لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

جنوبي وزیرستان او راولپینډۍ کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوې شوې دي

په پاکستان کې امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو خېبر، جنوبي وزیرستان اؤ د پنجاب د راولپنډۍ سیمې تر څنګ یې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د خالي یا شنبې په ورځ پخپل بیان کې دعوه کړې امنیتي ځواکونو د خېبر په باړه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د وسله والو خلاف عملیات د حق یار اپریدي اؤ ګلا جان په نومونو دوه وسله وال وژلي دي.

آي ایس پي ار پخپل بیان کې وژل شوي کسان د خوارجو په نوم یاد کړي خو د هغوي نوره پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړې چې تعلق یې د کوم تنظیم سره دی.

پاکستان کې امنیتي ځواکونه د تېرو څو میاشتو راپدیخوا د ترهګرو لپاره د خوارجو اصطلاح کاروي.

پوځ دعوه کړې چې د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم امنیتي ځواکونو د وسله والو سره نښته کړې چې پکې یو وسله وال وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د پوځ د بیان له مخې دا نښته هغه مهال شوې چې د وسله والو یوې ډلې د افغانستان سره د ګډې پولې نه د پاکستان خاورې ته د راوښتو هڅه کوله .

د پوځ بیان کې دعوه شوې ده چې امنیتي ځواکونو د وسله والو پاکستان ته د را اوښتو هڅه شنډه کړې ده.

آي ایس پي ار ویلي پاکستان په مستقله توګه د افغان طالبانو په حکومت ټينګار کړی چې د ګډې پولې څارنه باید باوري کړي اؤ هیله یې ښکاره کړې چې د طالبانو لنډ مهاله حکومت به دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

افغان طالب چارواکو لا د پاکستاني پوځ دې څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی .

نزدې وختونو کې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بهیر زیات چټک شوی، پاکستاني چارواکي تورونه لګولي چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې امن د پاکستان خپله مسله ده اؤ دوي دې خپله ناکامي د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

د ترهګرۍ ضد محکمې [سي ټي ډي] دعوه کړې چې د پنجاب د راولپنډۍ سیمې تر څنګ په چکړي سیمه کې یې د یوې نښتې په مهال درې ترهګر وژلي دي.

د سي ټي ډي ویاند ویلي چې پولیسو یې تېره ورځ د ترهګرو د نیولو په موخه په سیمه کې عملیات کول چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې پېل کړې.

د سي ټي ډي د ویاند د دعوې له مخې د ترهګرو په ډزو کې د هغوي خپل درې ملګري وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې دا دعوه ازادو سرچینو نه ده تایید کړې اؤ په پاکستان کې اکثره مهال څېړونکي اؤ مطبوعات د سي ټي ډي دغسې دعوې دروغ اؤ د حقیقت نه لري بلي.

څېړونکي تور لګوي چې زیاتره مهال سي ټي ډي یو څوک له عدالت پرته پخپل سر وژني نو هغې ته بیا د مقابلې نوم ورکوي .

د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې ده چې چکري کې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې ځانمرګي جیکټونه،ټوپکې ، آي ډي بم اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.

سي ټي ډي ویلي د وژل شوؤ وسله والو د پېژندنې عمل روان دی اؤ وایي هغوي په راولپنډۍ کې د یوې سترې حملې منصوبه جوړه کړې وه.

په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې د ترهګرۍ بهیر زیات چټک شوي اؤ وسله والې ډلې زیاتره بریدونه په امنیتي ځواکونو کوي چې په دې بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ په سوونو امنیتي اهلکار وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ تازه لړۍ ته څېړونکي په څه نظر ګوري ؟

څېړونکي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ د تازه او زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي لپاره ضروري بولي چې پاکستان باید په چټکتیا سره د ترهګرۍ ضد تګلاره کې موجودې نیمګړتیاوې له مینځه یوسي.

په بنو، کورمه، او بلوچستان کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو یو شمېر بیانونه ورکړي دي خو څېړونکي وایي،د ترهګرۍ په وړاندې د سیاسي، حکومتي او ریاستي ډلو همکاري په نظر راتلل ضروري دي.

د کورمې د غمیزې په سبا د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د پېښور د بېړني سفر پر مهال د لوړې کچې یوې انتظامي غونډې ته وینا کې ویلي،چې د پاکستان پوځ د ملي امنیت په وړاندې د فعاله ترهګرو شبکو او غیر قانوني سازمانونو د بیخ ایستلو لپاره ژمن او کلکه اراده لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر یو ځل بیا په کابل غږ کړی چې پاکستان ضد ترهګرو ته دې پخپله خاوره کې ځای نه ورکوي.

بلخوا، حکومت په پښتونخوا کې د یو ټول ګوندیز کانفرنس د رابللو او کورمې ته د یوې سترې حکومتي جرګې د لیږلو اعلان کړی دی.

څېړونکي وایي، د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته د حکومت لخوا یوه قوي او روښانه تګلاره نه ښکاري.

د پېښور د صحافیانو د تنظیم خېبر یونین اف جرنلسټس مشر کاشف الدین سید ډیوه سره خبرو کې وایي "که د صوبایي حکومت ځواب وګورو، هغه بلکل صفر ښکاري. امنیتي ادارې خپل کار کوي او خلک وژل کیږي. زه ګڼم چې د حکومت په کچه ځواب شته، خو په هغه ډول نه دی لکه څنګه چې پکار دی"

ډان ورځپاڼې نن د خالي په ورځ په خپله اداریه کې لیکلي چې پښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ د نوي طوفان په منځ کې ښکېلې دي اؤ دا دواړه صوبې د جغرافیې او رقبې له لحاظه د نیمایي پاکستان نه زیات جوړوي.

پاکستان کې د څېړنیزې ادارې پېکس د اکتوبر میاشتې لپاره شمېرې ښيي چې یوازې په پښتونخوا کې د اکتوبر میاشت کې په ۳۵ ترهګریزو پېښو کې ۶۴ کسان وژل شوي وو، چې په دې کې ۴۹ کسان د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کارکوونکي وو.

په ستمبر کې د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار مشر ویلي وو چې په ترهګریزو بریدونو کې ۱۹۳ پوځي اهلکار وژل شوي دي. سږکال دغه ټولې شمېرې تر سوونو مرګ ژوبلو زیاتې شوې دي.

څېړونکی او خبریال علي اکبر ډیوه ته وایي "د حکومت ځواب مخکې پکار و چې سنجیدګي یې ښودلې وای. تر دې دمه داسې نه ښکاري چې حکومت یا ریاست د ترهګرۍ په خلاف سنجیده دی. دا یواځې پولیس ته کار سپارل نه دي، بلکې نور ګامونه هم ضروري دي"

په تېرو څو میاشتو کې د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې د وسله‌ والو د زیاتېدونکو فعالیتونو راپورونه په میډیا کې دوام لري.

که څه هم افغانستان د خپلې خاورې د پاکستان په خلاف د کارول کېدو تور نه مني، خو بیا هم څېړونکي وایي چې د سیمې د هېوادونو سره په شریکه دې ستونزې ته باید حل وموندل شي، او په پاکستان کې دې د وسله‌والو لپاره د خوندي ځایونو مخه ونیول شي

د سعودي عرب په اړه څرګندونو باندې د عمران خان د ښځې په ضد مقدمه درج کړل شوې

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د ښځې بشرا بي بي لخوا د عمران خان د حکومت په نسکورولو کې د سعودي عرب د رول په اړه څرګندونو ته د پاکستان حکومت کلک غبرګون ښودلی.

په پنجاب ایالت کې د بشرا بي بي په ضد د ټيلي ګراف ایکټ 1885 په اساس بیلابېلې مقدمې درج کړل شوې دي .

بشرا بي بي اوړمه ورځ پخپل یو ویډیو بیان کې دعوه کړې وه چې کله عمران خان په مدینه کې لوڅې پښې ګرځېدلی ؤ نو له هغې وروسته پخواني د پوځ سرلښکر (جنرال قمر جاوید باجوه) ته د سعودي چارواکو لخوا زنګونه وهل شوی وؤ او ورته ویل شوي وو چې" مونږ د ملک نه شریعت ختموؤ اؤ تا د دین ټیکدار دلته راوستی دی"

وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان د ښځې دا څرګندونې د ملک سره دښمني بللې ده اؤ ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنه کړي ترڅو د پاکستان ملي ګټو سره لوبې وکړي خو پاکستاني رسنیو بیا د پخوانی وزیراعظم عمران خان په حواله ویلي چې د سعوي عرب په اړه د هغه د ښځې بیان د اصل معنې یا سیاق او سباق نه پرته خپور کړل شوی دی.

د جنرال باجوه دریځ :

د پاکستان د پوځ پخواني مشر جنرال(ریټایرډ) قمر جاوید باجوه هم جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې د بشرا بي بي دعوه دروغ بللې ده اؤ ویلي یې دي هغه نه پوهیږي چې دا ښځه څه ستونزه لري؟

ښاغلي باجوه ویلي د بشرا بي بي بیان غیر ذمه دارنه اؤ سراسر بې بنیاده دی اؤ د سیاسي ګټو لپاره په بې بنیاده تورونو لګولو ملي ګټو ته زیان رسول پکار نه دي.

حکومتي غبرګون:

وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ خپل یو بیان کې د سعوي په اړه د بشرا بي بي څرګندونې ملک سره دښمني بللې اؤ ویلي یې دي چې د سعودي په ضد کرکژنه خبره کول د نه بښلو جرم دی.

د بشرا بي بي لخوا د عمران خان د حکومت په ختمولو کې د سعودي رول ته له اشارې کېدو وروسته د پاکستان د پنجاب صوبې په ډیره غازي خان، راجن پور اؤ لیه سیمو کې د هغې په ضد د ټیلي ګراف ایکٹ129، 1885 په اساس مقدمې درج کړل شوي دي.

په دغو مقدمو کې په بشرا بي بي تور لګول شوی چې د پاکستان اؤ سعودي عرب د اړیکو خرابولو سازش یې کړی دی.

ټيلي ګراف ایکټ څه شی دی؟

د پاکستان ټيلي ګراف ایکټ 1885 (The Telegraph Act, 1885) یو قانون دی چې په 1885 کال کې د بریتانوي هند په دوره کې جوړ شوی و، او د ټيلي ګراف، ټيليفون، او د مخابراتو په نورو بڼو باندې د حکومت واکمني او کنټرول پیاوړی کوي.

د پاکستان د جوړېدو وروسته، دا قانون پاکستان ته منتقل شو اؤ ددې قانون ځینې برخې بیا وروسته د پاکستان د مخابراتو ایکټ 1996 (Pakistan Telecommunication Act, 1996) لخوا تازه شوې.

اوس مهال په پاکستان کې د مخابراتو په برخه کې د حکومت د واک یا کنټرول لپاره دا بنیادي قانون ګڼل کېږي.

ددې قانون له مخې حکومت ته دا حق ورکړل شوی چې د امنیت، عامه نظم، یا نورو ملي ګټو لپاره د ټيلي ګراف پیغامونه کنټرول کړي، نظارت پرې وکړي، یا یې بند کړي.

قانون پوهه اؤ د پېښور هایکورټ وکیل عمران بشیر ډیوه ته وایي دا قانون د 1885 زوړ قانون دی، او د ټيکنالوژۍ د اوسني پرمختګ لپاره تر ډېره ناکافي دی.

هغه وایي په دې قانون کې حکومت ته ورکړل شوي پراخه واکونه د بیان د آزادۍ او شخصي محرمیت لپاره یو ګواښ دی.

نوموړی وایي د عمران خان د ښځې بشرا بي بي خلاف مقدمې د ټیلي ګراف ایکټ 1885 د 29مې مادې لاندې درج کړل شوي اؤ 29مه ماده د هغو جرمونو لپاره په دې قانون کې ځانګړې شوې ده چې د غلطو، مداخله کوونکو، یا ضرر رسوونکو پیغامونو سره تړاو لري.

ښاغلی عمران بشیر ایډوکیټ وایي که چرې ددې مادې لاندې په یو مجرم جرم ثابت شي نو عدالت هغه ته د دریوؤ کالو پورې د بند اؤ جرمانې سزاګانې اورولی شي

بلوچستان کې د ۱۵ؤ ورځو لپاره په هر ډول غونډو،جلسو اؤ جلوسونو بندیز لګول شوی

د بلوچستان حکومت په ټوله صوبه کې د ۱۵ ورځو لپاره پر ھر ډول غونډو، جلسو اؤ جلسونو بندیز لګولی اؤ په ګرده صوبه کې یې دفعه ۱۴۴ پځای کړې ده.

د بلوچستان د داخله چارو د محکمې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي”دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو په لړ کې شوې، په ټوله صوبه کې د پینځوؤ یا تر پینځوؤ د زیاتو کسانو پر غونډو، احتجاجونو، جلسو پرلتونو او د وسلې پر نمایش د پینځلسو ورځو لپارہ بندیز دی“

دا پریکړ‎ہ په داسې وخت کې شوې چې څو ورځو وړ‎اندې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ترسره شوې د اېپکس کمېټې غونډہ کې په بلوچستان صوبه کې د امنیتي ادارو له لوري د پوځي عملیاتو کولو پریکړ‎ہ او اعلان شوی و۔

حکومت په صوبه کې د وسلوالو تنظیمونو پر ضد د منظمو عملیاتو اعلان او پریکړ‎ہ له ھغې وروسته کړ‎ې چې په نزدې ورځو کې د کوټې ښار په شمول د صوبې بیلا بیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړ‎ي بریدونه تر سرہ شوي.

رپورټونه ښیي چې په شاوخوا ۱۲ لویو بریدونو کې تر ۸۰ زیاته کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ؤ زیات ټپیان شوي دي۔

په وژل شوو کې تر ۳۰ؤ زیاته شمېر د عسکرو دی، داسي په ټپیانو کې هم لوی شمېر د عسکرو دی۔

د یادو زیاترو بریدونو زمه واري بلوڅ بیلتون خوښي ناقانونه ګرځول شوي تنظیم بي ایل اې منلې ده۔

د بلوچستان بلوڅ او پښتون سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او د پاکستان د انساني حقوق کمیشن د ایپکس کمېټۍ پر پریکړ‎و سختې نیوکې کړي او اندېښنې یې څرګندې کړ‎ې دي۔

د بلوچستان حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، د بندیز د پرېکړې هدف یې د ترهګرۍ او نورو جنایي کړنو مخه نیول دي.

تر دې وړ‎اندې ھم حکومت د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې وخت ناوخته پر سیاسي غونډو د څو ورځو لپارہ بندیزونه لګولي خو دا وارې په ټوله صوبه کې د ۱۵ؤ ورځو لپارہ بندیز لګول شوی۔

د بشري حقونو فعالانو او سیاسي ګوندونو داسې پرېکړو باندې تل نیوکې کړې دي.

بل لوري ته د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې د نا امنۍ، تښتونو او ناخوالو پر ضد احتجاجونو کيږ‎ي۔

په کوټه کې له تیرو نھه ورځو څخه پر تنظیم چوک کې احتجاج روان دی،

دا احتجاج د لس کلن ماشوم مصور خان د مبینه اغوا پر ضد او د ھغه د موندنې لپارہ روان دی۔

د مصور خان کورنۍ تور پورې کړی چې هغه "پر پینځلسم نومبر سھار اته بجې سکول ته روان ؤ چې درېوؤ وسلوالو له موټر څخه د وسلې په زور تښتولی

باجوړ کې دوه بمي چاودنې شوي، قبایلي ملک اؤ یو پولیس پکې وژل شوي

د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې دوه بمي چاودنې شوي چې یو پولیس اؤ یو قبایلي ملک پکې وژل شوي دي.

پولیس ددې چاودنو پخلی کوي اؤ وایي چې دا بیلا بیلې بمي چاودنې په مامومند تحصیل کې شوې دي.

د باجوړ د پولیسو ویاند د خالي په ورځ وي او اې ډیوه ته ویلي وړومبۍ بمي چاودنه د لویې مامومندو په ایراب سیمه کې شوې چې پکې د ملک اصغر په نوم یو قبایلي مشر وژل شوی دی.

د پولیسو د ویاند په وینا په سیمه کې بله بمي چاودنه په مینه خوړ کې شوې ده چې پکې د احسان الله په نوم یو پولیس سپاهي وژل شوی دی.

پولیس وایي له بمي چاودنو وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځایونو ته رسیدلي اؤ پلټنې یې پیل کړې دي.

په سمدستي توګه ددې چاودنو ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په باجوړ کې په امنیتي ځواکونو ، سیاسي اؤ قبایلي مشرانو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري وسله والې ډلې داعش یا هم ټي ټي پي پغاړه اخستې ده.

تر دې وړاندې به ۱۵م اکتوبر د باجوړ په باجوړ کې د جماعت اسلامي ګوند عمومي سکتر حميد صوفي په یو وسله وال برید کې هغه مهال وژل شوی ؤ چې په جومات کې له مونځ کولو وروسته کور ته روان و.

د حمید صوفي د وژنې ذمه واري داعش پغاړه اخستې وه.

صوفي په کال 2022م کې د ټي ټي پي سره د مزاکراتو په وخت حکومتي پلاوي کې هم شامل وو

نور کتل

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG