لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او امریکا پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې ګډ مشقونه کوي


‏د پاکستان او امریکې پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې او تجربو شريکولو او پياوړي کولو مشقونه يا تمرينونه کوي. د پاکستان پوځ ويلي، دغه مشقونه د ‏خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې په پبو سيمه کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز کې روان دي.‏

د پاکستان پوځ پرون په درېمه جولايۍ د يادو مشقونو په اړه يو بيان کې ويلي، "د پاکستان او امریکې د انفېنټري رايفل کمپنۍ ‏‎2024‎م دغه دوه اړخيزه ‏مشقونه د ترهګرۍ د خطر سره مبارزه کې يو بل سره د سب يونټونو په کچه مهارتونه شريکول دي".‏

پوځ ويلي، د دوو اوونيو ياد مشقونه په ‏‎29‎م جون د نوښار په پبو کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز کې پيل شوي دي.‏بيان کې زياته کړل شوې، "د مشقونو مقصد د ترهګرۍ ضد تجربو شریکولو نه علاوه د ترهګرۍ ضد عملياتو کې اړينې طريقې ښه کول دي".‏

ويل شوي، "یاد مشقونه په ښاري ساحو کې د جګړې په وخت د يونټونو په کچه په غوره طريقو پوهېدل او د نخښه کولو مهارتونو ترلاسه کولو غوره تصور ‏دی".‏

د پاکستان او امریکايي پوځ دغه مشقونه په داسې وخت کې کيږي، چې په ‏‎22‎م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ ‏غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د عزم استحکام په نوم نوو عملياتو منظوري ورکړل شوې وه.‏

او د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف بيا د وي او اې سره په يوه مرکه کې د يادو عملياتو په اړه ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې غاړې ‏افغانستان کې هم عمليات کولی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، د ‏نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.‏

پاکستان کې د‎ ‎څيړنو او امنيتي مطالعو مرکز (سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌سټديز، سي ار اېس اېس) په نوم ازادې غېر دولتي ادارې ويلي، په تیرو ‏درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترسره شوو ترهګرو پېښو کې ‏‎92‎‏ فيصده مرګ ژوبلې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي. او په دغه ‏موده کې د پوځ د يو کپتان پشمول ‏‎65‎‏ پوځیان او دوه پوليس افسر پشمول ‏‎31‎‏ پوليس اهلکار وژل شوي دي.‏

پاکستاني چارواکي په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ‏ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان د ‏پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.‏

سي ار اېس اېس د جولايۍ په لومړۍ نېټه خپور کړي رپورټ کې ويلي وو، په تیرو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې ترهګرو بریدونو او ترهګرو پرضد ‏عملياتو کې ټولې ‏‎240‎‏ پېښې شوي، د عامو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د عسکرو په ګډون پکې ‏‎380‎‏ کسان وژل او ‏‎240‎‏ ژوبل شوي دي.‏

د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، ‏‎87‎‏ بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په ‏دغو صوبو کې شوي او ‏‎92‎‏ فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي.‏

په رپورټ کې ويل شوي، د روان کال د لومړيو درېو میاشتو په مقابله کې په وروستيو درېو مياشتو کې په بلوچستان صوبه کې ترهګري کمه شوې خو په ‏خېبرپښتونخوا او پنجاب کې زياته شوې ده.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG