د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره جګړا کې د حافظ ګل بهادر ډلې د مهم کمانډر حبیب الله په ګډون د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.
په شمالي وزیرستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو د پېښو پرضد احتجاجي پرلت لا هم دوام لري او وایي که تر ټاکل شوې وخته يې غوښتنې نه منل کیږي دا احتجاجي پرلت بيا تر ټول شمالي وزیرستانه غځوي.
د جنوبي وزیرستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په سویلي ضلع ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، چې پکې د پولیو ټیم دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.
په وزیرستان او د بنو په جاني خېل کې د ازادۍ په ورځ احتجاجي مظاهرې شوې او د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځل شوې خلکو په کورونو او بازارونو تور بېرغتونه لګولي او په احتجاجي مظاهرو کې خلکو په تورو بېرغونو پورته کولو سره د امن او بنیادي اساانتیاو او په خپلو وسایلو د واک غوښتنې کولې.
شمالي وزیرستان ته د اتمانزو قامي جرګې سره د خبرو کولو د پاره حکومت په استازيتوب جوړه شوې کمیټي میر علي ته ورغلې خو د اتمانزو مشران وايي که د حکومت سره يې په ورستیو کې د خبرو څو پړاونه شوي خو ناکامه شوي دې او که د اوسنۍ جرګې سره مذاکرات ناکامه کيږي بیا اسلام اباد ته احتجاجي لاريون کوي.
په شمالي وزیرستان کې چې دوه ورځې وړاندې په امنيتي کاروان ځانمرګی بريد شوی څلور پوځيان پکې وژل شوي، دا په روان کال 2022 کې څلورم ځانمرګی بريد دی چې په امنيتي ځواکونو ترسره شوی دی، د دې ترڅنګ په سيمه کې چاودنې او په امنيتي چيک پوستو بریدونه او ورسره هدفي وژنې هم شوي دي.
امنيتي چارواکو او پوليسو دغه پېښه تاييد کړې ده. د شمالي وزيرستان د پوليس دفتر ويلي، د ابتدايي معلوماتو ترمخه دا ځانمرګی بريد وو
د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد د اتمازو قامی پرلت نن په 23م ورځ دوام لري او په عېن حال کې د حکومت او احتجاج کوونکو ترمینځ د لکي مروت او بنو سیمو مشرانو په منځګړيتوب خبرې هم روانې دي.
په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د اتمانزو احتحاجي پرلت له تېرو اوونیو راهسې داوم لري او دغه احتجاجي پرلت د ضلعې نورو سیمو ته ورسته له هغې غځول شوی چې د اګست پر دویمه یې له ځايي انتظامیې سره مذاکرات ناکامه شوي وو.
د ټانک ضلعې احمد شاه کلي اوسیدونکي ملک ګل بادشاه بیټني وي او ای ډیوه ته وویل د زیاتو بارانونو له امله خوړونه اؤ نالۍ راختلي اؤ په ګڼو سیمو سیلابي اوبه ورماتې شوي چې خلکو ته یې درانه مالي اؤځاني زیانونه ور اړولي دي
نور کتل