لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون کرونده گر گنی مېل که گاڼۍ ته ورکړي؟


د خیبرپښتونخوا زمیدار وايي چې د چینۍ په رنگ د گړې مارکیټ هم د حکومت په لاس کې دی. دوي وايي چې کله د گړې قیمت ښه شي نو حکومت پرې ټولو غټ مارکیټ افغانستان او قبائیلي سیمو ته بندیزونه ولگوي او دغه رنگ زمیدار د ممکنه گټې نه محرومه پاتې شي. د گنو مېلونو مالکان هم نه غواړي چې گړه قیمت وکړي ځکه چې بیا به څوک مېل له گنی نه ورکوي
د خیبرپښتونخوا زمیدار وايي چې د چینۍ په رنگ د گړې مارکیټ هم د حکومت په لاس کې دی. دوي وايي چې کله د گړې قیمت ښه شي نو حکومت پرې ټولو غټ مارکیټ افغانستان او قبائیلي سیمو ته بندیزونه ولگوي او دغه رنگ زمیدار د ممکنه گټې نه محرومه پاتې شي. د گنو مېلونو مالکان هم نه غواړي چې گړه قیمت وکړي ځکه چې بیا به څوک مېل له گنی نه ورکوي
د پښتونخوا د گنو کرونده گر وايي د گنو د کارخانو (مېلونو) لخوا د گني ټیټه بیعه او د مېلونو ناوخته پرانستلو سره د گني فصل نه د زمیدار گټه کمه شوي. کرونده گر وايي د کال تیریدو ورسته هم د کارخانې لخوا د گني بیعه دومره کمه ده چې د دهقان د خوارۍ او د گني د خصمانې تاوان په گرانه پوره کیږي. زمیدار وايي د اکتوبر میاشت په ختمیدو ده خو ملونه اوس هم تړل شوي دي.
د گل په ورځ وائس اف امریکا ډیوه بازار پروگرام کې په یو بحث کې د کرونده گرو د تنظیم کسان بورډ چارواکي صمد صافي او زراعتو چیمبر مرستیال صدر محمد ظاهر خان وویل د گني خوار کرونده گر د ملونو د مالکانو د چالاکۍ او سیاسي اثروسوخ مقابله نشي کولی.
د گني قیمت دا وخت څه دی: د گني زمیدار وایي چې تیر کال د من په سر د گني قیمت ١٧٠ ورپۍ وو او سږ کال خدائي خبر چې به څه وي. دوي غوښتنه کوي چې کم از کم د من گني قیمت دې ٢٥٠ روپۍ مقرر کړی شي. د خیبر پښتونخوا زمیدار وايي چې ددوي د ایکړ په سر پیداوار ٥٠٠ منه گني دی او په دې يي خرچه ١١٧٠٠٠ راځي او که چرې قیمت ٢٥٠ روپۍ د من په سر ولگي نو دوي ته به پکې د ایکړ په سر ٨٠٠٠ روپۍ گټه پاتې کیږي. پنجاب کې د ایکړ په سر د گني پیداوار ٦٥٠ منه دی.
پاکستان کې د گني د مېلونو مالکان څوک دي: د ډیوه ریډیو دواړو میلمنو وویل د گني په مېلونو باندې د پنجاب سیاستمدارانو قبضه ده دوي وايي چې ټول ٨٦ ملونه دي چې پکې نهه د وزیراعظم نواز شریف د خاندان، نهه د پاکستان مسلم لیگ ق د مشرانو، څلور د چودهري شجاعت حسین د خاندان، شپږ د پخواني صدر اصف علي زرداري د خاندان، شپږ د مردان د عباس سرفراز د کورنۍ، دوه د جهانگیر ترین او نور بیا د ځنېو مختلفو کاروباري خلکو دي.
پاکستان کې د گني قیمت څوک مقرروي: ډیوه بازار پروگرام کې د زمیدارو دغه دواړ نمائندگانو وویل چې قیمت مقررولو کې د کرونده گر نه هیڅ تپوس نه کیږي او دویمه خبره دا چې قیمت د پنجاب د گني د خرڅ په حساب مقرریږي چرته چې اجاره نشته او د ایکړ خرڅ ٨٥٠٠٠ روپۍ دی. دوي وویل په نورو هیوادونو کې لکه هندوستان کې د گني قیمت زمیدار او د مېل مالک ترمنځ فیصله کیږي او بنیاد يي په فصل شوی خرڅ وي دوي زیاتوي پاکستان کې دا هر څه حکومت ځکه کوي چې د ملونو مالکان په حکومت کې ناست وي.
پاکستان کې گني چرته او څومره کیږي: د زمیدارو د تنظیمونو دې نمائندگانو ډیوه راډیو ته وویل ٦٠ فیصد گنی په پنجاب، ٢٨ فیصده سند کې او ١١ فیصده په خیبر پښتونخوا کې کیږي. په خیبر پښتنونخوا کې د فصلونو د پیداوار د مرکز ترمخه په ٢٢٥٠٠٠ ایکړه مزکه باندې گنی کرلی کیږي او ټول پیداوار يي ۴٦٠٠٠٠ ټنه دی.
د خیبر پښتونخوا د گړي مارکیټ: د خیبرپښتونخوا زمیدار وايي چې د چینۍ په رنگ د گړې مارکیټ هم د حکومت په لاس کې دی. دوي وايي چې کله د گړې قیمت ښه شي نو حکومت پرې ټولو غټ مارکیټ افغانستان او قبائیلي سیمو ته بندیزونه ولگوي او دغه رنگ زمیدار د ممکنه گټې نه محرومه پاتې شي. د گنو مېلونو مالکان هم نه غواړي چې گړه قیمت وکړي ځکه چې بیا به څوک مېل له گنی نه ورکوي.
ډیوه ریډیو کوشش وکړو چې د چینو میل د مالکانو دریز معلوم کړي خو بریالي پکې نشو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG