لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلیله حیدر: ۴۰۰۰ هزاره ګان و وژل شول خو په کوټه کې لا ویره نه ده ختمه


وکیله او د بشري حقونو فعاله جلیله حیدر وایي په تېرو شاوخوا اوولسو کلونو کې په بلوچستان کې څلور زره هزاره ګان وژل شوي او شاوخوا لس زره ټپیان شوي دي. جلیلې حیدر له وي.او.اې ډیوې سره په ځانګړو خبرو کې وویل:

"له 2011م کاله راهیسې شاوخوا 500 هزاره ګان وژل شوي چې لس ښځې هم پکې شاملې دي".

جلیلې د اپرېل په پای کې په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنو په ضد د لوږې پینځه ورځنی احتجاج وکړ، چې بیا یې د پاکستاني پوځ د مشر جنرل قمر جاوید په ورتګ ځکه پای ته ورساوه، چې هغه ورته د هزاره ګانو د وژنو د مخنیوي او د دوی د قاتلینو په ضد د ګامونو اخیستلو ډاډ ورکړ.

یو هزاره تن په کوټه کې د خپلو وژل شویو خپلوانو قبرونو ته دوعا کوي.
یو هزاره تن په کوټه کې د خپلو وژل شویو خپلوانو قبرونو ته دوعا کوي.

جلیلې حیدر د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستان د سېنټ د بشري حقونو د کمېټۍ غونډې ته په وینا کې غوښتنه وکړه، چې کمېټۍ دې په بلوچستان کې د هزاره ګانو ژوند له نيژدې وګوري، چې شاوخوا 10,000 ښځې او ماشومان په څنګه ناوړه حالت کې ژوند کوي، چې د اظهار او تګ راتګ ازادي نه لري. جلیله وایي:

"شاوخوا 90,000 هزاره کورنۍ له ډاره د پاکستان نورو ښارونو او نورو هېوادونو ته کډه شوې دي، چې هغوی باید بیرته را ستانه کړل شي او د ژوند د بیارغونې غم یې وخوړل شي".

​د سېنټ د بشري حقونو کمېټۍ دا غونډه د دې لپاره را بللې وه چې په کوټه کې پر هزاره ګانو د وروستیو بریدونو علتونه معلوم کړي او داسې ګامونه واخلي چې د دغو شیعه مسلمانانو ژوند پکې خوندي شي. جلیلې د بلوچستان پر حکومت هم تور پورې کړ چې وایي د هزاره ګانو په تحفظ کې ناکامه شوی دی:

"دوی حفاظتي چیک پوسټونه جوړوي خو ویره لا هم نه ده ختمه شوې، زموږ خلک له خپلو کورونو دباندې نه شي تلای، له شپږو کلونو په دې هیله یو چې څه به وشي خو د حکومت له اقداماتو ډاډمن نه یو".

په کوټه کې د هزاره ګانو سیمه (مري اباد) چې ملېشه ځواکونو بنده کړې.
په کوټه کې د هزاره ګانو سیمه (مري اباد) چې ملېشه ځواکونو بنده کړې.

د پاکستان د بشري حقونو د قومي کمېشن د یو رپوټ په بنیاد پر هزاره ګانو باندې په بلوچستان کې د ۲۰۱۲م کال له جنورۍ د ۲۰۱۷م کال تر دسمبر پورې ۴۶ وسلوال بریدونه او چاودنې شوې دي، چې تر پینځه سوه زیات هزاره ګان پکې وژل شوي او تر اووه سوه زیات پکې ټپیان شوي دي.

پاکستاني ځواکونو یوه اوونۍ وړاندې دعوه کړې وه، چې د کوټې په الماس کلي کې یې د ځینو وسلوالو په ضد عملیات کړي او د درو وسلوالو په شمول یې د لښکرِ جنګوي ډلې یو مشر سلمان بادینی وژلی چې وایي د هزاره ګانو په وژنو کې یې لاس درلود.

خو جلیله حیدر او هزاره ګان وایي چې د دوی په وژنو کې لاس لرونکي کسان تر اوسه نه نیول شوي او نه په سزا رسول شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG