پاکستان
د طالبانو حکومت د کوټې چاودنه غندلې، د پاکستان د پوځ مشر ویلي ترهګري به ونه زغمي
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې شوې چاودنه غندلې ده چې پکې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي دي.
په دې ځانمرګي برید کې د وژل شویو پوځیانو جنازه د شنبې- خالي په ماځیګر د کوټې ښار په پوځي چاوڼۍ کې شوې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر، د صوبې د ګورنر او وزیراعلی په ګډون د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر هم پکې ګډون کړی دی.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر په خپل بیان کې ویلي، د پوځ مشر له جنازې وروستو د کوټې په پوځي روغتون «سي ايم ايچ» کې له ټپي پوځیانو سره لیدلي او ویلي یې دي، ترهګري به هيڅکله ونه زغمل شي.
په بیان کې د پوځ د مشر له خولې "د دې ګواښ [ترهګرۍ] د ختمولو لپاره د قوم هوډ او اراده بيا تکرار شوې او وایي هغه ټینګار کړی چې دغه کار به په پوره قومي عزم او ګډه اراده سره پرمخ بېول کیږي:
"هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د پاکستان د ټولو پوځي او ملکي ادارو د هڅو تر څنګ د هېواد د پرامنه او سوکاله راتلونکي د خوندي کولو لپاره د پاکستان د خلکو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري".
د کوټې په رېلوې سټېشن کې د شنبې- خالي په سهار ځانمرګی برید په داسې وخت شوی وو چې د جعفر ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له کوټې پېښور ته د روانېدو په حال کې وو. امنیتي سرچینې وایي رېل ګاډی لا په پلیټ فارم نه وو ولاړ چې دغه وخت د ټکټونو د خونې څنګ ته یوه درنه چاودنه وشوه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کوټه کې دغه چاودنه غندلې او په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس په خپاره کړي بیان کې لیکلي:
"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي".
د دې چاودنې ذمه واري د بلوچ لیبرېشن آرمي په نوم بلوڅ خپلواکي غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې دی.
د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي، د دوی د مجید بریګیډ یو ځانمرګي دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو پر یوه ډله کړی چې وایي دغه پوځيانو غوښتل له پوځي ټرېننګ ختمولو وروسته بیرته له کوټې ستانه شي.
په پېښه کې اکثر ټپي کسان د کوټې ښار د سېول روغتون ټراما سنټر ته وروړل شوي او ځینې خصوصاً پوځیان د ښار پوځي روغتون سي ایم ایچ ته وړل شوي دي. د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند ویلي، په ژوبلو کسانو کې د 10 کسانو حالت نازک دی.
د پاکستان د بشري حقونو ازاد کمیشن وایي، د کوټې په چاودنه باندې "بوږنېدلی" دی او په یو بیا کې ویلي، بلوچستان مخکې هم له ډېر تاوتریخوالی سره مخ شوی وو خو وایياوس پکې د وسلوالو بریدونه په چټکۍ سره په معمول بدلیږي:
"وفاقي او صوبايي حکومتونه باید په سمدستي توګه له سیاسي قوتونو سره پراخې خبرې اترې پیل کړي او په صوبه کې د وسلوالو بریدونو د مخنیوي لپاره بیړني ګامونه واخلي".
د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې په روان کال کې وسلوال بریدونه زیات شوي په ځانګړې توګه د پاکستان پر امنیتي ادارو باندې پرله پسې بریدونه کېږي چې اکثر یې په پښتونخوا کې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په بلوچستان کې بي ایل اې پر غاړه اخلي.
د نومبر پر لومړۍ نېټه هم د بلوچستان په مستونګ سيمه کې هم بمي چاودنه شوې وه چې پکې نهه تنه وژل شوي او اوولس زخمیان شوي وو. په چاودنه کې په وژل شویو کسانو کې يو پوليس او د سکول څلور ماشومان هم شامل وو.
د پاکستان حکومت او پوځ په روان کال کې تحریک طالبان پاکستان ته د "خوارج" نوم استعمالول پیل کړي او د دې ډلې په ګډون یې بي ایل اې هم د ملک لپاره لوی خطر بللې ده.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم په تېره ستمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي وو، ټي ټي پي په یوه لویه نړیواله ترهګره ډله بدلېدونکې ده چې ویل یې اوس له خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو لکه "مجید بریګېډ" سره هم همږغي لري.
لکي مروت کې د ايف سي پخوانی افسر نامعلومه کسانو وژلی
د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت سره تړاو لرونکی د فرنټیر کور پخوانی افسر صوبېدار زیت الله بیټنی په ټانک کې نامعلومو کسانو په ډزو وژلی دی.
د هغه د خپلوانو په وینا، زیت الله بیټنی دوه ورځې وړاندې د زیارت په ورځ د خپل ډرایور سره ټانک ته روان شوی و، خو ډرایور تر اوسه بې درکه دی.
د ټانک پولیسو په وینا، د زیت الله مړی تېره شپه پټان کوټ سیمه کې وموندل شو، او هغه په ډزو وژل شوی و.
پټان کوټ د ټانک ښار نه نیزدې درې کیلومتره لرې ختيځ د بنو په مرکزي سړک موقعت لري.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.
د زیت الله بیټنی د قتل په غبرګون کې د لکي مروت په تجوړۍ سیمه کې احتجاج هم شوی دی.
د سیمې منتخب استازي او د بیټنی سب ډویژن چیئرمېن مولانا انور شاه په دې پېښه خواشیني وښوده او د قاتلانو د ژر نیولو غوښتنه یې وکړه.
د هغه په وینا، زیت الله بیټنی تل د سیمې د امن او پرمختګ لپاره هڅې کولې.
د وژل شوي تن د کورنۍ د معلوماتو له مخې، زیت الله په ۲۰۰۴ کال کې د فرنټیر کور نه د صوبېدار په عهده ریټایر شوی و. له هغې وروسته یې د اردو اخبار “ایکسپریس نیوز” سره د فری لانس خبریال په توګه کار کاوه، او په سیمه کې یې د قبایلي مشر په توګه هم خدمتونه ترسره کول.
د سیمه يیز خبریال شاکر بیټنی په وینا، هغه د سیمې په بېلابېلو مظاهرو کې فعاله و، او د سیمې د بډو اخیستنې، تاوتریخوالي او پرمختګ د ستونزو په اړه یې احتجاجونه کول.
د انتظامیې په وینا، زیت الله بیټنی له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، کله چې تېر کال په سیمه کې حالات خراب شول، هغه د لکي مروت ګنډي چوک ته کډه وکړه او هلته یې د خپلې سیمې نه لرې په کډوالۍ کې یې د کاسمیټکس کاروبار پیل کړی و.
خو د سیمې د ستونزو د حل لپاره به هغه خپلو خلکو ته تللو او په خپلو ویناوو کې به یې په سیمه کې روانې بدامنۍ باندې سختې نیوکې کولې
د کوټې ځانمرګي برید کې د 14ؤ پوځيانو په ګډون د وژل شوؤ شمېره 26ته رسېدلې، بي ایل اې یې ذمه واري منلې
د کوټې په ځانمرګي برید کې د 14 ؤ پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ تر 60ؤ زیات نور ژوبل دي ، روغتیایي سرچینې وایي په ژوبلو کې هم تر نیمایي زیات پوځيان دي چې د ځېنو حالت پکې د اندېښنې وړ دی.
بلوچ بیلتون پاله وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي یا بي ایل اې د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې د شوي ځانمرګي برید پړه پغاړه اخستې اؤ وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ویلي چې د بېګناه وګړو وینو تویوونکو ترهګرو ته به د خپل دې ناوړه عمل دروند قیمت پرېکول وي.
د خالي په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې یو ځانمرګي برید شوی چې د چارواکو په وینا 26 کسان پکې وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي دي.
د کوټې ایس ایس پي محمد بلوچ رسنیو ته ویلي داسې ښکاري چې دا یو ځانمرګي برید ؤ.
پولیس سرجنې ډاکټر عایشه فیض ډیوه سره خبرو کې پخلی کړی چې په دې چاودنه کې 14 پوځيان وژل شوي اؤ تر 60 پورې کسان ژوبل شوي چې په ژوبلو کې هم تر نیمایي زیات پوځيان دي.
هغې وویل په ژوبلو کې د ځېنو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی. خو د کوټې ډپټي کمشنر سعد بن اسد بیا ډیوه ته ویلي چې په دې چاودنه کې 10پوځيان وژل شوي دي
چاودنه د خالي یا شنبې په سهار هغه مهال شوې چې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي د کوټې څخه پېښور ته د تګ تابیا نیوله.
امنیتي سرچینې وایي ریل ګاډی لا په پلیټ فارم نه ؤ ولاړ چې په دعه مهال د ټکټونو د خونې تر څنګ یوه درنه چاودنه وشوه .
د کوټې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي محمد بلوچ ویلي چې د چاودنې په مهال په ریلوی سټېشن کې تر ۱۰۰ زیات کسان موجود وؤ اؤ هغوي کې زیاترو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل تنان د کوټې سول اؤ نورو روغتونو ته رسول شوي اؤ په هسپتالونو کې بېړنی وضعیت پرځای کړل شوی دی.
له پېښې وروسته بیلتون پاله بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پخپل یو بیان کې ددې برید ذمه واري قبوله کړه اؤ وې ویل دا ځان وژونکی( چې هغوي ورته فدایي ویلي) برید د پاکستاني پوځ په عسکرو شوی دی.
د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په جاري کړي یو بیان کې ویلي د هغوي د مجید بریګیډ د یو ځانمرګي لخوا دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو په یوه ډله شوی چې دغو پوځيانو په پوځي مکتب کې له کورس ختمولو وروسته غوښتل په جعفر ایکسپریس نومې ریل کې بېرته ستانه شي.
د پاکستان پوځ د بي ایل اې دې دعوې ته لا هیڅ غبرګون نه دی ښودلی اؤ نه یې هم لا ددې چاودنې په اړه کوم بیان جاري کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په دې خونړۍ چاودنه خواشیني ښکاره کړې اؤ ویلي یې دي ترهګرو ته به د بېګناه انسانانو د وژنې قیمت پرېکول وي.
پخپل یو بیان کې ښاغلي شهباز شریف ویلي حکومت اؤ امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ نوغي ویستلو ته په بشپړ ډول چمتو دي اؤ ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي چې د بېګناه وګړو د ژوند سره لوبې وکړي.
وزیراعظم د بلوچستان د صوبایي حکومت څخه ددې پېښې په اړه تحقیقاتي رپورټ هم غوښتی دی.
د بلوچستان صوبې وزیراعلا ویلي په دې پېښه کې ککړ ترهګر ددې جوګه نه دي چې انسانان ورته وویل شي .
پخپل یو بیان کې هغه ویلي ترهګر له انسانیته غورځېدلي اؤ د هغوي د نابودولو لپاره به اقدامات دوامداره ساتل کیږي.
تر دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نیټه بي ایل اې د کراچۍ هوایي ډګر نه بهر د چینایي وګړو په قافله د شوي هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم پغاړه اخستې وه چې دوه چینایي وګړي پکې وژل شوي وؤ اؤ یو بل د چین وګړی پکې ژوبل شوی ؤ.
له دغه برید وروسته بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې وه چې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ له نړيوال هوايي ميدانه تلونکو د چينايانو له کاروان سره جنګولی اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.
ددغو بریدونو پړه هم یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې دعوه کړې وه چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه وه تایید کړې.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.
بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.
پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.
د کوټې په ریلوی سټېشن کې ځانمرګي برید،۲۲ کسان وژل شوي،۴۰ ژوبل
د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان د سرښار کوټې په ریلوی اسټیشن کې ځانمرګي برید شوی چې د چارواکو په وینا په دې برید کې ۲۲ کسان وژل شوي اؤ تر ۴۰ؤ زیات نور ژوبل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دا چاودنه د خالي یا شنبې په سهار هغه مهال شوې چې د جعفر ایکسپریس په نوم ریل ګاډي د کوټې څخه پېښور ته د تګ تابیا نیوله.
امنیتي سرچینې وایي ریل ګاډی لا په پلیټ فارم نه ؤ ولاړ چې په دعه مهال د ټکټونو د خونې تر څنګ یوه درنه چاودنه وشوه .
د کوټې د پولیسو مشر یا ایس ایس پي محمد بلوچ بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې دا یو ځانمرګي برید معلومیږي اؤ په اړه یې پلټنې پیل شوي.
هغه ویلي د چاودنې په مهال په ریلوی سټېشن کې تر ۱۰۰ زیات کسان موجود وؤ اؤ هغوي کې زیاترو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پولیسو مشر ویلي ، دپېښې د ځای څخه شهادتونه راټولولی شي اؤ پلټنې دوام لري.
د پېښې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ په پېښه کې د وژل شوؤ کسانو جسدونه اؤ ژوبل تنان یې د کوټې سول روغتون ته انتقال کړي دي.
پولیس سرجنې ډاکټر عایشه فیض بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې په دې چاودنه کې د ۲۲ کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی اؤ ویلي یې دي چې تر ۴۰ؤ زیات ژوبل تنان هم هسپتال ته ور وړل شوي دي.
د کوټې د سول هسپتال یو چارواکي ډاکټر نور الله وایي له چاودنې وروسته د کوټې سول هسپتال کې بېړنی وضعیت پځای کړل شوی اؤ د روغتیایي مرستو لپاره اضافي ډاکټران اؤ طبي مامورین رابلل شوي دی.
بیلتون پاله بلوچ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي(بي ایل اې) ددې برید ذمه واري پغاړه اخستې اؤ ویلي یې دي چې هغوي دا خودکش برید په هغو پوځيانو کړی چې یو کورس کې له برخې اخستو وروسته په جعفر ایکسپریس کې تلونکي وؤ.
خو د پاکستان پوځ یا حکومت لا په دې هکله څه نه دي ویلي.
د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي ددې چاودنې په سختو ټکو غندنه کړې اؤ چارواکو ته یې د پلټنو امر کړی دی.
پخپل یو بیان کې وزیراعلا بګټي ویلي د ترهګرۍ په زیاتره پېښو کې ککړ عناصر خپل انجام ته رسول شوي دي اؤ صوبه کې د ترهګرو په ضد عملیات دوامداره دي.
هغه ویلي حکومت هوډ کړی چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي ځکه چې دا ترهګر د ټول قام اؤ انسانیت دښمنان دي.
د پاړه چنار امن لاریون او انتظامیې تر منځ مذاکرات کامیاب، د پاړه چنار سړک په پرانستو اتفاق شوی
د پاړه چنار د امن لاریون د برخه والو اؤ د کورمې د انتظامیې تر منځ د پاړا چنار اؤ پېښور تر منځ د غځېدلې لویې لارې یا سړک پرانستلو په اړه مذاکرات کامیاب شوي دي .
د کورمې د حسینیه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ وایي د لاریون کوونکو اؤ انتظامیې جرګې پرېکړه کړې ده چې په وړومبي پړاؤ کې به په دې سړک یوازې د قافلو په بڼه د تګ راتګ اجازه وي اؤ له راتلونکې اوونۍ څخه به دا مرکزي سړک د هر رقم ټریفک لپاره پرانستل کیږي.
د سرچینو له مخې د پاړه چنار د مرکزي سړک په خوندي کولو له اتفاق وروسته د لاریون برخه والو د سمیر عباس زیارت په مقام د خپل احتجاجي پرلت د ختمولو اعلان کړی دی.
د کورمې د حسینیه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ رسنیو ته ویلي د لاریون کوونکو اؤ انتظامیې تر منځ شوې جرګه کې پرېکړه شوې چې په پاړه چنار سړک به اضافي چیک پوسټونه جوړولی اؤ سي سي ټي وي کیمرې هم لګولی شي.
د پښتونخوا صوبې د قبایلي ضلعې کورمې په زرګونو اوسیدونکو درې ورځې وړاندې له پاړه چناره تر صدې پورې د سولې په نوم لاریون پیل کړی ؤ او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي او ټولې تړلې لارې دې ژر تر ژره پرانیزي.
د نومبر پر اوومه د کورمې د حسینیه ټولنې مشر جلال حسین بنګښ د لاریون برخه والو ته په خپله وینا کې ویلي وؤ، چې دوی په تش لاس راوتلي دي او یوازینۍ غوښتنه یې په سیمه کې امن راوستل دی.
نوموړي ویلي وؤ "زموږ دا سوله ییز لاریون به د لارو تر پرانستلو دوام لري."
دا لاریون وروسته له هغې پیل شوی ؤ چې کله د نومبر پر پنځمه په بګن کې له ډاډ قمر سره نزدې له پېښوره د پاړا چنار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو موترو په یوه وسلوال برید کې دوه تنه ووژل شول او یوه ښځه ژوبله شوه.
تر دې وړاندې هم د اکتوبر پر ۱۲ د مقبلو د قوم د موټرو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه وژل شوي وؤ.
تر هغې وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزو غره ته پر تليو دریوؤ کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي وؤ.
ځایي انتظاميه وايي، د پرلت په غوښتنو کار روان دی، او اوړمه ورځ د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې هم د کورمې په امنيت بحث شوی دی.
د اېپکس کمیټۍ غونډه کې د پوځ کور کمانډر،د صوبې د پولیسو مشر اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده اؤ د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې هغوي کورمه کې د امنیت په وضعیت اؤ موجوده صورتحال بحث اؤ غور کړی ؤ.
رپورټونه وایي دغه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې سیمه کې د امن د ټینګښت ، دخلکو د سرونو اؤ مالونو د خوندي کولو اؤ د حکومتي واک پځایک ولو لپاره به ټولې لارې چارې په کار راوستلی شي.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په اووم نومبر اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي وؤ، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو اؤ سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.
د بشري حقونو کمېشن ویلي وؤ ، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.
د کمېشن ترمخه، روان کال د جولای د میاشتې په شخړو کې اندازً 49 کسان وژل شوي او لږ تر لږه 190 ژوبل شوي وو، په ستمبر کې بيا 21 کسان وژل شوي او اکتوبر کې 11 تنه وژل شوي، ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.
Forum