د پاکستان او افغانستان په زياتره سيمو کې د دواړه هېوادونو د مشترکه کابل سيند اوبه د څښلو او اوبه خوَر لپاره استعمالېږي، خو د ماحولياتو ماهرين وايي د دې سيند په اوبو کې زیاته اندازه ګنده اوبه او نورې ګندګۍ شاملېږي او اوبه یې ډيرې ککړې شوې دي چې له امله یې د سيند په شاوخوا سیمو کې د فصلونو له پيداوار سره سره ځناورو او انساني ژوند ته هم زيان رسېږي.