لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه په سیاسي، سماجي، اقتصادي او کلتوري کړمو کې ښکیل دي: پښتون گلوبل ډایسپوره


دکنیډا په مونټریال ښار کې د پښتون ګلوبل ‌‌‌‌‌‌ډایسپوره تنظيم مشرانو ویلي دي چې پښتانه په سیاسي، سماجي ،اقتصادي او کلتوري توګه د ستونزو سره مخ دي او دا تنظيم غواړي چې ددغه مسلو حل ولټوي.

د تنظيم په جوړونکو کې یو او د پښتون کونسل کنیډا مشر سراج خان وي او ډيوه ته وویل دا تنظيم به په شورو کې د نړۍ دټولو پښتنو سره رابطې کوي او د نړۍ دپښتنو یو فهرست تیاروي.

وتلی قانون دان زاکر حسین دې غونډې ته د ګډون لپاره د برتانیه نه راغلی دی.

ښاغلي حسین وي او ډيوه ته وویل پښتانه د سیاسي، سماجي او اقتصادي کړمو نه وښکل تر ټولو مهم هدف دی خو که د نورې نړۍ پښتانه دا هدف نه خوښوي نو د هغو مشورو ته به غوږ نیول کیږي.

د امریکی نه په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې شریک شوي د سیاسي چارو ماهر پروفیسر زبیر مسید وویل چې ددې ایسوسي ایشن یو سکوټ پریکړی منشور به تیاریږي او د هغې په رڼا کې به د اوږد مهاله تګ لارې تابیا کېږي.

د تنظیم یو بل غړي ډاکټر کاظم وویل چې په اوږد مهاله تګ لاره کې د پښتو ژبې او فرهنګ د روزنې کارونه شامل دي.

د هدفونو د تر لاسه کولو لپاره د تنظيم مشرانو کمیټئ جوړې کړلی. په دغو کمېټو کې د عامه رسنیو لپاره هم یوه کمېټه ځانګړې شوېې ده چي په نیژدې راتلونکې کې به د ټولینزو رسنیو له لارې د معلوماتو خپرولو او پوهاوي لپاره یو منظم برنامه پر لاره واچوي.

پښتون کاونسل کاناډا په 16 اګست په میسی ساګا ښار کې د ټورانټو پوهنتون په تالار کښې د یوې سیمنیار تابیا هم کړې ده چي پکې به د نړۍ پښتانهٔ اندیالان (اینټلیجینشیا) برخه اخلي.

په دې لړ کې د ذاکرحسین ایډوکیټ، نورالله اتل، پروفیسر سراج، ډاکټر الماس، ډاکټر زبیر مسید، ډاکټر قیوم مومند او نور نامتو پښتانه پوهان او لیکوالان میسيساګا ښار ته رسیدلي دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG