د دوه پوځي سرتېرو د وژل کېدو وروستو د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په همزوني سيمه کې لګېدلی ګرزبندېز (کرفيو) يوه اوونۍ وروستو لرې کړی شوه.
په سيمه کې د لګېدلې کرفيو په ضد پرون د دوشنبې، ګل په ورځ ځايي خلک راوتلي او احتجاجي مظاهره يې کړې وه.
له دې وړاندې د کرفيو لګېدو په دوېمه ورځ د شمالي وزیرستان زدکوونکو په پېښور کې يوه خبري غونډه کړې او ويلي يې ؤ په کرفيو کې ځايي خلک زورول کيږي.
يوه اوونۍ وړاندې په همزوني سيمه کې نامالومو وسله والو د پوځ په ګزمه بوخت يو ګاډي باندې ډزې کړې وې چې پکې ۲۱ کلن سېکنډلفټننټ عبدالمعيد او ۲۱ کلن سپاهي بشارت وژل شوي او د هغې وروستو بيا کرفيو لګول شوې وه.
د سيمې خلک وايي خوشحاله دي چې ګرزبندېز لرې کړی شو خو دوي ګيله هم کوي چې په علاقه کې چرته هم د بدامنۍ پېښه رامنځته شي زور بيا د عامو ځايي وګړو څخه ويستی شي.
د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې د قبايلي سيمې د ځوانانو مشر خالدجان داوړ تور لګوي چې په کرفيو کې په هغه باندې هم امنيتي ځواکونو تشدد کړی دی.
ډېوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل، " په همزوني کې په پوځ د بريد دوه ساعته وروستو د شپې پوځي سرتيري کلي ته راغلل سړي يې د کورونو نه بهر کړه، او چې کله ماترې پوښتنه وکړه چې چا بريد کړی د هغو په ضد عمليات ولې نه کوئ نو په ځواب کې په ما تشدد پېل کړو".
هغه وويل د کرفيو په مهال د لټون په عملیاتو کې د شپې په يخ موسم کې ښځې او ماشومان هم د کورونو څخه بهر راویستی شوی وو.
هغه زياته کړه په دغه يوه اوونۍ کرفيو کې سيمې ته هر ډول تګ راتګ بند کړی شوی خوراکي توکي نه پرېښودل کېده او ناروغان هم په کورونو کې ګېر پاتې وو خلک د سختو ستونزو سره مخ وو.
د سيمې سره تعلق لرونکی سياسي فعال او وکيل محسن داوړ وايي په همزوني کې د ځايي خلکو سره غېر انساني عمل ترسره شوی کرفيو په ځای شوې او بيا د وسله والو په ګناه کې عام خلک زورول شوي دي.
هغه وويل "د پاکستان په بله هر سيمه کې او تر دې چې په لاهور کې هم دغه ډول پېښې ترسره شوي خو هلته نه خو کرفیو په ځای شوې او نه خلک دغه ډول زورول شوي دي".
محسن داوړ زياته کړه په کرفيو کې په خلکو د تشدد کېدو ویډيو فلمونه جوړ کړی شوي چې دا په پوځ بريد کوونکي وسله وال دي خو نوموړي رد کوي او وايي دا ځايي خلک دي چې زورول شوي دي.
هغه وويل د حکومت او امنيتي ادارو دغه ډول سلوک په سيمه کې د ملک په ضد په خلکو کې کرکه راپاروي، بايد د دغه عمل څخه ډډه وشي.
په همزوني کې په پوځي سرتېرو د بريد وروستو په شپږو کليو کې کرفيو په ځای کړی شوې وه.
د شمالي وزيرستان پوليټيکل انتظاميه په سيمه کې د تازه کرفیو او رامنځته شوؤ حالاتو څخه ځان بې خبره ګڼي.
خو یولوړ پوړي امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ډيوه رېډیو سره په خبرو کې وويل چې په سيمه کې لګېدلې کرفيو لرې کړی شوه.
هغه وويل "په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ او ځايي خلک په يوه خبره صلاح دي او تازه څه چې په سيمه کې ترسره شوي خلک زورول شوي ځينې پوځي چارواکو د خلکو سره سختي کړې او زورولي يې دي، خو اداره به د هغې په ضد د قانون سره سمه کلکه کارروايي کوي".
په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلارو په ضد پوځي عمليات شوي او پوځ بیا ادعا کړې چې سيمه کې امنيت په ځای کړی خو دغلته وخت په وخت بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي.