لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزيرستان په انتخابي جلسو کې د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتنې کیږي


په قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان کې د نورو قبايلي ضلعو په څېر انتخابي کمپاين روان دی خو دغلته په جلسو کې د ووټونو غوښتو سره د سيمې نه د قامي اسمبلۍ د بنديوانو غړو او پي ټي اېم د مخکښ مشرانو د خوشي کولو غوښتنې هم کیږي.

نن د جمعې په ورځ د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې عوامي نيشنل ګوند، پاکستان پيپلز پارټۍ او يو ازاد کانديد درې جلسې کړي او په درې واړو کې د علي وزير او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتنې شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر نثار لالا ويلي چې د علي وزير او محسن داوړ بنديوان ساتل د وزیرستان د خلکو رايو ته سپکاوی دی.

هغه وويل د سيمې نه دواړه منتخب غړي د يو پلان لاندې بنديوان کړی شوي دي.

د پيپلز ګوند عمران خان مخلص چې د جنوبي وزيرستان د ۱۱۴ حلقې نه کانديد دی هغه ويلي علي وزیر او محسن داوړ پارلیمان ته د سيمې د خلکو مسلې وړلې وې چې واکمن پرې خبر کړي خو حکومت دغه خبرې نه شوې زغملی او د هغوي د خبرې د مخې نيولو په موخه يې دوي بنديوان کړه.

مخلص وويل که څه هم دوي د قامي اسمبلۍ منتخب غړي بنديوان کړه خو نوموړي ځان ته په اشارې کولو سره وويل اوس به د سيمې څخه صوبايي اسمبلۍ ته بل علي وزير او محسن داوړ لاړ شي.

پرون د د زیارت، پنجشنبې په ورځ د جمعيت علما اسلام ف ډلې د سيمې مشر مولانا عبدالشکور په واڼه کې د خپل ګوند پلويانو ته په جلسه کې د علي وزیر او محسن داوړ د خوشي کولو غوښتنه کړې او ويلي يې ؤ د سيمې نه د پارلیمان منتخب غړي بنديوان کولو د سيمې د خلکو په حقونو ډاکه اچول دي.

هغه ويلي که ياد دواړه منتخب غړي په پارلیمان کې وي نو دوي به د خپلو خلکو د حقونو تپوس وکړي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران محسن داوړ او علي په پوځي چيک پوسته د بريد او د پوځيانو په ګاډی د چاؤدنې په تورنو مقدمو کې بنديوان دي.

د يادو دواړو کسانو دپاره پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر ته د پروډکشن ارډر یا اسمبلۍ ته د راوستو د امر کولو خواست کړی خو هغه نه ؤ منظور کړی.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان بيا بيا د علي وزیر او محسن داوړ د پروډکشن ارډر جاري کولو خبره کوي او د پاکستان تحریک انصاف په حکومت نيوکې کوي او وايي د دوي سره امتيازي سلوک کيږي ګنې د اسمبلۍ نور بنديوان غړي راوستل کيږي خو يواځې دوي بند کړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG