لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د وسلوالو په ضد د پلټنې عملیات کېږي، 2 وسلوال وژل شوي


ډېره اسماعیلخان ــــ پاکستاني امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د میرانشا په دته خېل او بویه تحصلینونو کې د ترهګرۍ د وروستیو پېښو په تړاو د وسلوالو په ضد د پلټنې او پاکۍ عملیات پیل کړي دي.

رپوټونه وایي چې په عملیاتو کې تر اوسه دوه وسلوال وژل شوي دي چې مړي یې ځایي انتظامیې ته سپارل شوي دي، خو دا نه دي ویل شوي چې دغه وسلوال څوک او د کوم ځای دي.

رپوټونه وایي دغه عملیات نن د چارشنبې- شورو په ورځ په هغو سیمو کې پیل شوي چې د افغانستان پولې ته نیژدې پرتې دي او د ضرب عضب عملیاتو په وخت پکې د وسلوالو په ضد عملیات نه وو شوي.

د امنیتي ادارو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې له جنګي هیلیکاپټرو او درنې وسلې څخه کار اخیستل شوی دی.

افسر وایي په عملیاتو کې د دته خېل او بویه تحصیلونو یو شمېر سیمې لکه چارخېل، جیپنګه، دادن، شین کنډی او میدان د وسلوالو له قبضې خلاسې کړل شوي دي.

بویه، دته خېل او شوال افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان هغه سیمې دي چې د ضرب عملیاتو له وجې بې کوره شوي خلک یې لا خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي او له دې ځایه زیات شمېر افغانستان ته هم کډه شوي دي.

دغه چارواکی وایي دغه عملیات د وسلوالو په ضد د لټون او پاکۍ عملیات دي او وروسته له هغه پیل شوي چې له افغانستان سره پر پوله پاکستاني ځواکونو د امنیت او د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره اغزن تار لګوي او وسلوال ورباندې پرله پسې بریدونه کوي.

د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه هم په لوړه منډۍ سیمه کې پاکستاني ځواکونه پر ډیورنډ کرښه باندې په اغزن تار لګولو بوخت وو، چې وسلوالو ورباندې برید کړی وو. پوځ ویلي وو چې په دې برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر په خپل بیان کې ویلي وو چې د وسلوالو شمېر له اویا تر اتیا تنو پورې وو او دعوه یې کړې وه چې له افغانستانه ور اوښتي وو، خو افغان چارواکو هم دعوه کړې چې د دې برید په غبرګون کې پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې پر عامو خلکو بریدونه کړي وو.

د امنیتي ادارو یاد چارواکی وایي د روانو عملیاتو په مهال افغان چارواکو ته خبرتیا ورکړل شوې او له هغوی سره په همکارۍ د وسلوالو په ضد عملیات روان دي.

په شمالي وزیرستان کې تېره اوونۍ پر امنیتي ځواکونو پرله پسې شپږ بریدونه شوي، چې پکې 9 پوځیان، 3 د خاسه دار ځواک عسکر وژل شوي او 16 نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG