لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خپریدونکي کتاب دوه پخوانۍ"بنې" یو بل ته مخامخ ودرؤلي


دپاکستان دسیاسي ګوند تحریک انصاف د مشر عمران خان دپخوانۍ میرمنې ریحام خان لخوا دخپریدونکي کتاب په هکله پیل شوؤ بحثونو ته د عمران خان یوې بلې پخوانۍ میرمنې جمائمه خان هم رادانګلي دي اؤ داسې دوه پخوانۍ بنې یو بل مخامخ ودریدلي دي.

د ریحام دکتاب په هکله لا تر دې مهاله څوک په باور سره څه نه شي ویلی چې موضوعات یې څه دي خو ددغه کتاب دخپریدو د اطلاع مخې ته راتلو سره سم د عمران خان په ګوند کې ډیره بې قراري پیدا شوې ده.

دتحریک انصاف ګوند مشران تور لګوي چې ریحام خان دا کتاب د عمران خان دسیاسي مخالف ګوند مسلم لیګ(ن) په وینا په داسې وخت کې لیکلی چې ټولټاکنې پر سر راغلې اؤ ریحام غواړي په دغه کتاب دعمران خان ګوند ته ضربه ورسوي.

ریحام خان بیا دا تور رد کړی چې ګنې د چا په فرمائش یې لیکلی اؤ وایي” زما په کتاب کې دیو بلیک بیري یادؤنه هم شوې ده اؤ تحریک انصاف ددغه بلیک بیري په ذکر په پریشانه دی”

د بلیک بیري موبائیل فون اشاره په عمران خان د هغه دګوند سره دتړاؤ لرونکې یوې پخوانۍ قانون سازې عائشه ګلالۍ هاغو تورونو ته ده چې ویلي یې وؤ عمران خان ورته دخپل بلیک بیري فون نه ناوړه پیغامونه ورلیږلي دي.

دپاکستان یو ټي وي چینل سره په خبرو کې ریحام خان ویلي دي د تحریک انصاف ګڼ شمیر هاغو جینکو ورسره تماسونه نیولي چې په دغه ګوند کې ځانونه خوندي نه ګڼي.

هغې ویلي تر دې مهاله یې کتاب خپور شوی نه دی نو ځکه چاته پرې دنیوکې اړتیا هم نشته ، کله چې کتاب خپور شي بیا چې څوک څه وایي باید وئ وایي.

ریحام خان پخپله مرکه کې دا هم ویلي چې عمران خان تر دوؤ میاشتو هغې سره خپله نکاح له خلکو پټه ساتلې وه اؤ له دې امله عمران خان د اساسي قانون په ۶۲ماده پوره نه خیژي.

خو دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان یوې بلې پخواانۍ ښځې جمائمه ګولډ اسمتهـ بیا په ټوئټر ګواښ کړی دی چې که چرته د ریحام خان کتاب د برتانیې څخه خپور شو نو هغه به د محکمې دلارې د خپل سپکاوي اؤ امنیت څرګندیدلو دعوه دائروي.

جمائمه دا هم په ډاګه کړې چې هغه به دغه دعوه دخپل سپاړس کلن زوئ دلارې کوي.

جمائمه لیکلي هغې ته باور ورکړل شوی چې د ریحام خان کتاب دبرتانیې څخه دخپریدو وړتیا نه لري .

خو دا یې نه دي ویلي چې په دغه کتاب کې اخر داسې څه دي چې د برتانیه څخه نه شي خپریدلي

د عمران خان دواړه پخوانۍ ښځې ریحام خان اؤ جمائمه خان په برتانیه کې دي خو دطلاق نه وروسته جمائمه خان زیاتره وخت دعمران خان په پلوۍ په سوشل میډیا خپرونې کوي اؤ ریحام خان یې په ضد ولاړه ده.

په پاکستان کې هم په میډیا اؤ سوشل میډیا زیاتره بحثونه د ریحام خان په دغه کتاب روان دي اؤ د تحریک انصاف ګوند یو مشر حمزه عباسي چې دعوه کوي ددغه کتاب مسوده یې لوستي وایي کتاب کې عمران خان د نړۍ پرمخ تر ټولو ستر شیطان اؤ شهباز شریف ښه سړی یاد کړل شوی دی.

خو ریحام خان وایي چې هرکله کتاب خپور نه دی نو حمزه عباسي یې مسوده څنګه ولوستله؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG