لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د دوه فريقېنو ترمنځ نښتې مرګ ژوبلې اړولي، ژوند په ټپه ودرېدلی


جنوبي وزيرستان
جنوبي وزيرستان

د جنوبي وزیرستان په کرکڼه نومې علاقه کې د دوه ځايي قبيلو ترمنځ د درېو راهسې نښتې رواني دي چې پکې تراوسه پورې د درېو کسانو د وژل کېدو ويل کیږي او په علاقه کې سخته ويره ترخه خوره ده.

د توې خلې تحصيل د کرکڼې علاقې ځايي اوسېدونکو وي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي چې د وزیرو د ځلي خېل او دوتاني قبيلې سره تعل لرونکي په ګڼ شمېر کې کسان یو بل ته د ځمکې د لانجې په سر مخامخ شوي او ويل کيږي په يو بل درنې او سپکې وسلې کاروي.

د عوامي نيشنل ګوند د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی مشر تاج وزیر وايي، چې د درې ورځو راهسې په علاقه کې دوه فريقه يو بل ته مخامخ شوي په يو بل ډزې کوي درنې او سپکې وسلې کارول کيږي. نه خو ځايي انتظاميه او نه هلته موجود پوځي چارواکي په دغه جګړه څه کار لري چې مخه يې ونيسي.

هغه وويل په علاقه کې د روانې نښتې له امله نور خلک د خوراکي توکو د نشتوالي ترڅنګ د سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي.

هغه دا هم وويل انتظاميه کولی شي چې دا مسله هواره کړي خو څوک هم مينځ ته نه راځي ځکه هغه وايي پوښتنې راولاړيږي چې د کوم پلان لاندې خو دغه لانجه نه ده روانه کړی شوي.

وزیر وويل قبايلي سيمې اوس فاټا نه ده پاتې هلته د حکومت پوره عملداري ده بايد د دغه نښتې ودرولو دپاره جدي ګامونه واخستی شي.

د ځلي خېل قبيلي قلم وزیر وايي قامي فېصله شوې وه چې د بلې ډلې پرضد به جګړې ته ځي. خو نوموړی وايي پکار حکومت له وه چې د دغه قامي فېصلو مخه يې نيولی وی او خلک يې د جګړې او نښتې نه منع کړ ی وی.

هغه تور ولګوؤ په ښکاره د جګړې دپاره وسلې وړل کيږي او څوک يې هم د تپوس نشته.

د دوتاني قبيلې مولانا غلام حسن وايي دواړو غاړو ته خلک په مورچو کې ناست دي د يو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کاروي.

هغه هم وايي بايد حکومت په دې باب ګام پورته کړي هسې نه چې حالات دې ځای ته ورسي چې بیا د قابو کولو نه وي.

د جنوبي وزيرستان مرستيال کمشنر نعمان افضل افريدي وايي دا ډېره پخوانۍ شخړه ده چې د دوه فريقو ترمنځ روانه ده.

هغه وويل مشران لګيا دي د دواړو فریقو ترمنځ خبرې کوي او پوليس ته ويل شوي چې حالات قابو کړي.

خو ځيني انتظامي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په سر وايي چې قبايلي علاقې په خېبرپښتونخوا کې شامل کړی شوي دي خو په قبايلي ضلعو کې لا هغه وسايل نشته چې دغه ډول حالات پرې قابو کړی شي، ځکه په کرکڼه کې هم دوه فريقه په ښکاره د يو بل پرضد مېدان ته راوتلي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG