پاکستان
پاکستان حج پاليسي اعلان کړې، په حج به څومره خرچه راځي؟
پاکستان د 2025م کال دپاره د حج پاليسي اعلان کړې، چې له مخې به یې د سرکاري حج سکيم مصرف د 10 لکه 75زور نه تر 11 لکه 75زرو روپو پورې راځي.
د پاکستان مرکزي مذهبي چارو وزير چودري سالک حسېن پرون په 11م نومبر حج پالیسي اعلان کړې ده.
هغه ويلي، د راتلونکي حج دپاره د پاکستان کوټه يو لک 79,210 ده، او په دې کې نيمه برخه سرکاري او نيمه شخصي مقرر کړل شوې چې نيمه یې نزدې 90،000 جوړيږي.
نوموړي ويلي، را روان کال به په يو حج باندې د 11لکه 75زرو روپو پورې لګښت راځي، تېر کال دا مصرف 10لکه 75زره روپۍ وو.
د سالک حسېن په خبره، دې ځل له د حج سکيم کې اسانتياوې جوړې کړل شوي دي.
هغه ويلي، د سرکاري حج دپاره د خواست جمع کولو په وخت به دوه لکه روپۍ جمع کول وي، او د قرعه اندازۍ يا چې د چا نوم د حج سکيم کې منظور شي، په لسو ورځو کې دننه به څلور لکه روپۍ جمع کوي او پاتې پيسې به د فرورۍ 2025م په لومړو لسو ورځو کې جمع کوي.
د مذهبي چارو وزير ویلي، د سرکاري حج سکيم دپاره د سپانسر کوټه پينځه زره ځانګړې کړل شوې او په دغه سکيم کې د شامېلېدو دپاره به د بېنکونو د لارې د بهر ملک څخه پيسې راليږي.
هغه زياته کړې، د شخصي حج سکيم کې د سپانسرشپ کوټه 30زره سيټونه ځانګړي کړل شوي او هغو کسانو ته به لومړيتوب ورکول کيږي چې چا مخکې خواستونه جمع کړل.
د سرکاري حج دپاره زياتې ورځې 42 او کمې ورځې د 25 پورې مقرر کړل شوي دي.
چودري سالک حسېن ویلي، د سعودي عرب د تعلیماتو ترمخه، د 12 کالو نه د کم عمر ماشوم به حج له نه شي تللی، د هغې علتونه یې ګرمي يا تود موسم او نور یاد کړي دي.
مرکزي وزیر زياته کړې، که د خواستونو د وصولۍ د وروستۍ نېټې څخه وړاندې څوک پيسې واپس اخلي نو پوره پېسې به ورته مېلاويږي، او قرعه اندازۍ وروسته به ترې 50زره روپۍ او د درېم قسط وروسته به ترې دوه لکه روپۍ کټ کولی شي.
هغه ويلي، د لسمې فرورۍ وروسته که څوک د حج نه پاتې کيږي هغو ته به واپس پیسې نه ورکول کيږي، او که څوک مړ شو هغه ته به ټولې پيسې بيرته ورکول کيږي.
تېر کال مصري چارواکو ويلي وو، د حج په وخت د تود موسم له امله د 1000 زيات کسان مړه شوي وو.
ويل شوي وو، حج له په تللو دغو مړه شوو کسانو کې 58 پاکستانيان وو. او په نورو کې تر ټولو زيات 165 د انډونيشيا وګړي مړه شوي وو. همدا شان خبر ورکړی شوی وو چې دوه امریکایي زیارت کوونکي هم مړه شوي وو.
چين ويلي، د ترهګرۍ ضد عملياتو کې به د پاکستان مرستې جاري ساتي
پاکستان کې په وروستيو کې په چينايي وګړو حملې شوې، چين په يادو حملو په ولسي کچه اندېښنې څرګندې کړې او د پاکستان نه یې په چينایانو حملو کې د ککړو پرضد عملياتو او چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د اقداماتو په کلکه غوښتنې کړې وې.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د چين د بهرنيو چارو وزات يو وياند پرون په 11م نومبر ويلي، چين به د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پاکستان مرستې جاري ساتي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لن جيان په پايتحت بيجنګ کې خبري غونډې ته ويلي، د چين او پاکستان اړيکې خرابوونکو ټولې هڅې به ناکامه کولی شي، عزم او وړتيا یې لري.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې د ډزو په پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شو وو.
له دې وړاندې تېر د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.
چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.
د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.
پرون په 11م نومبر د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو وزير ضياالحسن لنجار ويلي، په کراچۍ کې د هوايي ميدان په خله کې د چينايانو په قافله ځانمرګی برید شوی او په دغه بريد کې يو ځانمرګی او دوه سهولت کار یې شامل وو، په دغو شاملو کسانو کې يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي او د نورو نيولو دپاره علميات دوام لري.
د ياد ځانمرګي په وخت پوليس چارواکو هغه وخت ويلي وو چې د تېلو په ټېنکر اور لګېدلی او چاودنه یې ترې شوې وه.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ د هوايي ميدان نه بهر په چينايانو شوی بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".
په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې په ولسي کچه پاکستان کې د چينايي وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
هغه ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.
د چينايي سفير د بيان په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کولو.
ملګري ملتونه وايي په پاکستان کې ککړې مضرې هوا ۱۱ مېلین ماشومان د خطر سره مخامخ کړي دي
ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې د پاکستان د ټولو نه د زیاتې ابادۍ صوبې پنجاب کې انتهايي خیچنې هوا د خلکو صحت او په خصوصي توګه د پينځو کلونو نه د کم عمر ماشومان د خطر سره مخامخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د پنجاب په مرکزي ښار لاهور او په ځینو نورو ضلعو کې په تېره هفته کې د هوا د ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د هوا د مېعار نه ۱۰۰ چنده زیاته شوې وه.
یونېسېف وویل د لسګونو په شمېره کې د ماشومانو په شمول په سلګونو خلک په سختو ځپل شویو ښارونو کې هسپتالونو کې داخل کړی شوي دي. د ادارې په قول د فضا د خيچنوالي کچه دومره زیاته ده چې د خلا نه هم لیدل کېږي.
په پاکستان کې د یونېسېف نماینده وویل عبدالله فاضل د ماشومانو په اړه د تشویش اظهار وکړو چې د هغه په قول په خیچنا او زهرجنه هوا کې ساه اخلي.
هغه غوښتنه وکړه چې په سمدستي ډول دې ګامونه واخیستل شي چې په هوا کې ککړتیا کمه کړی شي او د ماشومانو د صحت تحفظ وکړی شي. هغه دې خبرې ته هم پاملرنه وکړه چې د هوا ککړتیا تر رېکارډ حده د زیاتېدو نه مخکې هم په پاکستان کې د پينځو کلونو نه د کمر عمر ماشومانو ۱۲ فیصد مرګونه د هوا د خیچن والي سره تړلي وو.
په تېرو څو کلونو کې سموګ يا په فضا کې خیچن والی او دهند د پنجاب حکومت دپاره لویه مسله جوړه شوې ده. تحقیقي رپورټونه وايي د دې په لویو وجوهاتو کې د موټرو لوګی، دوړا او په پټو کې د بله بوټو سوزولو دپاره اورونه ګڼل کېږي.
د لاهور اوسېدونکي مطبوعاتو سره مرکو کې وايي د لوګي دلاسه يې سترګې او مرغۍ یا غاړې خرابېږي.
د پنجاب په سختو ځپل شویو ضلعو کې سکولونه د نومبر د میاشت تر نیمايي پورې تړل شوي دي. پارکونه، د لوبو مېدانونه، تفریحي مقامات او د ژوبڼونه د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې بند کړی شوي دي.
صوبايي حکومت د هر چا دپاره په پوزه ماسک لګول لازمي کړي دي او ۵۰ فیصد کارکوونکو ته يې کور نه د کار امر کړی دی چې ګرین لاک ډاون یا زرغون لاک ډاون بلل کېږي.
د یونېسېف استازي فاضل په دې اړه د تشویش اظهار وکړو د سموګ دلاسه د ۱۶ مېلین ماشومانو د زدکړې عمل سکولونو د بندېدو په سبب ځنډېدلی دی.
د "ګلونو ښار" پېښور هوا د زیاتې ککړتیا په سبب د انساني صحت دپاره نقصاني بلل کېږي
د خیبر پښتونخوا سر ښار پپښور چې په یو وخت کې د ګلونو ښار بلل کېدو د هوا معیار او د خیچنوالي کچه يې دومره سیوا چې د فضا د معیار جائیزه اخیستونکې بیله بیلو عالمي ادارو او ايپس باندې دا فضا غیر صحت موندل شوې ده.
پیښور کې پوهان وایي، په دې ښار کې د فضا الودګی ډیره سیوا ده، خو دا زیاتره خلکو ته په ژمي موسم کې د لړې یا لوګي په شکل ښکاري.
دغه لوګی یا سموګ څه دې او دغه قسمه الودګی یا خیچنوالې څنګه راکم کیدې شی؟ په دې اړه د پیښور پوهنتون د ماحولیاتي علومو د شعبې مشر، پروفیسر ډاکټر محمد نفیس وایي فاګ یا لړې سره چې کله خیچن لوګي یا سموک ګډ شی نو دغه سموګ خیچن والې د صحت لپاره ډیر زیات خطرناک شي. اوړی کې دغه هوا ګرمه وي نو سپکه وی او بره ځی ځکه د سموګ مسئله نه جوړیږی خو ژمي کې دا مسئله زیاته وی.
پروفېسر نفیس وايي انسانان چې کله ساه اخلي نو په خیچنه هوا کې معلق ذرات د خلکو پړپوس ته ورځي او بیا مختلفې بيمارۍ پېدا کوي لکه د سترګو خرابېدل، څرمن خرابېدل او د الرجي مریضانو دپاره هم مشکلات پېدا کوي.
پوهان وائ پيښور او لاهور چې د دریابونو په غاړه دي، د دوی د تپ او بړاس یا فاګ او د ښار لوګیو د وجې دلته سمګ زیات وي.
پروفیسر ډاکټر محمد نفیس وايي د تحقیق نه يې معلومه شوې چې د هوا معیار د کارخانواو د ګاډو لوګیو د وجې دې ښارونو کې ډیر خراب دی او خلکو کې اګاهی او د ماحول او ټریفک په حقله قانون عملدارۍ او د خلکو مرستې سره تر څه حده دې فضايي خیچنوالی کې کمې راتلې شی.
هغه وايي په کارونو کې د ډيزل په لویو ګاډو پابندي ده خو په دې عمل نه کېږي، هم دغه شان په پېښور کې په لویه شمېرې کې رکشي او په رکشو کې استعمالېدونکي پېټرولو کې موبل ایل ګډېږي، په کورونو کې دې د خځله او پلاسټېک نه سوځول کېږي او د اونو بوټو کرلو ته دې د توجه وکړی شي.
په تاریخ کې د ګلونو ښار په نوم د یاد شوي پیښور د هوا معیار په حقله عالمی راپور ونو کې د پاکستان خیچن ښارونو کې شامل دی او د پیښور هوا مېعار په ائیر کوالټی انډیکس په ۱۸۲ درجه دی چې غیر صحت مندانه درجه ده. دغه درجه بندی کې ده سل نه پاسه درجه کې هوا صرف څه د زیات عمر خلکو او وړو لپاره غیر صحت مند وي او د ۱۵۰ نه د پاسه هر کس دپاره دغه هوا کې ساه اخیستل خطرناک وي او د دې نه بره د هوا خیچنوالی انتهایي غیر صحت مند ګرځولې شوې.
د سموګ په سبب د پاکستان د پنجاب صوبې دوکانونو، بازارونو او مالونو ته امر کړی چې د ګل د ورځې نه دې زر بندیږي چې دا ډول د خرابې هوا په وجه پېدا کېدونکو ناروغو مخه ونیول شي. په صوبه کې سکولونه، پارکونه او ژوبڼې د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې تړل شوي دي.
د په سوېس کې مېشته د هوا د مېعار د څارنې اداې ايي کیو اېیر د درجه بندۍ ترمخه لاهور فضا د دنیا خيچن ترینا فضا ده.
د پنجاب حکومت د اتوار، يکشنبې، په ورځ د جاري امر ترمخه، په لاهور، ملتان، فېصل اباد او ګوجرانواله ضعلو کې د سترګو، مرۍ او د ساه په ناروغو کې غېر معمولي اضافه شوې ده.
د جنوبي وزيرستان او ټانک اوسېدونکي د عدالتونو بيرته خپلو علاقو ته ستنولو غوښتنه کوي
د جنوبي وزیرستان او ټانک ضلعو اوسېدونکي وايي، د امنیتي اندېښنو له امله چې د جنوبي وزیرستان (کوز او بر) او ټانک ضلعو عدالتونه د اکتوبر د میاشتې راهیسې ډېره اسماعیل خان ته منتقل کړل شوي، دوی عدالتونو او د انصاف لاس رسي کې د مشکلاتو سره مخ شوي دي.
ځايي خلک وايي، هره ورځ ډېره اسماعیل خان ته تګ راتګ کوي، خو د کچهرو يا عدالتونو د ریکارډ نشتوالي له امله ګڼ شمېر مقدمې ځنډېدلې دي او زیات شمېر بندیان لا هم په زندان کې بند پاتې دي.
نیاز محمد په ټانک ضلع کې زرګر دی، وايي، د خپل زوي د یو معمولي لفظي شخړې، په مقدمه کې انصاف ته په تمه دی. نوموړي وايي، هره ورځ ډېره اسماعیل خان ته ځي. خو عدالتي کاروایي نه کیږي.
د نوموړي په خبره، په خپله زرګر دی او زوی یې یو میډیکل سټور لري او د دې ستونزې له امله یې کاروبار اغېزمن شوی دی.
هغه وویل، "نن څلورمه ورځ ده چې دوکان مې بند کړی او دلته راغلی یم، خو هر ځل یوازې د راتلونکې نېټې په ورکولو واپس بيا راځم. که عدالتونه په خپله سیمه کې وی، نو لږ تر لږه د کاروبار نقصان به مو نه وو".
د عدالتونو د انتقال په خلاف وکیلانو د کچهرۍ يا عدالت ریکارډ په تالو بند کړی، چې له امله یې عدالتي چارې لا زیاتې اغیزمنې شوې دي.
د ټانک د وکیلانو اتحادیې غړي وکیل خېر محمد د عدالتونو د انتقال پرېکړې په مخالفت کې وویل، "دا د عدالتونو انتقال د خلکو په انصاف حمله ده".
هغه وویل په 2010م کال کې حالات تر دې زیات خراب وو خو هغه وخت عدالتونه منتقل نه شول، او قاضیان به هلته ناست وو فیصلې به یې کولې.
خېر محمد زیاته کړه، دا پرېکړه د منلو وړ نه ده ځکه "د څو قاضیانو لپاره په لکونو خلک اغېزمن کېږي".
"مونږ په متفقه ډول فیصله کړې ده چې د خلکو تکالیف نور نه شو زغملی، او تر هغو به مو مبارزه جاري وي تر څو عدالتونه خپلو سیمو ته واپس راوړل شوي نه وي".
د عدلیې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او اې ډیوه ته وویل، د پېښور هايکورټ د پرېکړې په رڼا کې د دغو ضلعو عدالتونه ډېره اسماعیل خان ته منتقل کړل شوي دي، او چارواکو د خلکو آسانتیا لپاره د ویډیو لنک اسانتیا اعلان کړی دی، خو د خلکو په وینا دا اسانتیا تر اوسه په مناسب ډول نه دی فعال شوی.
د ټانک ډپټي کمشنر تیمور خان د سیمې د امنیت په اړه وویل، "په ټانک کې حالات بلکل د معمول مطابق دي او داسې هیڅ پېښه نه ده شوې او په ججانو بریدونه یوازې د تګ راتګ پرمهال په ډېره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي. د هغه په وینا، په سیمه کې د امن او امان ساتلو لپاره پولیس او پوځ موجود دي.
د نیاز محمد په څېر سلګونه کسان د انصاف په تمه دي، او د دوی په وینا، هره ورځ ډېره اسماعیل خان ته تګ راتګ د دوی مالي تاوان هم کوي او انصاف ترلاسه کول ورته ګران شوي دي.
نیاز محمد وویل، "دلته نه د وکیل پېژنو او نه بل څوک، زمونږ په ضلعه کې غریب خلک دي، د کرایې پیسې هم نه لري، او روزانه مزدوري کوي چې هغه هم ضایع کېږي".
د دغو ضلعو خلکو د اکتوبر په 27مه ټانک ضلعه کې د عدالتونو انتقال پرضد لویه احتجاجي مظاهره کړې وه او ویلي وو چې دا پریکړه د خلکو د بنیادي حقونو خلاف ورزي ده او ادارې په خپلو زمه وارو کې پاتې راغلې دي.
خلکو غوښتنه کړې، چې عدالتونه دېب ژر تر ژره بيرته خپلو سیمو ته انتقال کړل شي.
Forum