لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د وزيراعلی د شمالي وزيرستان د سفر په مهال غټه احتجاجي مظاهره شوې


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان په لمړي ځل د شمالي وزیرستان سفر کړی د يو څو پرمختيايي پروژو اعلانونه يې کړي خو د سيمې خلکو په دغه مهال يوه غټه احتجاجي مظاهره کړې چې اول دې د سيمې بې کوره کړی شوي خلک خپلو علاقو ته ستانه کړی شي.

وزيراعلی د ميران شاه يونس خان لوبغالي ته ورغلي او يوې دستورې ته یې وېنا کړې ده، هغه په علاقه کې د موبايل سروس په ځای کولو پرانسته وکړه او د ميرعلي ـ شوا روډ ۵۴ کلوميټره جوړولو اعلان يې وکړو.

خو بل لور د وزيراعلی د سفر په مهال په ميران شاه مارکيټ سیمه کې يوه احتجاجي مظاهره شوې او خلکو غوښتي چې اول دې د دوي بنيادي بشري غوښتنو ته پاملرنه وشي.

مظاهرې ته وېنا کوونکو وويل چې بايد حکومتي واکمن اول د سيمې څخه بې کوره شوي کډوال بيرته ستانه کړي او اباد يې کړي.

دوي غوښتنه کوله چې د خلکو وران شوي کورونه دې اباد شي بنيادي بشري ضرورتونه دې يې پوره کړی شي او تشې په نوم ژمنې دې ورسره نه کيږې دا دې په عمل کې راوستی شي.

په احتجاج کوونکو ځاي سوداګر او د پټرول پمپونو مالکان هم شامل وو دوي غوښتنه کوله چې د ضرب عضب په وخت د دوي کوم تاوانونه شوي حکومت دې ورته د هغې معاوضه ورکړي.

وزيراعلی د علاقې د خلکو دپاره د صحت کارډ، د يونيورسټۍ او مېډېکل کالج چې وزيراعظم عمران خان يې د سفر په مهال اعلان کړی وو د هغې ژمنه يې بيا تکرار کړه او د شمالي وزيرستان د مارکيټونو، جماتونو، مدرسو، سکولونو او د صحت په مرکزونو کې د سولر يا د نمرڅخه د بجلۍ ترلاسه کولو د نظام جوړولو يې هم وويل.

هغه وويل د سيمې زده کوونکو ته به بې د سود څخه قرضې ورکول کيږي او د سکولونو د زده کوونکو د سکول د جامودپاره يې پينځه لاکه روپۍ اعلان کړې.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې څو پورې د سيمې خلک نه وي رضا شوي د کرم تنګي ډېم به نه جوړول کيږي.

په احتجاجي مظاهره کې شريک د شمالي وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي په قامي اسمبلۍ کې به پوښتنه کوي چې د ضرب عضب وروسته په علاقه کې د کومو پرمختيايي پروژو ادعاوې شوي او غټې روپۍ خرڅ شوي دا پروژې چرته او څومره روپۍ پرې خرڅ شوي د علاقې خلک دې پرې خبر کړی شي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په شمالي وزيرستان کې د بجلۍ په ځای کولو ادعاوې کيږي خو نوموړی وايي د سيمې په ۹۰ فيصده برخه کې اوس هم بجلي نشته.

هغه وويل په وروستيو کې چې د شمالي وزيرستان د پرمختيا دپاره کوم کاليز فنډ وېشل شوی هغه تور لګوي پوځ او ځايي انتظاميې د خپلې خوښې په خلکو خرڅ کړی دی او د عامو خلکو ستونزې پکې د پامه غورځول شوي دي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د شمالي وزيرستان سفر په داسې حال کې کړی چې تېر کال دا قبايلي سيمې په صوبه کې ورګډې کړی شوي دي او چارواکي ادعا کوي چې په سيمه کې په بشپړ ډول امنيت په ځای کړی شوی دی.

خو دا وخت هم يواځې د شمالي وزيرستان په زرګونو کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي.

د دولتي شمېرو ترمخه ۱۵ زره کورنۍ په پاکستان کې دننه او پينځه کورنۍ په افغانستان کې د کډوالۍ ژوند کوي خو ځايي خلک بيا وايي ۵۰ زره کورنۍ په کډوالۍ کې په ژوند کولو مجبوره دي.

د دې ترڅنګ د سيمې خلک په امنيتي وضعه هم سوالونه راپورته کوي او وايي چې په سیمه کې د امن دعوې کيږي او بل لور ته ورسره د هدفي وژنو او بدامنۍ پېښې هم وخت په وخت رامنځته کيږي.

د وزيراعلی سره د شمالي وزيرستان په سفر کې د مواصلاتو وزير مملک مراد سعيد، د صوبې د خزانې وزير تېمورسليم جګړا او د وزیراعظم د قبايلو چارو مشاور اجمل وزیر هم ملګري وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG