لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د پولیو پېښې په کمېدو دي خو په پاکستان کې یې کمپېنونه له بریدونو سره مخ دي


د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د پولیو ناروغۍ په ضد د وېکسین کمپېن د وسلوالو بریدونو له کبله له ستونځو سره مخ دی، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دا کمپېنونه په کامیابۍ تر سره کېږي او طالبان وایي د پولیو پېښې کمې شوې دي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر قلندر عباد د جنورۍ په 11مه په اسلام اباد کې د روغتیا نړیوال کانفرنس ته ویلي، په افغانستان کې د ملېریا او ډېنګي تبې پېښې په زیاتېدو دي، خو وایي د پولیو په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پولیو وایرس له افغانستان او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له ختم شوی دی. په 2023م کال کې په ټوله نړۍ کې د پولیو 12 پېښې ریکارډ شوې وې چې شپږ په افغانستان او شپږ په پاکستان کې وې. په روان کال کې په دغو دواړو هېوادونو کې د پولیو نوې پېښه نه ده رپوټ شوې.

په اسلام اباد کې د روغتیا په نړیوال کانفرانس کې د امريکا او ملګرو ملتونو په ګډون د 70 هېوادونو او نړيوالو ادارو استازو ګډون کړى وو، د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد کانفرنس ته په وینا کې وويل:

"پوليو لا هم د افغانستان او پاکستان لپاره يو جدي ګواښ دى. په افغانستان کې ددغه وایرس د ختمولو لپاره موږ خپلې وروستۍ هڅې کوو، له نېکه مرغه موږ په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې لرلې دي."

د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په دغه هېواد کې د پولیو وېکسین د کمپېن کیفیت او سیمه پراخه شوې ده.

بل لور ته د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د روان کال په پیل کې په پوليو ټيمونو بريدونو او بيا د پوليو مهم ځنډولو د ماشومانو راتلونکی له لوی خطر سره مخامخ کړی دی.

څيړونکي وايي دغو بريدونو د پوليو وایرس د بشپړ ختمولو کار لا ګران کړو ځکه چې وایي کېدای شي د دغو ټیمونو په امنیت ساتلو ګومارل شوي پولیس عسکر د مناسبو امنیتي تدابیرو د نشتوالي له کبله له خپلو دندو انکار وکړي.

په خيبر پښتونخوا کې په پوليو ټيمونو او له دوی سره د ساتنې لپاره په ګومارل شويو پوليسو باندې د وسله والو بريدونو حکومت له چيلنج او د پوليو وایرس د خمتولو کار او کمپېن لا نور هم ګران کړي دي.

خبریال او د حالاتو څېړونکی رفعت اورکزی وایي، "يقيناً دا اوس يو ډېر چېلنجنګ کار جوړ شوی دی، تېر څه وخت نه مونږ ګورو چې تقريباً پينځو کالونو راهسې په پوليو کارکوونکو او په پوليو ټيمونو بريدونه ډير سېوا شوي دي".

د روان کال د ړومبي پوليو کمپاين په وخت 10 پولیس وژل شوي دي، دوه پوليس د پښتونخوا په جنوبي ضلع بنو کې او اته په باجوړ کې په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

څېړونکي وايي د پوليو کمپېن پر مهال اوس زياتره پوليس په نخښه کيږي خو بيا هم په پوليو کارکوونکو کې ويره سېوا کيږي او دا نېغ په نېغه په کمپېن بدې اغېزې کوي.

خبریال او څېړونکی شمس مومند وایي، "چې ريښتيا راځي دروغو به کلي وران کړي وي، لکه د پوليو ضد څاڅکو په باره کې چې لس اته کاله مخکې کومه پروپېګنډه چلېدلې وه، تر اوسه پورې حکومت د هغې مخنیوی ونه کړو، حکومت ته د دې لپاره کوټلي ګامونه اخيستل پکار دي".

په تېر 2023م کال کې په پښتونخوا کې په پوليو ټيمونو 14 بريدونه شوي وو چې اووه تنه پکې وژل شوي، 13 ژوبل شوي او پينځه تښتول شوي وو.

د خیبر پښتونخوا قبايلي او جنوبي برخې د پوليو وایرس په حقله زياتې حساسي ګرځول شوې دي او د بدامنۍ زياتره پېښي هم له دغو سيمو څخه رپورټ کيږي.

پاکستان او افغانستان هغه دوه هيوادونه دي چې لا هم د پوليو وایرس پکې موجود دی او د دوی د پاره يو "پيغور" خو د نورې نړۍ لپاره يو خطر ګڼل کيږي. خيبر پښتونخوا په 2022م کې د پولیو 20 کېسونه او تېر کال يې څلور پېښې رپورټ کړې وې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG