپور په کور نامعلومه وسله والو ډزې کړي، ځايي پوليس پېښه تاييدوي او وايي په ډزو کې د هغه یو پولیس ساتونکی وژل شوی دی.
د جنوبي وزيرستان په سراروغه سیمه کې تیره ورځ د مسیدو قومي جرګه شوې چې پکې په علاقه کې د ناامنۍ په پښو اندېښنه څرګنده شوې او ویلي يې دي د علاقې خلک بیا خپلې سیمې په پریښولو محبور شوي دی.
په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنې دا پيښه په داسې حال کې شوې چې د علاقې خلکو د تیرو 63 ورځو نه د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد احتجاجي پرلت روان دی او د احتجاج کوونکو سره حکومتي چارواکو خبرې شروع کړي دي.
وي او ای ډیوه ته د ټانک د پولیس ویاند یونس کنډي وویل د د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې د ټانک ضلعې تحصیل منتخب چیرمین صدام حسين بيټني ټانک په پايي سيمه کې د فاتحې خواني څخه بيرته روان ؤ چې د پائي او میخاني ترمينځ نامالومه وسله والو د هغه په قافله کې موجود د پولیسو په ګشتي پارټی بريد وکړو
خېبرپښتونخوا کې په پوليسو د وسله وال بريد يوه بله پېښه شوې او په لکي مروت ضلع کې د شپې ناوخته په پولیس څوکۍ د لاسي ګرنېډ/بم بريد شوی او د یو ملزم په ګډون پکې شپږ پولیس عسکر ژوبل شوي دي.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان پرون ويلي چې د ګل/ دوشنبې په ورځ [5 ستمبر] په شمالي وزیرستان کې د پوځ سره د شوې نښتې زمه واري من، په دغه نښته کې د پاکستان د پوځ په وینا د يو پوځي افسر [کپتان] په ګډون پینځه عسکر وژل شوي وو.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس کانسټېبل [ډرایور] وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده.
نور کتل