د پاکستان حکومت د افغانستان پکتیکا ايالت ته د مرستو ټرکونه ليږلي چې پکې د چارواکو په وېنا د 2100 کورنيودپاره خوراکي توکي شامل دي، خو بل لور ته د پکتيکا سره په پوله پرتې قبايلي سيمې وزيرستان کډوال وايي دوی هم د کلونو نه کډوال او هر ډول مرستو ته اړتيا لري د پاکستان حکومت دې د دوی هم تپوس وکړي.
په جنوبي وزیرستان کې د ټټي ثمر باغ او تنایي اوسېدونکي د تیرو 15 ورځو نه په احتجاجي پرلتونو ناست دي، وايي په علاقه کې د سړک، هسپتال، ټیليفون او د تعلیم هیڅ اسانتیا نشته.
پولیس د دې پېښو تصدیق کوي او وايي دا وژنې د شمالي وزیرستان په دته خېل او سپین وام تحصیل کې شوي خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې زمه واري نه ده اخستې.
د سرکاري شمیرو تر مخه په دې تیره یوه اوونۍ کې یوازې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي سرتیرو درې بیلا بیل ترهګر بریدونه شوي چې پکې د پاکستان 7 عسکر وژل شوي دي .
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د یو ځایي مشر ملک ریمال ګاډي کې چاودنه شوې چې پکې یوتن وژل او دوه نور ټپيان شوي دی.
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې د پاکستان دپوځ یو سرتيری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
چارواکي وايي پوځ دخیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې د وسله والو د موجودیت په اطلاع عمليات کړي چې پکې دپاکستان دپوځ یو افسر او یو وسله وال وژل شوی او دوه نور عسکر ټپی شوي دي.
په جنوبي وزیرستان کې د زمکنیو ماینونو دښکار شوؤ کسانو دوه ویشت ورځې احتجاج کولو وروسته ټانک ضلعې ته رارسیدلي او د انتظامیه دفتر د ودانۍ مخې ته احتجاجاً ډېره شوي دي.
د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په مرغي بند سیمه کې د ماین چاودنو اغېزمنو کسانو ښځو، ماشومانو او سړو احتجاجي پرلت کوونکي وايي سبا ټانک ته لاريون پېلوي.
په بنو کې دشمالي وزیرستان دعدالت څخه دخالي یا شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د دوؤ غړو ګيله من پشتين او عيد رحمان ضمانتونه منظور شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې/زیارت (23ستمبر) په ورځ په ډېره اسماعیل خان کې یوې غونډې ته په وېنا کې په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د دوه ولسواليو د جوړولو پلان اعلان کړی خو د سيمې خلک امنیت غواړي او دغه اعلان ته د سازش په نظر ګوري.
په جنوبي وزیرستان کې د ماین چادنو ښکارکسانو احتجاجي پرلت نن په په 18ورځ دوام لري دوی وایي که غوښتنې يې نه منل کیږی بیا اسلام اباد ته لاریون کوي. بل لورته د بنو په جاني خېلو کې بیا د هدفي وژنې پیښه شوې چې پکې یو تنکې ځوان مړ او بل ټپي شوی دی. پولیس تايید کړي چې په هدف شوي کسان وروڼه دي.
په جنوبي وزیستان د ماين په چاودنه کې دولس کلن ماشوم په داسې حال کې ژوبل شوی چې په ځمکه کې ښخ ماین چاودنو ښکار کسانو احتجاجي پرلت په سیمه کې له تیرو دوه اونیو راهسې دوام لري.
په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو ښکار شوو کسانو احتجاجي پرلت نن په 13 ورځ دوام لري دغه احتجاج کوونکي وایي په علاقه کې يې غوښتنې نه منل کېدو وروسته اسلام اباد ته لاریون پېل کړی خو په سپینکۍ رغزي سیمه کې له تیرو دو ورځو نه د امنیتي سرتیرو په چیک پوسته ودرول شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي تیره ورځ په قبایلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې د پاکستان د پوځ اووه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپي شوي دي چې ذمه واري یې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده.
افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځي عسکرو د یو کاروان ترڅنګ ځان مرګي برید کې یو عسکر وژل شوی او پینځه نور ټپيان شوي چې پکې د دریوؤ حالت مرګونی ښودل کیږي.
په جنوبي او شمالي وزیرستان کې دوه بیلا بیلې هدفي وژنې شوي چې پکې د علاقې یو مشر او یو ځوان وژل شوي دي، بل لور ته په جنوبي وزیرستان کې په ځمکه کې د ښځو ماينونو يا لېنډ ماین چاودنو ښکار کسانو احتجاجي پرلت نن په شپږمه ورځ هم دوام لري.
دجنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې پاکستان پیپلز ګوند داحتجاجي مظاهرې پرمهال غوښتنه کړې چې په سیمه کې د حکومتي واک پرځایې کولو د دعوؤ وروسته دې د ضلعې ټول انتظامي دفترونه او عدالتي نظام بیرته خپلې ضلعې ته انتقال کړی شي.
د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکو هغو کسانو چې په ماين چاودنو کې معذوره شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، احتجاجي پرلت يې پېل کړی او غوښتنې کوي چې حکومت دې دغو معذورانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نور کتل