لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي خېبر اؤ لکي مروت کې یې په دوؤ بیلابیلو عملیاتو کې"۹ ترهګر" وژلي دي 


د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په لکي مروت اؤ خېبر ضلعو کې یې د ترهګرو په ضد دوؤ بیلابیلو عملیاتو کې "۹ ترهګر" وژلي دي.

د ګل یا دوشنبې په ماښام د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار خپل بیان کې ویلي،امنیتي ځواکونو د قبایلي ضلعې خېبر په لرې پرته سیمه تېراه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې په کې ۷ ترهګر وژل شوي دي.

پوځ وایي په وژل شوؤ کې دوه ترهګر کمانډران نجیب عرف عبدالرحمان اؤ اشفاق عرف معاویه هم شامل دي.

پوځ دعوه کړې ده چې وژل شوؤ ترهګرو پسې امنیتي ځواکونه له ډیرې مودې ګرځېدل اؤ هغوي په یو شمیر ترهګریزو بریدونو کې ککړ وؤ.

پوځ ددغو ترهګرو له ولکې د وسلو اؤ چاودیدونکو توکو ترلاسه کېدو دعوه هم کړې ده.

د آي ایس پي ار د بیان له مخې په لکي مروت سیمه کې هم امنیتي ځواکونو د ترهګرو یوه ځاله په نخښه کړې اؤ دوه وسله وال یې وژلي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې سیمې نه د ترهګرۍ ختمولو لپاره د پاکونې عملیات روان اؤ امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ نوغي ویستو ته لوړه حوصله لري.

پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.

پاکستان کې د څيړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌سټديز نومې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګریزو پېښو کې ۹۲ فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

پخپل تازه رپورټ کې یادې ادارې ویلي دغه موده کې د پوځ د يو کپتان په شمول ۶۵ پوځیان ،دوه پوليس افسران اؤ ۲۹ پولیس عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ په 22م جون په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوو عملياتو منظوري ورکړې او د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم عمليات کولی شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG