لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چمن مظاهرچیان: حکومت پر شناختي کارډ لکونه او پر لوکل سرټیفیکېټ زرګونه رشوت غواړي.


د بلوچستان په چمن ښار کې لسګونه خلک د احتجاج په توګه سړکونو ته را وتلي او شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې په سرکاري دفترونو کې د شناختي کارډ او لوکل سرټیفیکېټ په جوړولو کې له ستونځو سره مخامخ دي.

مظاهره چیانو په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې وې، چې پر یوه یې په اردو ژبه لیکلي: "پر لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل باندې رشوت اخیستل دي ختم شي" او پر بله باندې لیکل شوي، چې "د لوکل سرټیفیکېټ او ډومیسایل لپاره بېځایه شرایط دي ختم شي".

د چمن غوندې د پاکستان په اکثرو ښارونو کې پښتانه شکایت کوي، چې په وروستیو کلونو کې د سرکاري اسنادو خصوصاً د شناختي کارډ جوړولو په برخه کې له ستونځو سره مخامخ دي. دوی وایي (نادرا) دفتر ورڅخه د ۱۹۷۹م کال د سرکاري ثبوتونو په پلمه ورڅخه پیسې غواړي او په زرګونو شناختي کارډونه یې ور بند کړي دي.

"پر شناختي کارډ باندې له یو لک تر پینځه لکه روپیو پورې رشوت اخیستل کېږي، بې له پیسو ورکولو د هیچا لوکل او شناختي کارډ نه جوړېږي"

په مظاهره کې د عامو خلکو په ګډون د چمن د مدني ټولنې فعالانو هم ګډون کړی او له حکومته غواړي چې په سرکاري دفترونو کې د موجودو افسرانو له خوا دي د خلکو د ځورولو مخه ونیسي او د شناختي کارډ، لوکل او ډومیسایل سرټیفیکیټونو په جوړولو کې دي دوی ته اسانتیا پیدا کړي.

په احتجاج کې شریک خلک تور لګوي چې د نادرا او لوکل/ ډومیسایل سرټیفیکېټ په دفترونو کې په زرګونو روپۍ د رشوت په توګه ورڅخه غوښتل کېږي، خو که یې څوک ور نه کړي نو دغه سرکاري اسناد یې په میاشتو او کلونو ځنډول کېږي. د مدني ټولنې یو فعال عبدالرازق په دې اړه وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"پر لوکل او ډومیسایل سرټیفیکېټ له خلکو څخه له پینځو تر لس زره روپیو رشوت اخیستل کېږي او پر شناختي کارډ باندې له یو لک تر پینځه لکه روپیو پورې رشوت اخیستل کېږي، بې له پیسو ورکولو د هیچا لوکل او شناختي کارډ نه جوړېږي"

په احتجاج کې شریک یو بل مدني فعال بشیرخان وایي، د خلکو په زرګونو درخواستونه د لوکل سرټیفیکېټ جوړولو لپاره جمع دي، چې دوی یې په بېنک کې پیسې هم جمع کړې دي، خو د سرکاري دفترونو افسران او نور ملازمین یې بې له پیسو نه ور جوړوي، چې وایي خلک یې له ستونځو او ستړو سره مخامخ کړي دي.

احتجاج کوونکو له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دي یې دا ستونځه حل کړي او خلکو ته دي د شناختي کارډ او لوکل سرټیفیکېټ په جوړولو کې اسانتیا پیدا کړي، خو وایي که یې غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به په چمن کې د نادرا او د اسسټنټ کمیشنر د دفترونو مخ ته احتجاجونه پیل کړي.

د ملا منصور پاکستانی پاسپورټ.
د ملا منصور پاکستانی پاسپورټ.

د پاکستان د شناختي کارډ جوړولو پر مرکزي اداره (نادرا) او د پاسپورټ پر دفتر تور لګېږي، چې په بلوچستان کې یې په زرګونو افغان کډوالو ته د پیسو په بدل کې جعلي شناختي کارډونه ور جوړ کړي دي، چې په دې تور د دې ادارې ځینې کارکوونکي د پاکستان د احتساب ادارې نیولي هم دي.

د افغان طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور ته هم د بلوچستان د کلاعبدالله ضلعې جعلي شناختي کارډ او پاسپورټ ور جوړ کړل شوی وو، چې د ۲۰۱۶م کال په مې کې په امریکايي ډرون برید کې د هغه تر وژل کېدو وروسته رسوا شو او څرګنده شوه چې هغه د ولي محمد په نوم د پاکستان په جعلي پاسپورټ ایران ته سفر کړی دی.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG