په پاکستان کې د واکمن ګوند تحريک انصاف دحکومت نه وروسته د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه هم دهیواد په خراب معاشي وضعیت د قابو راوستو د پاره دسختو فیصلو کولو تاید کړی اؤ ويلې یې دي چي د معاشي ثبات پرته د خود مختارۍ تصور نه شي کيدی.
د پوځ مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار دبيان تر مخه دپوځ سرلښکر دهېواد دمعيشت په اړه دا خبرې هم د پوځ دواک لاندې يو پوهنتون (نيشنل ډيفينس يونيورسټۍ کښي )دقامي معيشت په اړوند يو سيمينار ته پخپله وینا کې کړي دي.
د پوځ دسرلښکر وينا وه چې دا مهال هېواد د سختو معاشي کړمو سره مخ دی اؤ يوه وجه یې دا ده چي تيرو وختونو کښې په دې اړه سختې فيصلې نه وې شوې او دسختو فیصلو نه کیدلو له امله معاشي ستونزې سیوا شوي دي.
د جنرال قمر جاويد باجوه دا هم وينا وه چي دمعاشي ثبات نه پرته د خپلواکۍ تصور بې معنا دی او پوځ دا ځل دفاعي بودیجه کښې داضافې نه کولو له لارې دهیواد معیشت پياوړي کولو کښې خپل کردار لوبولی دی.
روانه میاشت دپاکستان دملي بودیجې جوړیدلو نه وړاندې پوځ اعلان کړی ؤ چي په دفاعي بجټ کښې به اضافه نه کوې خو مطبوعات وايي دا ځل په دفاعي بجټ کښې ٤.٧ فيصدي اضافه شوې ده.
په دې وروستیو کې دپاکستان پوځ په ښکاره توګه د پاکستا ن دخارجه تګلارې، دهېواد په معیشت اؤ نورو حکومتي چارو باندې بيانونه ورکول پيل کړي دې او موجوده حکومت هم په اعلان کړل شوي نيشنل ډيفنس کونسل اؤ دتيرو حکومتونو په مهال داخستل شوؤ پورونو دپلټنو دپاره جوړ کړل شوي کميسون کښې پوځ ته استازېتوب ورکړی دی.
په دې اړه څېړنکار جميل چترالي وايي چي که پوځ خپل کار ته محدود شي اؤ سياسي جمهوري حکومتونه آزادو پريکړو ته پریږي نو هله به هېواد د پرمختګ په لور روان شي.
وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي که مونږ سويلي اسيا او د منځني اسيا سيمې ته وګورو نو دهندوستان نه پرته دغلته په څه نه څه ډول آمرانه حکومتونه پرځائ دي او په دې ټوله سيمه کښې يواې هند دی چي سياستمداران یې هر قسمه فيصلو کښې آزاد دي ځکه يې ترقي کړې ده.
ناقدين وايي پاکستان کښي چرته هم جمهوري حکومتونو دپوځ دصلاح يا اجازې پرته ازادې فيصلې نه دې کړې خو پوځ داسې قسمه نیوکې ردوي اؤ دریځ لري چې یوازې دهیواد دښېګړې اؤ بقاء دپاره خپل رول ترسره کوي