لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ "د ترهګرۍ مخنيوي دپاره عزمِ استحکام عمليات مهم ګرځولي، د افغانستان په حالاتو یې غور کړی"‏


د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د "ترهګرۍ د مخنيوي دپاره خپلې کړل شوې تګلارې په لړ کې د [عزمِ استحکام] عملیات مهم ګرځولي"، ‏او "د افغانستان په حالاتو یې غور" کړ ی دی.‏


د پوځ ياده غونډه په داسې وخت کې شوې چې هم پرون د خېبرپښتونخوا په مردان ضلعه کې يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او اووه نور ژوبل ‏شوي دي، له دغې وړاندې په درېمه جولايۍ باجوړ کې د پخواني سېنېټر هدايت الله خان ګاډی د ريموټ کنټرول د لارې بم چاودنه کې په نخښه کړل شوی، ‏هدايت الله خان او هغه ‏سره څلور نور کسان پکې وژل شوي وو.‏


په ‏22‎م جون د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې په ملک کې د ترهګرۍ او توندروۍ پرضد د [عزمِ استحکام] په ‏نوو عملياتو منظوري ورکړې وه.‏


د پاکستان پوځ پرون په پينځمه جولايۍ ويلي، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د ‏مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی دی".


ويل شوي، "فورم د سيمه ييزه امنيت او په ځانګړي ډول افغانستان په حالاتو غور کړی دی"، خو د غور په اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی.‏


د عزمِ استحکام په اړه د پاکستان د فاع وزیر خواجه اصف څو ورځې وړاندې د وي او اې سره په يوه مرکه کې ويلي وو، په ضرورت پېښدو د پولې پورې ‏غاړې افغانستان کې هم عمليات کېدلی شي، خو په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری ورکړی، که چا یې هم د پولې يا حريم سرغړونه وکړه، ‏د نتيجو زمه وار به یې په خپله وي.‏


پاکستاني چارواکي د اوږدې مودې نه په ملک کې د زياتېدونکې ترهګرۍ په اړه په تکرار سره وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو ‏وروسته پاکستان کې ناامني او ترهګرۍ سېوا شوې او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې ترهګري کوي، خو په افغانستان ‏کې واکمن طالبان د پاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي.‏


د پاکستان پوځ ويلي، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه ‏هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې ده.‏
او زياته کړل شوې،"فورم د ځينو خلکو لخوا د عزمِ استحکام په حواله بلاجوازه تنقيد او ځانګړو ګټو ترلاسه کولو دپاره په اوازو اندېښه څرګنده کړې ده".‏


‏ خېبرپښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او مذهبي سياسي ګوند جمعيت علما اسلام د نوو پوځي عملياتو ‏مخالفت کوي.‏


او جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان نزدې يوه اوونۍ وړاندې په يو خبري کانفرنس کې پوښتنې راولاړې کړي او ويلي يې وو، "پاکستان کې ‏د څو پوځي عملياتو وروسته ترهګري ولې سېوا شوې ده؟".‏
مولانا فضل الرحمان د چا د نوم اخستو بغېر ويلي وو، "پاکستان کې د ترهګرۍ په مخنيوي او ختمولو کې خو تاسو پاتې راغلي يئ، اوس په خپلو ناکامو ‏د پردې اچولو دپاره په افغانستان کې د حملو خبره کوئ". ‏
پوځ ويلي، پوځي مشرتابه قام ته په ورپېښو چېلنجونو په بشپړ ډول خبر دی او د ولس په مرسته به خپلو اييني حدونو کې په پاتې کېدو د يو تلپاتې حل ‏دپاره هڅې کوي.‏


د کور کمانډرانو په غونډه کې د "سياسي ارادو پوره کولو دپاره روانه ډيجيټل ترهګرۍ د رياستي ادارو پرضد سازش ګرځول شوی"، او ويل شوي، "د ‏رياست مخالفه بهرني قوتونو په سرپرستۍ کې روانې ډيجيټل ترهګرۍ مقصد دروغ، جعلي خبرونه او پروپېګنډې د لارې په قام کې نفاق او مايوسي ‏خورول دي".‏

خو پوځي بيان کې د ډيجيټل ترهګرۍ وضاحت او تفصيل نه دی ویل شوی.‏ پوځ ويلي، د پاکستان پوځ او پاکستانی قام نه يواځې په دغو سازشونو خبر دی بلکې د دښمن ناوړه مقصدونو ته د ماتې ورکولو دپاره پُر عزم او متحد ‏دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG