په جنوبي وزیرستان کې د پوځي عملياتو په مهال کډوال شوي خلک چې اوس بيرته خپلو سيمو ته ستانه شوي د پوليټيکل کمپاؤنډ مخې ته يې احتجاجي ناسته پېل کړې او د خپلو ورانو شوؤ کورونو تاروان غواړي.
د جنوبي وزيرستان د بېلابیلو سيمو سره تعلق لرونکي خلک د تېرې يوې اوونۍ راهسې په ټانک ضلع کې د جنوبي وزيرستان د پوليټیکل کمپاؤنډ مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي وايي کورونه يې د ترهګرۍ پرضد پوځي عملیاتو په مهال وران شوي وو.
په احتجاجي پرلت کې ناست يو تن خېرمحمد وايي، "چې دوي کله د کډوالۍ نه بيرته ستون شو کور يې وران ؤ خو دغلته چې د وران شوؤ کورونو دپاره حکومتي سروی شوې وه په هغې کې ډېر کورونه نه وو شمار کړی شوي اوس دوي غوښتنه کوي چې بيا دې له سره سروی وشي او دوي سره دې د ورانو کورونو ودانولو دپاره مرستې وشي".
هغه وويل دوي اوس هم د کور د نشتوالي له امله په خېمو يا ټېنټونو کې په ژوند کولو مجبوره دي.
اکبرخان چې تعلق يې د جنوبي وزيرستان د توررغزي سيمې سره دی تور لګوي او وايي، "دوي سره د سروی په مهال دا زياتی هم شوی دی چې د پوليټيکل انتظاميې د چارواکو سره تحصیلدار، پوځي افسر او يو د سکول استاز چې سروی يې کوله د خپلو خپلوانو د کورونو سروی یې سمه کړې او زما پوره وران کور يې نيم وران ليکلی دی".
يو بل سپين ږيری مايورميزان خېل چې په احتجاجي پرلت ناست دی وايي" د سيمې د جنګ ځپلو په نوم د بهرنو هېوادونو نه امداد راغلی پاکستان نه دی ورکړی ځکه دوي غواړي چې د دوي په نوم راغلې مرستې دې هم دوي سره وشي".
هغه وويل د غوښتنو منلو پورې به احتجاجي ناستې ته دوام ورکوي.
په احتجاج ناستو کسانو دا هم وويل چې په سيمه کې د وران شوؤ زیاتو کورونو سروی په داسې مهال شوې چې هلته خلک موجود نه وو ځکه ډېر کورونه د اندراج څخه پاتې شوي دي.
دوي دا ګيله هم کوي چې حکومت د يو پوره وران شوي کور په سر څلور لاکه روپۍ ورکوي کومې چې ډېرې کمې دي او يو وړوکی کور پرې هم نه جوړيږي بايد دوي سره دا مرستې هم سېوا شي.
د جنوبي وزيرستان مرستیال پوليټيکل ايجنټ محمداشفاق احمد ډيوه رېډيو ته وويل چې په سيمه کې د سروی څلورم پړاؤ روان دی او د تحصيلدارانو د کمي په وجه پوره سروی نه وه شوې او چې څوک په تېرو مرحلو کې پاتې شوي هغه اندراج به وکړي.
نوموړي وويل کره شمېره نشي ښودلی خو په جنوبي وزيرستان کې نزدې ۹۰ فيصده کورونه بدامنۍ اغېزمن کړي دي. هغه وويل د سروی په مهال په تحصيلدارانو د خپلو خپلوانو د کورونو د اندراج کولو د تورونو پلټنې کوي چې اصل حقايق مالوم کړي.
په جنوبي وزيرستان کې په کال ۲۰۰۹م کې پوځ د راه نجات په نوم د وسله والو تندلارو په ضد پوځي عمليات کړي د کوم له امله چې د کډوالو د نړيوالې ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د شمېرو ترمخه د سيمې نه ۷۲ زره کورنۍ کډه شوې وې.
د جنوبي وزیرستان پوليټيکل انتظامیې د روان کال د جولايۍ په مياشت کې ويلي ؤ چې د سيمې څخه کډوال شوي ټول خلک بيرته ستانه کړی شوي دي.