د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، يو د پولیو ټیم کار کوونکی او دوه ساتونکي پولیس يې وژل شوي دي.
په افغانستان کې راغلې زلزله کې له شمالي وزیرستانه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته کډه شوي نزدې 200 کډوال هم مړه شوي دي. په افغانستان کې پرون د شورو/ چهارشنبې په سهار راغلې زلزله کې د رپوټونو ترمخه د 1000 نه زیات کسان مړه شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې پرون د نامعلومه وسله والو په ډزو د وژل شوو ځوانانو په اړه وزیرستانیان وایي وژل شوي ځوانان د وزیرستان ماغزه وو او د دغه لارې د ځپل شوو خلکو غږ غلی کړی شو، دغو ځوانانو به د ناامنۍ او د کډوالو د حقونو د پاره مبارزه کوله.
د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې نامالومه وسله والو د سيمې د ځوانانو تنظیم يوت اف وزیرستان څلور فعال په ډزو وژلي دي.
افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ جګړه کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوی بل لور ته په غلام خان پوله په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډالو د واپسۍ د پاره احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري.
افغانستان ته کډه شوو د شمالي وزیرستان کډوالو د افغانستان او پاکستان تر مینځ غلام خان بندر ته نیزدې احتجاجي پرلت پېل کړی او وایي چې د کله نه په افغانستان کې د اشرف غني حکومت له مینځه تللی د دوی مرستې تړل شوي او د واپسۍ غوښتنه کوي.
د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې يو پوليس په په ډزو وژل شوی بل لور ته په جنوبي ضلع ټانک کې هم د ټرېفک په پولیسو برید کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او بل ژوبل شوی دی، او په قبایلي ضلع کرم کې په یو هدفي برید کې د یو قامي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي او دو نور ټپیان شوي دي.
د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان او ورسره څېرمه پرتې اېف ار ټانک سیمې خلکو د بجلۍ د نشتوالي پرضد په ټانک ضلع کې احتجاجي پرلت پېل کړی دوی وایي لس ورځې کیږي چې حکومت یې بجلي بنده کړې ده. خو حکومتي چارواکي وایي دې احتجاج کوونکو سره مذاکرات پېل کړی شوي او زر به دا ستونزه هواره کړی شي.
په قبایلي ضلعو جنوبي وزیرستان او خېبر کې د ماين چاودنو دوه بیلا بیلې پیښې شوې چې پکې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي. د ماين چاودنو دا تازه پېښې د علاقې پولیسو تاييد کړي دي.
د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان اوسيدونکي وایي د دوي په سیمه کی موندل شوي قدرتي ګېس او تیلو دې د ځایي خلکو حق اومنل شي او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې کې دوی ته په نوکریو او د خرڅلاو يا رايلټۍ په پېسو کې برخه ورکړي.
خېبرپښتونخوا صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) د شمالي وزیرستان او خXبر قبایلي ضلعو نه بې کوره کورنيو د مرستو دپاره 31 کروړه او 60 لکه (316ملین) روپۍ جاري کړي خو کډوال وايي په ملک کې ګراني سېوا شوې او په دې کډوالۍ کې دا مرستې اوس د دوی خرڅ خوراک نه پوره کوي.
د علاقې پولیسو دغه پېښه تاييد کړې او وایي، شیزا سېټ نومې نرښځی د ډېره اسماعیل په سرکلر روډ یوه بالا خانه کې اوسېدو هلته ويشتل شوی او د هلته نه د ضلعې مرکزي هسپتال ته راوړل شوی دی
د پاکستان پوځ تيره شپه ناوخته ویلي د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان په حسن خېل او د بلوچستان په نوشکي سیمو کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع عملیاتو او نښتو کې څلور ترهګر وژل شوي دي.
نور کتل