د پښتونخوا په هغه سيمو کې چرته چې د ګنیو کرونده کيږي زميدارو د اسو د موسم کر شورو کړی دی چي د زرعي ماهرين په نيزد ډېر مهم دی. پوهان وايي کروندګر که معياري تخمونه وکري د فصل نه ډېر پيدوار اخیستی شي او په ګینو کې د دويم فصل کرونده هم ښه په وخت کېدی شي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د څاروو د ساتونکو د خوراک او معاش مهمه اډاڼه د څاروو په ساتنه ولاړه وي. د ګرانۍ له امله اوس څاروي ساتل او ترې ډېر پيدوار تر لاسه کول ناممکن شوي دي ځکه چې په شنه ګيا ډېر پيداوار نه تر لاسه کيږي او د ونډې بورۍ، کل او بوسو اوچتو نرخونو ورته څاروي ساتل ګران کړي دي. په دي اړه ګورو د ملک وقاص دا رپورټ:
په چارسده کې د ژمي د سبزیو کرونده شورو شوې ده. کروندګر د فصلونو په خسمانه بوخت دي خو د ګرانۍ له وجې زميدار هم د پريشانۍ سره مخ دي. د ځمکو اجاره، د سرو د نرخونو زياتوالی او د موسمي بدلون له امله يې اوس پيدوار کم شوی او په امدن يې بدې اغېزې شوې. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د موسمياتي بدلون د بدو اغيزو نه د چاپېريال بچ ساتلو په لړ کې په چارسده کې هم د بوټو کرونده روانه ده. ضلعي انتظاميه د بېلابېلو محکمو په مرسته د سیوري ورکونکو بوټو سره سم مېوه دار بوټي هم نالوي. د مهم په دې لړ کې تر اوسه د پنځوس زرو پورې بوټي کرل شوي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې
په نوې ټيکنالوجۍ د کروندګرو د مسئلو حل کولو لپاره د پښتونخوا زراعت ادارې يو «کال سنټر» جوړ کړی، چې ورته زميدار ټيليفون کوي او د پوهانو مشورې تر لاسه کوي. د فصلونو، څارویو او ماهيانو د مرضونو په اړه د واټسايپ له لارې هم دغه مسئلې د پوهانو په مشوره حل کوي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
کارپوهان وايي په موسمي بدلون قابو موندلو لپاره مهمه ده چې د ځنګلونو رقبه زياته کړی شي. په پاکستان کې د ځنګلونو ځمکه تر پينځه فيصده پورې ده چې ډېره کمه ده. د «پاک او شين پاکستان» د نعرې لاندې د پشکال د موسمي بوټو کرنې يوه غونډه د پېښور په زرعي پوهنتون کې شوې، تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د چارسدې په باچا خان پوهنتون کې د بوټو کرلو د کمپېن پرانسته شوې، چې پکې به په ټوله ضلع کې لس زره بوټي کرل کیږي، د زراعت کارپوهان وایي بوټي لګول د موسمياتي بدو اغېزو نه د سيمې په بچ ساتلو کې کردار لوبوي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
پاکستان له افغانستانه د مېوو په درآمد کولو بندیز لګولی دی، له همدې کبله له افغانستان څخه په برآمداتو د مالیو کچه هم لوړه شوې ده. په پاکستان کې د برامداتو یا صادراتو د بندیز او د ټیکسونو زیاتېدو بدې اغېزې ښکاره شوې دي چې له امله يې د مېوو بيې اوچتې شوې دي. تفصیل د ملک وقاص په رپوټ کې:
پاکې اوبه انساني ژوند ژواک ته ډېرې مهمې دي. د اوبو د اهميت نه د خبرولو لپاره د پېښور په زرعي پوهنتون کې يوه غونډه رابلل شوې چې پکې د کابل سيند په اوبو شوې څېړنې وړاندې کړی شوې او ولس ته د اوبو په حقله خبرداری ورکړی شو. د دې غونډې نور حال د ملک وقاص په رپورټ کې:
په سوات کې يو وار بيا د تماکو کر شورو شوی، کروندګرو د موسم سره سمون لرونکي تماکو بارلي کرلي چې اوس يې فصل رسېدلی او پاڼه یې د وچېدو لپاره په چوکو تړل شوې ده. له ډېرې مودې وروسته په سوات کې د تماکو په کرونده پوهان او زميدار څه وایي، تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د شاتو مچیو پالونکي د ګرمۍ د بدو اغېزو او د مچیو د ګڼ شمېر بچو پيدا کولو لپاره دا مچۍ يخو سيمو ته وړي. د سوات په بېلابېلو يخو علاقو کې د شاتو د مچو پېټۍ پرتي دي چرته چې د يو خاص قسم په خوراک مچۍ ډېر بچي راوړي او د ناروغیو نه هم بچ وي. په دې اړه تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
پښتونخوا ته د پنجاب نه د غنمو او اوړو په انتقال د ټيکس او د ملونو د بجلۍ نرخ زياتېدو په ضد په ټوله صوبه کې هړتال روان دی. د ملونو د بندېدو سره سم د اوړو سوداګرو هم خپل دوکانونه بند کړي او غوښتنه کوي دا ټول تيکسونه او بنديزونه دې ختم کړی شي. تفصیل د ملک وقاص په رپوټ کې:
د پښتونخوا کروندګرو د ټوبيکو بورډ لخوا د يو کیلو تماکو کم نه کم نرخ 720 روپۍ مقرر کېدو باندې ناخوښي څرګنده کړې. د کروندګرو اتحادیې غوښتنه کړې د تماکو نرخ دې اتلس سوه روپۍ شي او له زميدارو یې غوښتي تماکو دې ارزانه نه خرڅوي. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
په خېبرپښتونخوا کې د ليچي اولنۍ مېوه را رسېدلې ده خو د موسمياتي بدلون له وجې یې پېداوار کم شوی. د زراعت پوهان او کروندګر وايي په وروستیو کلونو کې په صوبه کې د لیچي کرونده زیاته شوې ده. نور حال د سیمې نه د ډیوه خبریال ملک وقاص په رپورټ کې:
په خیبر پښتونخوا کې د کروندې د غوره اوبه خور لپاره په نهري سیمو کې په دريابونو او نهرونو د څارني ټيلي ميټري نظام لګول شوی دا نظام به د اوبو وېش، د غلا مخنیوي او د کرونده ګرو لپاره ټول کال د اوبو شتون يقيني کوي. په نهرونو د ټيلي ميټري سیسټم د پرانستې د دستوري حال د ډیوه خبریال ملک وقاص وړاندې کوي.
د پېښور په زرعي پوهنتون کې د «نيماټوډ» چينجي نه د فصلونو بچ کولو لپاره د واينيما په نوم دوایي جوړه کړی شوې، چې په کارولو سره به یې د مالټو، ټماټرو او بادرنګو فصل نه يواځې د نيماټوډ بلکې د فنجایي نه هم بچ شي. په دې اړه زميدارو ته پوهه ورکولو لپاره تربيتي غونډه شوې ده. تفصیل د ملک وقاص په رپورټ کې:
د لوی اختر را نېژدې کېدو سره سم په پښتونخوا کې د قربانۍ د څاروو اخیستل او خرڅول شروع شوي او حکومت د کانګو وایرس نه د څارویو د محفوظ ساتلو احتياطي تدابير هم شروع کړي دي. څاروي له دې وایرسه څنګه بچ کړی شي او ولس په دې لړ کې کوم احتياطي ګامونه اخیستی شي؟ تفصیل ملک وقاص وړاندې کوي:
په خيبر پښتونخوا کې غټه ستونزه د فصلونو د کم پيدوار ده. کرونده ګر د يو ايکړ په سر شپاړس منو نه تر پنځه دیرش منو پورې د غنمو او پنځه ويشتو منو نه تر دیرشو منو پوري د جوارو پيدوار تر لاسه کوي په کوم کې چي د نويو طريقو له خپلولو سره زياتوالي راتلي شي.
په خیبر پښتونخوا کې د ذراعت د محکمې چارواکو د سيلاب ځپلو سيمو د کرونده ګرو د رجسټريشن لړي پیل کړې دې رجسټريشن کې به د صوبې په اوو ضلعو کې په جزوي يا مکمله توګه د فصلونو له مينځه تللو او د ځمکو د زيان آن لائن ريکارډ جوړ شي. تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.
په پاکستان کې د خوراکي توکو د بیو په ګډون د ګرانۍ کچه راکمه شوې ده د پاکستان د شمارياتو د ادارې په اونیز راپور کې هم د ګرانۍ په شرحه کې منفي1.60فیصده کموالی لیدل شوی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې د پټرولو بيې راټيټې شوې دي، خو له دې امله د خوراکي توکو نرخونه زیات ندي راټيټ شوي.
نور کتل