لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

څېړونکي وایي د فیض حمید نیول کېدو د عمران خان اندېښنې هم زیاتې کړې دي

قانون پوهان او د سياسي چارو څېړونکي واييد پاکستان د استخباراتي ادارې آي ایس آي د پخواني مشر جنرال ( ریټایرډ) فېض حميد نيول کېدو او په ضد یې د کورټ مارشل کارروایۍ په جېل کې د بندي پخواني وزیر اعظم عمران خان اندېښنې هم سېوا کړي دي.

د قانون پوهانو وینا ده چې د فېض حمید نیول کېدل د عمران خان په پرضد د غدارۍ او په پوځ کې دننه بغاوت ته د لمنې وهلو د تورونو په اساس د عمران خان مقدمه هم پوځي عدالت ته وړلی شي.

د پخواني وزیر اعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرضد پوځي عدالت کې د مقدمې چلېدو ګنګوسو له هغې وروسته زور نېولی کله چې د پاکستان د پوځ لخوا د استخباراتي ادارې آي اېس آي د پخواني مشر فېض حميد په باضابطه توګه حراست کې د اخستل کېدو او د نوموړي فيلډ مارشل ته د وړاندې کولو بېان مخې ته راغلی.

ویل کېږي چې فېض حميد او نور پوځي افسران د عمران خان خلاف د نهمې مې په تړاو وعده معاف ګواهان جوړېدای شي.

حکومت وايي چې د ايين او قانون لاندې د عمران خان پرضد پوځي عدالت کې مقدمه چلېدل ممکن دي خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران داسې کېدل ناشوني بولي.

په سینیټ کې د مخالفو ډلو مشر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکښ شبلي فراز وايي عمران خان د يو لويې سياسي ګوند مشر دی او هغه ته د پاکستان د ولس ملاتړ ترلاسه دی.

ډ‌یوه سره خبرو کې ښاغلي شبلي فراز ویلي"مونږ ګڼو د عامو خلکو خلاف په عامو عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي او چې کوم پوځيان دي د هغوي خپل نظام دی او باید چې هغوى خپل خلک په پوځي عدالتونو کې محاکمه کړي".

هغه وایي "د عادي خلکو خلاف په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلول کېدو په اړوند قضیه په سپريم کورټ کې ده، اصل خبره د پاکستان د ولس مرسته ده او هغوي چې د چا مرسته کوي هغه به بريالي کېږي".

عمران خان په دې وروستیو کې ویلي چي د پخواني جرنېل فېض حميد د نيول کيدو مطلب د هغه په نخښه کول دي ځکه چې زما خلاف زياتره مقدمې ناکامه شوې دي.

وړمه ورځ چې کله د پوځ د عامو اړيکو د څانګې مشر مېجر جنرال احمد شريف څخه د مطبوعاتي غونډې په مهال د عمران خان خلاف په پوځي عدالت کې د مقدمې چلول کېدو په اړه وپوښتل شو نو هغه وویل که د فېض حميد په مقدمه کې څوک هم ککړ وموندل شو نو د عهدې یا حیثیت پرته به یې په ضد کاروایي کېږي.

قانون پوهان وايي د عمران خان په خپله واکمنۍ کې هم د عادي خلکو خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوې دي.

د سپریم کورټ وکیل شېر امان خان يوسفزی وایي په ارمي اېکټ کې ددې خبرې ذکر شته چې کله عادي خلک په پوځي تنصیباتو باندې حمله کوي او یا د هغې خلاف سازش کوي نو د هغه خلاف بيا د ارمي اېکټ لاندې مقدمه په پوځي عدالتونو کې چلېدلی شي او په پوځي قانون کې هم ددې خبرې ذکر شته.

دا وخت هم د نهمې مي د پېښې په تور د پاکستان تحریک انصاف ګوند 103 پلويان په پوځي عدالتونو کې د مقدمو سره مخ دي خو د پاکستان سپريم کورټ په دې اړه تر فېصلې راتلو پورې په پوځي عدالتونو کې اورول شوو سزاګانو باندې عمل درامد ایسار کړی دی.

څېړونکي وايي د استخباراتي ادارې آي اېس آي مشر وزير اعظم ته جوابده وي او هغه ته رپورټ ورکوي.

د عدالتي چارو خبريال او کارپوه غلام نبي یوسفری ډیوه ته وایي، دا خطره شته چې د آي اېس آي د پخواني مشر فېض حميد اقدامات د پخواني وزیر اعظم عمران خان سره په داسې ډول ونښلول شي چې ګواکې هغه دغه ټول کارونه د وزير اعظم په وېنا کړي دي.

د هغه په خبره "مطلب د فېض حميد چې کومې کړنې وې او د ارمي اېکټ پرضد وو هغه دا د وزير اعظم په وېنا کړي دي او ښکاره ده چې وزیر اعظم هم ددغه تورونه په اساس پوځي عدالت کې محاکمه کېدای شي".

ځینې قانون پوهان وايي د ايين لاندې د شفافې مقدمې چلېدو حق په پوځي عدالتونو کې نه ورکړل کېږي او دا د هر شهري حق دی چې څومره لوي جرم ېې هم کړی وي يو ازاد عدالت کې باید محاکمه او واورېدل شي.

قانون پوه عمر اعجاز ګیلاني ډیوه ته وایي" ملزم ته د اورېدو سمه موقع هلته ته ترلاسه کېدای شي چرته چې جج د پوځ ملازم نه وي بلکې يو ازاد جج وي او د قانون تعليم او تربيت لري".

د نهمې مي په تړاو عمران خان په عام عدالت کې د محاکمې لاندې دی او هغه دا تورونه ردوي چې ګواکې هغه ددغو پېښو ډاډګيرنه کوله.

قانون پوهان وايي د غدارۍ او بغاوت د تورونو سره د مخ تن خلاف مقدمه په پوځي عدالتونو کې چلول کېږي او ددغه عدالتونو اوریدنې د عامو خلکو په وړاندې نه کېږي او چې پر چا دغه تورونه ثابت شي نو د مرګ سزا ورکول کېږي.

یو پاکستانی تن نیویارک کې د داعش په ملاتړ د یهودانو په مرکز د برید د پلان په تور نیول شوی

د انصاف د محکمې اټارني جنرل امیریک ګارلینډ.
د انصاف د محکمې اټارني جنرل امیریک ګارلینډ.

د جمعې په ورځ د امریکې د انصاف محکمې ويلي چې په کېنېاډا کې مېشت يو پاکستانی وګړى له ترهګرې ډلې داعش یا دولت اسلامیه سره د همکارۍ په تور د شورو په ورځ نیول شوی دی.

په نیول شوي تن د وسله والې ډلې داعش په ملاتړ د امريکا په نيويارک ښار کې د بريد د منصوبه بندۍ کولو تور پورې کړل شوی دى.

د انصاف د محکمې اټارني جنرل امیریک ګارلینډ دعوه کړې ده چې 20 کلن محمد شاه زیب خان د 7 ستمبر سره په نزدې تاریخ نیویارک کې د زیاتو نه د زیاتو یهودانانو د وژنې سازش کولو اؤ د ایف بي آر اؤ کینیډين چارواکو په وخت د اقدام له امله د هغه دا هڅه شنډه کړل شوې ده.

هغه ویلي په بروکلین کې د یهودانو په یو مرکز کې دا حمله د حماس له لوري په اسرایل د ترسره شوي برید د یو کال پوره کېدو په نسبت کول غوښته.

امريکايي اټارني جنرل ميرک ګارلينډ ويلي د نیول شوي تن "خان، چې دشاه زيب جدون په نوم هم بلل کيږي، مقصد "ترممکنه حده ډيريهوديان وژل وو"

د انصاف محکمه ددې خبرې د تصديق کولو جوګه نه وه چې ايا شاه زېب خان د قانوني مشاور خدمات ترلاسه کړي که نه.

د فرد جرم له مخې، شاه زېب خان له کېنېاډا څخه امريکا ته د تللو هڅه کړې چرته چې هغه د بريد ترسره کولو لپاره د خودکارې او نيم خودکارې وسلې د کارولو اراده کړې وه.

رايل کېنېډايي ماونټډ پوليسو د جمعې په ورځ په يو بيان کې ويلي، هغوي شاه زېب خان د شورو- چارشنبې په ورځ د منټريال په جنوب کې د کيوبيک سيمې اورمسټاون څخه نيولى دى.

ټاکل شوې هغه به په 13م ستمبر د منټريال عدالت ته وړاندې کړل شي.

د قانون نافذوونکې ادارې دوو خفيه افسرانو سره په خبرو کې شاه زيب خان ويلي وو چې هغه په امريکا کې په اسرايلي يهوديانو د بريد کولو په غرض د دولت اسلاميه د پلويانو ملاتړ ترلاسه کولو لپاره يو ’رييل اف لاين سيل’ جوړولو کوشش کوي.

اټارني جنرل دعوه کړې ده چې شاه زیب خان د دوؤ انډر کور مامورینو په مخکې منلې ده چې هغه اؤ په امریکا کې میشت د داعش یو پلوي د د حملې کولو سازش کوي اؤ دا یې هم ویلي چې که چرې هغوي کامیاب شول نو دا به د 11م ستمبر نه وروسته امریکا کې تر ټولو ستر برید وي.

دامريکې دانصاف محکمې له مخې شاه زيب خان ويلي هغه او په امريکا کې مېشت دداعش پلوي ته دبريدونو کولو لپاره د وسلې، چاقوانو او نور سامان ضرورت دى.

هغه هغوي ته لارښوونه کړې چې دبريدونو ترسره کولو لپاره دې داى ار طرز اسالټ ټوپکې، ګوله بارود او نور مواد ترلاسه کړي، همدغه شان نیول شوي تن هغه ځانګړې سيمې هم ورته په ګوته کړي چرته چې به دغه بريدونه ترسره کيدل.

د پراسيکیوټر وینا ده چې شاه زیبت د کینډا نه د امریکې پولې ته راتګ لپاره درې ګاډي بدل کړي خو هغه د پولې نه د 12 میله په فاصله له اورمز ټاون څخه نیول شوی ؤ.

پراسيکيوټرز ويلي خان نيويارک ښار ځکه په غوره کړى چې هلته "په امريکا کې تر
ټولو زياته ديهودانو ابادي" ده.

په يو بيان کې ګارلينډ ويلي " مونږ په دې معامله کې دخپلو کاناډايي شراکت دارانو دقانون نافذ کولو اقداماتو لپاره خورا منندويه يو"

اټارني جنرل ميريک ګارلينډ ويلي " دنورو ټولنو پشان په هيواد کې مېشته يهودان هم بايد ونه ويريږي چې هغوي به دکوم ترهه ګر بريد نښه جوړ شي"

که په خان لګیدلي تورونه اؤ جرم ثابت شي نو هغه تر 20و کلونو د قيد سره مخ کیدای شي.

7م اکتوبر به دحماس ډلې لخوا په اسرايلو دهاغه بريد لومړۍ کليزه وي چې پکې خواوشا 1200 کسان وژل شوي وؤ او له دغه بريد وروسته اسرایل په غزې جوابي بريد پيل کړى چې اوس يې 11مه مياشت روانه ده او تر دې مهاله پکې له 40000و زيات کسان وژل شوي دي.

( په دې رپورټ کې د رایټرز خبري شبکې له معلوماتو استفاده شوې)

پوځ وایي مومندو کې د ایف سي په مرکز د برید هڅه شنډه کړل شوې، څلور ځانمرګي وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي په قبایلي ضلع مومند کې د ایف سي ځواکونو په مرکز د ټي ټي پي د وسله والو برید شنډ کړل شوی اؤ څلور ځانمرګي برید کوونکي وژل شوي دي.

د پوځ د ویاندې ادارې ای ایس پي آر د بیان له مخې د جمعې د سهار په توره خړه کې د ټي ټي پي وسله والو ( چې پوځ یې د خوارجو په نوم یادوي) مومند ضلع کې د ایف سي ځواکونو په مرکز د برید کولو هڅه وکړه.

پوځ وایي امنیتي ځواکونو دغه برید ته چټک ځواب ویلی اؤ د ټي ټي پي څلور ځانمرګي بریدګر یې وژلي دي.

پوځ ویلي ترهګرو نه د سیمې پاکولو لپاره امنیتي ځواکونو سیمه کې عملیات پيل کړي اؤ ملک نه د ترهګرۍ نوغي ویستو ته بېدار اؤ په لوړه حوصله ولاړ دي.

ځايي سرچينو پرون وي او اې ډیوه ته ویلي وؤ، غلنۍ کې په اېف سي کېمپ دغه بريد سهار وختي خواوشا څلور بجې پيل شوی وو.

تحریک طالبان پاکستان ددې برید ذمه واري پر غاړه اخستې وه.

د سرچينو په وينا، د بريد په وخت په کېمپ کې دننه اورلګېدلی وو خو هغه بيا د رېسکيو 1122 په مرسته مړ کړل شو.

مومندو کې د جون په میاشت کې د سنګ مرمرو يا ماربلو د کارخانو څخه د قلنګ غوښتو ضد احتجاجي پرلت شوی وو، ځايي خلکو ويلي وو، په مومندو کې د تېرې څه مودې نه وسله وال يو ځل بيا ليدل کيږي او د بريدونو او قلنګ غوښتنو پېښې هم زياتې شوي دي.‏

د خېبرپښتونخوا په جنوبي او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې يو ځل بيا سېوا شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري پرون په پينځم ستمبر خبري غونډې ته وويل، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي. نوموړی وايي، د اخري ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

هغه د ترهګرۍ ضد عملياتو په اړه وويل، "سږ کال په تيرو اتو میاشتو کې د استخباراتو په اساس د ترهګرۍ ضد 32,173 مختلف عملیات شوي او يواځې په تېره مياشت کې 4021 عمليات ترسره شوي، په تېره يوه میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان 90 وسله وال وژل شوي دي".

د نوموړي په خبره، "د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان پوځ، پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې هره ورځ د 130 نه زيات عمليات کوي، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جګړه روانه وي".

پوځي وياند وويل، "د ترهګرۍ ضد د کلکې تګلارې لاندې کوټلي عمليات روان دي، په څلورو پړاونو کې د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري، د 46,000 مربع کلوميټرو نه زیاته علاقه د ترهګرو څخه پاکه کړل شوې، پاکستان کې کومه نو ګو ايريا يا داسې علاقه نشته چې د ترهګرو په عملدارۍ کې وي".

د خېبرپښتونخوا په مومندو، باجوړ، سوات، او د صوبې نورو سيمو کې د تېرو څو کلونو راهسې د امن په ځای کولو دپاره پاڅونونه دوام لري.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په د ټي ټي پي خلاف په پخوانۍ فاټا کې د [راه راست] ‏او بيا هم په دغه کال په مومندو کې د [برېښنا] په نوم پوځي عمليات کړي او ياده علاقه یې د وسله والو نه پاکه ګرځولې، خو په سيمه کې بيا هم وخت په وخت د ناامنۍ پېښې دوام لري.

بېرسټر سېف: ټي ټي پي پاکستان ته ویلي وؤ چې قبایلي ضلعې باید د دوي واک کې ورکړل شي

File Photo
File Photo

د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند اؤ د اطلاعاتو لپاره د وزیراعلا سلاکار ښاغلي بېرسټر سیف وایي د ټي پي اؤ د پاکستان تر منځ تېرو مذاکراتو کې ټي پي پي غوښتنه کړې وه چې د خېبر پښتونخوا ټولې قبایلي ضلعې باید دوي ته په واک کې ورکړل شي.

هغه وایي ټي ټي پي ته د سیمو سپارلو غوښتنه پاکستان لپاره د منلو نه وه ځکه هغوي سره بیا مذاکرات هم پرمخ لا نه ړل.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې بېرسټر سېف منلې ده چې خېبر پښتونخوا صوبه کې د امنیت وضعه په خرابېدو ده خو وایي ریاست هم لاس تر زنې نه دی ناست اؤ چرته چې ترهګر کارروایي کوي هلته یې امنیتي ځواکونه کوټلی ځواب ورکوي.

دعمران خان په تیر حکومت کې دافغان طالبانو په ملاتړ کابل کې د بېرسټر سېف په مشرۍ دپاکستاني طالبانو سره دپاکستان له لوري دخبرو لړۍ پیل کړل شوې وه خو په دغو مذاکراتو ټکونه کیدل چې پوځ پخپل سر طالبانو سره خبرې کوي اؤ پارلیمان یې له نظره غورځولی دی.

دمذاکراتو نتیجه کې دواړو خواؤ( پاکستان اؤ ټي ټي‌‌ پي) داوربند اعلان هم کړی ؤ خو دغه اوربند بیا ډير زر مات شو اؤ دهغې راپدیخوا ټي ټي پي پاکستان کې خپل ترهګریز بریدونه چټک کړي چې پکې په سوونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي.

بېرسټر سیف دا تورونه رد کړي چې ګنې د عمران خان په تېر حکومت کې د ټي ټي پي سره کومه معاهده شوې وه اؤ بیا ددغه معاهدې په نتیجه کې خېبر پښتونخوا صوبې ته په زرګونو وسله وال راستانه کړل شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر سینیټر ایمل ولي خان تېره اوونۍ د سینیټ غونډې ته د وینا په مهال تور لګولی ؤ چې د عمران خان تېر حکومت کې ترهګرو سره معاهده شوې وه اؤ ددغه معاهدې په اساس د هغه وخت د ملک د صدر عارف علوي په لاسلیک د ټي ټي پي ۱۰۲ خطرناک ترهګر له زندانونو خوشې کړل شوي اؤ د افغانستان څخه په زرګونو نور وسله وال پاکستان ته راوستل شوي اؤ دلته اباد کړل شوي دي.

هغه ترهګرو سره په پټې معاهدې کولو د پارلیمان څخه د پخواني وزیراعظم عمران خان،د پخواني صدر عارف علوي، د آي ایس آي د پخواني مشر جنرال(ریټایرډ) فېض حمید ،د پخواني وزیراعلا محمود خان اؤ بېرسټر سېف خلاف د کاروایي کولو غوښتنه کړې وه.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سېف د ایمل ولي خان دا تورونه له حقیقته لرې وبلل اؤ وي ویل چې د عمران خان په حکومت کې د هغه (بېرسټر سیف) په مشرۍ کوم پلاوي کابل کې د ټي ټي پي سره مذاکرات کړي وؤ هغې کې یوه معاهده هم نه وه شوې.

کله چې ډيوه له بېرسټر سیف څخه وپوښتل که ټي ټي پي سره معاهده نه وه شوې نو تاسو یې دومره خطرناک قیدیان بیا ولې ورخوشې کول ؟ بېرسټر سیف وویل "دا هر څه د روغ نیتۍ په اساس شوي وؤ "

هغه وویل همدغه مذاکرات وؤ چې په نتیجه کې یې ټي ټي پي اوربند ته غاړه اېښې وه خو وایي وروسته بیا ځېنې داسې اقدامات وشول چې دواړو خواؤ په په یو بل باور وبایللو اؤ د امنیت وضعه بیا خرابه شوه.

بېرسټر محمد علي سیف وویل دا مهال ټي ټي پي سره هیڅ پټ مذاکرات نه دي روان اؤ که مذاکرات کیږي نو په هغې کې به تر ټولو مهم رول د افغان طالبانو د حکومت وي.

هغه وویل مخکې هم ټي ټي پي سره مذاکرات د افغان طالبانو په منځګړتوب ترسره شوي وؤ اؤ که بیا ورسره خبرې کیږي نو هم به دافغان طالبانو په ثالثۍ دغه خبرې په مخکې ځي.

هغه دا دعوې رد کړې چې ګنې د تحریک انصاف ګوند صوبایي حکومت د طالبانو لپاره نرمه ګوشه لري یا ترې ویریږي اؤ قلنګونه ورته ورکوي.

وي ویل"مونږ خو قلنګونه نه دي ورکړي اؤ که چا ورکړي وي نو دا تپوس دې د هغوي نه وکړل شي"

بېرسټر سېف وویل په تېرو وختونو کې که عمران خان طالبانو ته پېښور کې د دفتر ورکولو خبره کړې وه نو هغه بل شان شرایط وؤ اؤ اوس شرایط جدا دي نو ځکه د دوي صوبایي حکومت طالبانو ته پېښور کې د دفتر ورکولو غوښتنه نه کوي اؤ نه یې پلوی دی.

جنرال عاصم منیر: د ترهګرۍ وروستي فعالیتونه د پاکستان د ناکامه کولو هڅه ده

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ویلي د ترهګرو وروستي فعالیتونه د پاکستان د ناکامه کولو هڅه ده خو هغه وایي په ماضي کې هم قام اؤ پوځ خپلو کې په یوووالي ترهګرۍ ته ماتې ورکړې اؤ راتلونکي کې به په ترهګرو اؤ د هغوي په همکارانو ځکمه تنګولی شي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د دفاع د ملي ورځې په ویاړ پوځي مرکز کې راجوړې شوې دستورې ته وینا کې جنرال منیر ویلي عزم استحکام د کومو لویو عملیاتو نوم نه دی اؤ نه به په دې عملیاتو کې څوک له خپلو سیمو ویستل کیږي.

په دې وروستیو کې چې حکومت د ترهګرۍ په ضد د بیلابیلو فعالیتونو یو ډګر ته د راوستلو په غرض د عزم استحکام په نوم د علمیاتو پېل کولو اعلان کړی نو په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې ددې عملیاتو سره کلکه مخالفت ښودل شوی.

پوځي مشر د چا له نوم اخستو پرته وویل، بهرنیو طاقتونو ته باور ورکووم چې ولس اؤ پاک پوځ به کله هم ستاسو ناوړه عزایم اؤ منصوبې کامېابېدو ته پرې نه ږدي.

د هغه وینا وه" په بهرني کومک یا ډاډ فساد خورونکو اؤ د هغوي سره په مرسته کوونکو به ځمکه تنګه کړو"

عاصم منیر وویل د قام په اجتماعي دانش. نیشنل ایکشن پلان اؤ د قراني تعلیماتو نه په لارښوونه اخستو به د ترهګرۍ خلاف تر هغې کاروایي کوؤ چې تر څو مو ددې نوغی نه وي ویستی.

پوځي مشر د ترهګرۍ د نوغي ویستو دا هوډ په داسې حال کې ښودلی چې د پاکستان حکومت هم روانه اوونۍ پارلیمان ته ویلي چې په ملک کې د امنیت وضعه پرله پسې د خرابېدو په لوري روانه ده اؤ خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د امنیت په اړه ګواښونو کې زیاته اضافه شوې ده.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا پارلیمان ته وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویل شوي وؤ چې د تېر یوکال په مهال ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 1514 پېښې رامنځته شوي اؤ په دې پېښو کې 572 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 1292 نور ژوبل شوي دي.

پارلیمان ته ویل شوي وؤ چې په ترهګریزو بریدونو کې 358 عام وګړي هم وژل شوي اؤ ددې تر څنګ 700 نور ژوبل شوي دي.

ددفاع د ملي ورځې دستورې ته خپله وینا کې پوځي مشر وویل د قربانیو ورکولو لړۍ به د ترهګرۍ تر خاتمې روانه وي اؤ په دې جګړه کې ورکړل شوې قربانۍ به تاریخ کې په زر ورینو ټکو لیکل کیږي.

هغه ویلي د ملک دښمنان چې چرته وینو هم هلته به یې سر چقوؤ.

پاکستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ عام ولس دې وروستیو کې پرله پسې خونړي ترهګریز بریدونه شوي چې هغې کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان اؤ بیلتون پاله بلوڅ وسله والو ډلو پغاړه اخستې ده.

اوړمه ورځ د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتو ته ویلي وؤ، د روان کال په تيرو اتو میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 193 افسران او عسکر وژل شوي دي.

هغه هم دعوه کړې وه چې د اخري ترهګر د ختمولو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG