لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:د طالبانو حکومت ته به د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه اخستل وي



څېړونکي وایي د شنګهایي دهمکاریو د سازمان د سر ټولنې په څېر یوه مهمه غونډه کې د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف لخوا افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته ګوته نیول د افغان طالبانو د حکومت څخه نوره د پاکستان ناهیلي ښیي
څېړونکي وایي د شنګهایي دهمکاریو د سازمان د سر ټولنې په څېر یوه مهمه غونډه کې د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف لخوا افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته ګوته نیول د افغان طالبانو د حکومت څخه نوره د پاکستان ناهیلي ښیي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په افغانستان واکمنو طالبانو باندې ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه واخلي اؤ پرې نه ږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکارول شي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د قازقستان پلازمینه استانه کې د شنګهایي د همکاریو د سازمان سر ټولنې ته وینا کې شهباز شریف ویلي د سیمې د غوره راتلونکي لپاره به مونږ ته ځانونه د جغرافیایي اؤ سیاسي تاؤ تریخوالي نه راویستل اؤ د ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره په ګډه کار کوي.

څېړونکي وایي د شنګهایي دهمکاریو د سازمان د سر ټولنې په څېر یوه مهمه غونډه کې د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف لخوا افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ته ګوته نیول د افغان طالبانو د حکومت څخه نوره د پاکستان ناهیلي ښیي.

شهباز شریف پخپله وینا کې یو وارې بیا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون ته په اشاره وویل ، افغانستان ته به د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه اخستل وي اؤ باید پرې نه ږدي چې خاوره یې د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي.

د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو تر دې وړاندې هم څو،څو وارې تورونه لګولي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه د پاکستان خلاف ترهګري کوي.

خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا د پاکستان دا نیوکې ردوي اؤ وایي د‌ پاکستان لخوا په نړیوالو فورمونو د داسې رقم تورونه مقصد د طالبانو د حکومت د بې ثباته کولو اؤ د مشروعیت نه موندلو هڅه ده .

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي،هسې خو د پاکستان دا دریځ دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي اؤ وخت په وخت د پاکستان حکومتي اؤ پوځي مشران دغسې بیانونه ورکوي خو دا چې اوس وزیر اعظم پخپله په نړیوالو فورمونو داسې بیان ورکوي نو دا د طالبانو د حکومت نه د پاکستان ناهیلي ښیي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلی طاهر خان وایي " دا چې د یو هیواد مشر لکه وزیراعظم شهباز شریف افغانستان څخه د ترهګرۍ خبره د شنګهایي همکارۍ د سازمان په غونډه کې کړې ده، چې هلته د نورو مهمو هیوادونو لکه د چین، دمرکزي اسیاء د اکثره هیوادونو ، بیا د هندوستان مشران اؤ پلاوي پکې وؤ، نو معنا یې دا ده چې دا د طالبانو دحکومت څخه د پاکستان هغه ناهیلي اؤ مایوسي ښیي"

وزیراعظم شهباز شریف پخپله وینا کې ویلي چې د ریاستي ترهګرۍ باید په کلکه غندنه وکړل شي .

هغه زیاته کړه چې د افغان ولس د ستونزو د هواري لپاره به د لنډ مهال افغان حکومت سره مقصدي خبرې اترې کول وي اؤ افغان (دطالبانو)حکومت ته به د ترهګرۍ خلاف موثر ګامونه اخستل وي.

د شهباز شریف په وینا د تبصرې کولو ترڅ کې خبریال طاهر خان ډیوه ته وویل، ډیر هیوادونه اکثره د ستونزو د هواري لپاره په دوه اړخیزه توګه هڅې کوي خو چې کله دغه هڅې نتیجې یا پایلې ور نه کړي نو بیا یو هیواد مجبور شي په نورو فورمونو ستونزې راپورته کړي.

طاهر خان وایي، پاکستان کې چونکې امنیتي وضعه ښه نه ده ، د باجوړ تازه حمله د هر چا مخې ته ده نو ځکه د پاکستان وزیراعظم د شنګهایي د همکاریو د سازمان غونډه کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته اشاره کړې ده.

هغه وایي عموماً په داسې مهمو غونډو کې دداسې بیانونو تر شا نورو مشرانو ته یو پېغام هم وي تر څو د نړۍ د نورو هیوادونو ملاتړ خپل موقف ته ترلاسه کړي اؤ یقیناً چې دا به هم د پاکستان د وزیراعظم یو خواهش ؤ.

د نوموړي په وینا ،په دې غونډه کې د شریکو هیوادونو څخه دچین،روس طالبانو سره ډير ښه تعلق دی،د مرکزي اسیا د ځېنو هیوادونو ازبکستان اؤ قزقستان هم ورسره ښې اړیکې دي نو ځېنې وخت کې دا یو میسیج هغوي ته هم وي تر څو په افغان طالبانو باندې یو فشار راشي چې ټي ټي پي د پاکستان په ضد د فعاليتونو نه منعې کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG