د اهل تشیع او د مدني ټولنې فعالینو په کرمه کې د پرونۍ خونړۍ پېښې غندنه کړې او په پېښه کې یې ښکېلو کسانو ته د قانوني سزا ورکولو غوښتنه کړې.
په پېښور کې خلکو په جوش او جذبې سره اختر لمانځلی خو ځینو سر ټکوه چې دا ځل د ګرانۍ له امله د اختر خوند دومره نه دی پاتې. مدثر شاه او هاشم علي پرې دا راپور تیار کړی.
د پاکستان د انتخاباتي کمېشن لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې له ۱۸ څخه تر ۳۵ کلنو پورې د ووټرانو شمېر له نهو میلیونو څخه زیات دی. څېړونکي وايي، که داسې ځوان ووټران په راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي نو دا به د ټاکنو په پایلو باندې اغیز ولري. سعدیه قاسم شاه او هاشم علي پرې له پېښور نه راپور راستولی.
د مخ د ګونځو د کمولو او د پوستکي د ښکلا لپاره کومې لارې چارې او لارښونې ګټورې دي؟ د پوستکي د ناروغیو ډاکټره نیلم ایوب وايي، ځینې مېرمنې په خپل سر د مخ د ښکلي کولو او د رنګ صفا کولو لپاره په خپل سر ډول ډول کریمونه او ټوټکې کاروي خو اکثره وخت دا د ګټې پر ځای تاوان رسوي.
د پښتونخوا د میوو منډهو ته د سېند او پنجاب هندوانې رارسیدلې دي سوداګر وایي، بیه یې ځکه زیاته ده چې د ټرانسپورټ خرچه پرې ډیره راغلې ده خو دوي وایي کله چې ځایي او د افغانستان هندوانې راورسي نو بیه به یې راوغورځیږي.
پاکستان ته به د بار وړونکو اورګاډو د ډبو لومړۍ دسته په مارچ کې ورسېږي پاکستان ته د اورګاډو د ډبو ورکول له چین سره د اقتصادي پروژې یا سي پیک لاندې ترسره کېږي چې ددغه هېواد د ټرانسپورت وړتیا به ورسره زیاته شي. د سي پېک په وړاندې دا مهال کوم خنډونه پاتې دي؟
د پیښور پوهنتون د سیاست د څانګې زده کونکي هیواد کې خرابې امنیتي وضعې اندیښمن کړي دي دوي وایي، اوسیدونکو ته د سولیز چاپیریال برابرول د ریاست بنیادي فریضه ده خو دوي فکر کوي چې پاکستان او بیا په ځانګړي ډول پښتونخوا کې امنیت ډیر خراب دی.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم ویلي، په افغانستان کې د میرمنو په زده کړو بندیز له اسلام سره کومه اړیکه نه لري بلکه د پښتنو د کلتور یوه برخه ده. څېړونکي د اکرم دغه بیان له حقیقت څخه ډېر لېري ګڼي. نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي راپور کې
په پښتو ادب کې د ښځینه شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو د ونډې او برخې په اړه په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې حال د حمید الله په راپور کې.
د اختر په مناسبت په پېښور کې ښځو او جونو ته د بنګړیو یوه مېله جوړه شوې وه. سعدیه قاسم شا او هاشم علي پرې یو ویډیو راپور تیار کړی.
په پاکستان کې د ډاکټرانو تر ټول لوی تنظیم پاکستان مېډیکل ایسوسي اېشن د خبرداري باوجود وفاقي حکومت دا میاشت په لاک ډاون کې د نرمۍ اعلان وکړو. ډاکټران وايي د کرونا وایرس خطر لا کم شوی نه دی او په لاک ډاون کې نرمي به په پاکستان کې د وایرس نور په چټکتیا خپور کړي
بازار کې ځینو تنانو پوزو ته ماسکونه او لاسو ته دستانې اچولې وې خو زیاترو پکې د احتیاط نه کار نه اخیستو او اوږه په اوږه ولاړ خریداري یې کوله
په پاکستان کې زیاتره مهال روژه اؤ اختر دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې اؤ دقاسم علي خان جومات ترمنځ داختلافاتو له امله په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي
د پیښور په دغه لاریون کې د حکومت یوې محکمې پي ډبلیو ډي د ملازمینو یا د لیبر یونیو یو مشر عبدالستار هوتي هم و او وې ویل "مزدور نن هم بدحاله دی. مزدور نن هم پریشانه دی. مزدور نن هم د هغه بنیادي حقوقو محرومه دی کوم چې د هغه ضرورت دی بنیادي"