ډاکټرانو په مرکزي ښار کوټه کې د بولان مېډيکل کالج د وروستي کال د زده کوونکي ډاکټر سعيد بلوچ د بې درکه کېدو په ضد احتجاج پيل کړی دی.
احتجاج کوونکو ډاکټر ګواښ وکړ، چې تر څو ورک شوی ډاکټر نه وي موندل شوی، د بولان مېډیکل کالج ټولې چارې، کلاسونه او دفترونه به تړلي وي او امتحانونه به ځنډېدلي وي.
د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې او پېرا مېډ يکل سټاف له سیول روغتونه احتجاجي لاریون پیل کړ او د ښار پر بېلابېلو سړکونو وګرځېدل. دوی په لاسونو کې شعارپاڼې او بېنرونه هم را اخیستي وو، چې د تښتول شوي ډاکټر سعيد د را خوشي کېدو غوښتنې پر لیکل شوې وې.
د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر ياسر خوستي احتجاج کوونکو ته په وینا کې وويل، چې حکومت دي د دوی جایزې غوښتنې ومني:
"ډاکټر سعيد څو ورځې مخکې له د بولان مېډيکل کالجه وړل شوی دی، زموږ حقيقي مطالبه دا ده چې هغه که هر چېرې وي را څرګند دي کړل شي او که یې څه [جرم] کړی وي نو عدالت دې سزا ورکړي".
ډاکټرانو وويل چې ډاکټر سعيد له هیڅ يو سياسي ګوند سره تړاو نه لري، د دوی په خبره هغه د خپل وروستي امتحان لپاره تياري کوله، چې د تېر اتوار په شپه نامالومو کسانو له ځان سره يووړ، وایي ګومان کوي امنیتي ادارو به وړی وي.
ډاکټر سعيد بلوچ د خاران ضلعې اوسېدونکی دی، چې د بولان مېډيکل کالج په هاسټل کې یې استوګنه کوله.
د ډاکټر سعید د تښتونې درې ورځې وشوې، خو لا یې د تښتونې په ضد د کوټې په کومه پولیس تاڼه کې رپوټ نه دی درج شوی.
ځوانو ډاکټرانو او پيرا مېډيکل سټاف په سرکاري روغتونونو کې د طبي اسانتياوو غوښتنه هم وکړه.