څنګه ناسم معلومات په خیبر پښتونخواه کې د پولیود له منځه وړلو لپاره زيانمن يا ګواښ ګنل کيږي، په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي په لړ کې ټولنیزې رسنۍ په دوه مخې بڼه بدله شوې ده، ماهرین وایي دا کولی شي پوهه خوره کړي او ورسره سره غلط معلومات هم خوروي. په دې اړه نور تفصيل د صدام حسېن خان په رپورټ کې.
د پاکستان د پوليو د مخنيوي ليبارټۍ په تېرو دوو ورځو کې د پوليو څلور پېښې تصديق کړې دي چې ورسره د پوليو کېسونو شمېر 28 ته ورسېد. پاکستان د تير کال په نسبت سږ کال څلورچنده زیات کيسونه رپورټ کړي. نور تفصیل د صدام حسین خان په رپوټ کې:
ډاکټران وایي د پوليو څاڅکو سره سره ماشومانو ته د ای پي وي وېکسين هم ډير ګټور دی، په وروستيو کې پښتونخوا د پوليو دوه پېښي رپورټ کړي دي چې دواړو ماشومانو ته ای پي وي وېکسین نه وو شوي. تفصیل د صدام حسېن په رپوټ کې:
په پاکستان کې د پوليو وروستۍ پېښه د پښتونخوا په مومندو ضلع کې رپورټ شوې چې ورسره سږ کال په هېواد کې د پوليو کېسونو شمېر 21 د ورسېد. د مومندو په غبرګونو خويندو کې يوه د پوليو ښکار شوه، دا روان کال په پښتونخوا کې د پوليو وړومبۍ پېښه ده. تفصیل د صدام حسېن خان په رپورټ کې:
د پښتونخوا د خيبر ضلعې د تيراه راجګل سیمې کډوالو د پوليو مهم بایکاټ کړی چې له وجې یې په زرګونو ماشومان د پوليو ضد څاڅکو څخه محرومه پاتې شوي. د صحت چارواکي وايي، د بایکاټ له امله د وايرس خورېدو لپاره حساسه سيمه کې ماشومان د پوليو ناروغۍ له خطر سره مخ کېدی شي. تفصیل د صدام حسین خان په رپوټ کې:
د پېښور 23 کلن عمران خان په کال 2001 کې د پوليو وایرس ښکار شوی وو، هغه وايي پلار به په شا باندې سکول ته ووړ ځکه چې پوليو شل کړی دی. عمران د معذورۍ نه پرته د پېښور پوهنتون څخه په سوشيالوجي کې د ماسټرۍ ډګري اخیستې ده. تفصیل د صدام حسېن په رپوټ کې:
روان کال تر اوسه پاکستان او افغانستان د پوليو 32 پېښې رپورټ کړې دي او دواړه اخري هيوادونه دي چې لا هم پکې د پوليو وایرس شته او ماشومان په ټول عمري ناروغۍ اخته کوي. پاکستان کې وخت په وخت د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاينونه کیږي خو د وايرس مخنيوی لا نه دی شوی. تفصیل د صدام حسېن خان په رپورټ کې:
په پاکستان کې پوليو ناروغۍ بيا سر را پورته کړی، د تېر کال په نسبت يې غبرګې پېښې رپورټ کړې دي، ۱۲ د بلوچستان څخه دوه د سیند او يو د پنجاب صوبې څخه تصديق شوي دی. بلوچستان کې د پوليو له نوې پېښې سره پاکستان کې سږ کال د پوليو ټولې پېښې ۱۵ ته ورسېدې. تفصیل د صدام حسېن په رپوټ کې:
د پېښور اوسېدونکې تاج مينه وايي مور پلار يې ډېر خوشاله وو چې په لومړي ځل يې قدم پورته کړی وو خو بيا د پوليو په ټول عمري ناروغۍ اخته کېدو وروسته يې ژوند د همشه لپاره بدل شو. تفصیل د صدام حسېن په رپوټ کې:
د خېبر پښتونخوا آسيه اکبر هم په پاکستان کې د پولیو پرضد په روان کمپاين کې خپله ذمه واري ترسره کوي. آسيه اکبر وايي، له ډیرو مشکلاتو سره سره ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په رسوولو کې کوښښونه کوي. د پاکستان په 66 ضلعو کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو د ورکولو مهم دوام لري.
د پاکستان پوليو مخنيوي ليبارټۍ د مئ مياشتې له 9مې تر 15مې پورې د کراچۍ سنټرل، کراچۍ ختيځ، کوهاټ او کويټه کې د پوليو وایرس موندلی دوی وايي، وايرس له افغانستان څخه د خپور شوي چې دا ډول یې په 2021 کې له پاکستان څخه له منځه تللی و تفصیل د صدام حسېن خان په رپورټ کې.
د خېبر پښتونخوا د بټګرام ضلعې يوسف خان وايي، پينځه لوڼه يې واده کړي خو د شپږمې لور رخصتي يې يو ارمان دی. د یوسف خان دا لور پولیو معذوره کړې او هغه وايي دومره وس نه لري چې لور ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي. نور حال صدام حسین خان وړاندې کوي.
خيبر پښتونخوا په بټګرام ضلع کې د پوليو کارکوونکو ستوونزې
د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ ضلع کې د پوليو وایرس په اړه د پوهاوي لپاره یو سټيج تياتر ترسره شوی دی. د دې تیاتر نندارې ته د صحت چارواکو ترڅنګ مشران او کشران هم ورغلي وو. تفصیل د صدام حسین خان په رپوټ کې.
د خېبر پښتونخوا په غرنۍ ضلع بټګرام کې درې خوېندې د پوليو وایرس له وجې په پښو معذوره شوي کروندګر پلار یې وايي نه شي کولی چې د لوڼو ټول ضرورتونه پوره کړي. تفصیل د صدام حسین خان په راپور کې.
د خيبر پختونخوا مرکزي ښار پېښور کې د پوليو د اګاهۍ په هکله په يو شخصي ښوونځي کې د سټيج تياتر ننداره شوې
د خېبر پښتونخوا په امنيت نظر ساتوونکي خبریالان وايي په صوبه کې د پوليو وايرس مودجودګي یا د نوو کېسونو یو لوی علت د صوبي په سويلي سيمو کې د ترهګرۍ پېښې او په ځینو علاقو کې د امنیت د ناسمو حالاتو له کبله د پوليو ضد مهمونه ځنډېدل دي