په قبايلي ضلعو او ځانګړي ډول شمالي وزیرستان کې د ځایي خلکو د هدفي وژنو پېښې د اوږدې مودې نه روانې دي ځايي خلک وایي په هدفي بریدونو کې زیاتره هغه خلک وژل کیږي چې د علاقې د پرمختګ او امنيت خبره کوي، د علاقې په امنیت پوښتنې راپورته کوي او د پوځ او ادارو په کردار نیوکې کوي.
د شمالي وزیرستان نه اته کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې بې کوره شوو کډوالو په بنو کې احتجاجي مظاهره کړې او ویلي يې دي حکومت په دې کډوالۍ کې له پامه غورځولي او د مرستو د نشتوالي له امله د یو شمېر ستونزو سره مخ دي او د روانې جولایۍ د میاشتې په 25 م نیټه يې پېښور ته د احتجاج کولو ويلي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام ف دوه ځايي مشران پرون په هدفي بريد کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ضلعې په دته خېل سیمه کې یې له ترهګرو سره په نښته کې شپږ نور ترهګر وژلي او د ترهګرو سره د ډزو په تبادله کې یو پاکستانی پوځي هم وژل شوی دی، له دې پېښې نه څو ساعته وړاندې هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې په پولیسو بمي چاودنو اؤ د هدفي وژنو کې اضافه لیدل کېږي اؤ ګڼ شمیر پولیس په داسې رقم پېښو کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي
په ډیره اسماعیل خان کې لږکيو انتظامیې ته خپلې ستونزې وړاندې کړې او ویلي يې دي د دوی سره د میرنی مور په څېر سلوک کیږي او غوښتنه یې کړې چې دوی ته دې برابر حقوق ورکړل شي. انتظاميې ورسره ژمنه کړې لږکیو ته به حقونه ورکړل کيږي.
په دې تیرو دوؤ ورځو کې دا څلورم برید دې چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې په امنیتي عسکرو ترسره کیږي
د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د ډیوټۍ پرمهال د ټرېفک پولیس دوه اهلکار د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوي دي. دا په تیرو 24 ساعتو کې درېم برید دی چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې ترسره شوی دی.
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې د لومړو معلوماتو ترمخه پکې 15 پوځيان ژوبل شوي دي. بل لور ته په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس اهلکار وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسله والو په ډزو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو [سي ټي ډي] يو افسر [اېس اېچ او] وژلی دی. او په ځوابي کارروایۍ کې د یو ترهګر د وژلو او بل د نیولو دعوه هم شوې ده.
نور کتل