دپاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی ؤ چې قبائیلي سیمو نه به ایف سي ار قانون ختمولی، دغلته به اصلاحات په ځایې کولی اؤ فاټا به دخیبر پښتونخوا برخه جوړولی شي خو دفاټا نه دپارلیمان غړي اؤ بیلابیل سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت اوس دخپلې دغه ژمنې نه په شا شوی دی
د پاکستان مرکزې حکومت لخواه د قباېلې سېمو لپاره اعلان کړې شوې اصلاحات نه عملې کېدو په ضد دغه علاقو منتخب پارلېمانې غړو د پارلېمان ودانی کښې احتجاجې ناسته پېل کړېده
د ریاستي چارو مرکزي وزير قادر بلوچ ويلي دي په لسو ورځو کې به په فاټا کې په ايني اصلاحاتو عمل شورو شي. هغه ويلي دي د ملگرو ملتونو د غونډې نه په ستنېدلو به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اصلاحاتو عملي کېدلو اعلان وکړي.
د وي او اې ډېوه سره خبرو کښې د کمیټۍ غړي او د مسلم لېګ سره تعلق لرونکې سېنټر سعېد مندوخېل ویل عرب هیوادونو څخه د پاکستانیانو بیرته ستنیدل د حکومت ناکامي ده او د یمن په جگړه کې د پاکستان د بې پلوه پاتې کېدلو اثرات دي
پاکستان کښې په کال دوه زره دېارلسم کښې شوي انتخاباتو کښې د خېبرپښتونخوا پېښور، مردان، کرک، نوښار او دير په شمول په ېو شمېر علاقو کښې ښځو ته د ووټ اچولو حق نه وو ورکړی شوی.
د پاکستان دوزیراعظم د کرسۍ څخه دلاس وینځلو نه وروسته ددغه هیواد پخوانی وزیراعظم نوازشریف اوس دخپل ګوند د مشرۍ څخه هم لرې کیدونکی دی .
دپاکستان د سینیټ یوې کمیټې دغه هیواد کې د نرښځیانو دبشري حقونو د تحفظ باوري کولو په لړ کې قانون سازۍ دپاره دوه قانوني مسودې تیارې کړي دي.
د شورو په ورځ دغه پلټنیزې ډلې ته د وزیراعظم لور مریم نوازشریف هم وړاندې شوې خو هغې دغه ډلې ته د وړاندې کیدو څخه وروستو نامعلومو قوتونو اؤ خپلو سیاسي مخالفینو ته د پاناما په قضیه کې د وزیراعظم په کورنۍ دتورونو لګولو څخه د لاس اخستو خبرداری ورکړی دی.
دپاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار ښاغلي سرتاج عزیز ویلي چې دافغانستان اؤ پاکستان اړیکو کې ښه پرمختګ په لیدو کې راځي خو پاکستان کې پښتانه ملت پاله سیاستمداران دا تاثر ردوي.
پاړه چنار کې دشوؤ بمي چاودنو په ضد ګرد هیواد کې احتجاج دوام لري اؤ دکرمۍ ایجنسۍ اوسیدونکي په حکومت تورونه لګوي چې ترهګرو سره لار لري.
دپاکستان پارلیمان کې ټولو سیاسي ګوندونو څخه جوړې دقامي سلامتیا ګډې کمیټې په حکومت غږ کړی چې د قطر اؤ سعودي عرب ترمینځ راپورته شوي جنجال کې ځان بې پلوه وساتي .
سیاسي ډلو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که دخلکو د بې درکو په هکله یې د پوځي استخباراتي ایجنسو څخه د جواب اخستو قانون منظور نه کړو نو دوئ به پخپل سر د سینیټ څخه ددغه قانوني مسودې منظوري ورکړي
په انټرنیټ د ازادۍ لپاره کارکونکی اوسامه خلجي د انټرنیټ په اړه د حکومتي داقداماتو مخالفت کوي. هغه وايي د انټرنیټ په اړه د نوازشریف د حکومت رویه لکه د یو امر ده چې چا ته په ازادۍ د اری د اظهار اجازت نه ورکوي
دپاکستان،افغانستان اؤ امریکې د پوځي جنرالانو تر مینځ لیدنه کې په پاکستان اؤ افغانستان کې په چټکتیا سره د راپورته کیدونکې خودسره وسله والې ډلې داعش د مخنیوي په لارو چارو خبرې شوي دي.
د پاکستان وتلي د انگریزۍ ژبي ورځپاڼه "ډان نیوز" د ایراني سفیر له خولې لیکلي " مونږ په دې مامله اندښنې لرو. مونږ گڼو دا به د اسلامي نړۍ وحدت ته زیان واړوي" او دا چې "ایران به د داسې کوم ایتلاف برخه نه جوړیږي."
د پاکستان د سینیټ قائمه کمیټۍ د یو بِل منظوري ورکړې ده چې ترمخه یې خفیه ادارې د بې درکه کړل شوؤ کسانو په هکله دریوؤ ورځو کې دننه د معلوماتو ورکولو پابندې کړل شوي دي.
د پاکستان حکومت دداعیش په هیواد کې د موجودگۍ نه انکار کوي خو تجزیه کار او خپله داعیش مني چې دې سېمې ته خپل اثر غزولی دی. په انټرنیټ یو وډیو کې داعیش ویلي چې د خراسان په سیمه کې يي خپلې څانگې پرانستې دي. خراسان د موجوده افغانستان او پاکستان یو تاریخي نوم دی