لاهور هائیکورټ د لا قانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد او نورو مشرانو پرضد د درج شوو مقدمو دختمولو دپاره د وړاندې نه جمع شوی خواست د اوريدو دپاره منظور کړی دی.
تيره اوونۍ د جماعت الدعوه د ذيلي تنظيم سکتر ملک ظفر اقبال د حافظ سعيد په ګډون د ٦٥ؤ مشرانو پرضد د درج شوو مقدمو ختمولو دپاره لاهور هائیکورټ ته عريضه کړې وه.
په دغه خواست یا عریضه کې ويل شوي چې په حافظ سعيد د لشکر طيبه د مشرۍ کولو بې اساسه تور لګول شوی او مقدمې پرې درج کړل شوې ده.
خواست کې دا دریځ هم خپل کړی شوی چې حافظ سعيد د القاعده او يا د بل کوم داسې تنظيم سره تړاؤ نه لري چې د رياست پرضد ګامونو اخستو کې ککړ وي او دا چې حافظ سعيد باندې د ممبۍ بريدونو کې دلاس لرنې تورونه هم د حقيقت پرضد دي.
څيړونکي وايي که چرې عدالت حافظ سعيد ته ضمانت ورکوي نو په دې کې به د پاکستان د حکومت هيڅ کردار نه وي خو بيا به هم ځنې هېوادونه په پاکستان د ترهګرو ډلو سره د مرستو تورونه لګوي .
سږکال په دریمه جولایي دلاقانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد او د نائب امير عبدالرحمان مکي په ګدون ددغه تنظيم د ١٣ مشرانو پرضد د کال ١٩٩٧ د ترهګرۍ ضد قانون لاندې د ترهګرو سره د مالي مرستو په سر شاوخوا شل مقدمې درج کړل شوې وې.
لاهور هائیکورټ د حافظ سعيد پرضد د درج شوو مقدمو ختمولو دپاره محکمې ته شوی خواست د اوریدنې دپاره په داسې حال کې منظور کړی چې د ترهګرو ډلو په مالي مرستو او دناقانونه پېسو دلیږد په چارو نظر لرونکې نړيوالې ادارې ايف ای ټي ايف پاکستان د سختې څارنې په خړ نوملړ کې اچولی او راتلونکي اکتوبر کې به د پاکستان د ګامونو په رڼا کې غوڅه پريکړه کوي چې نوم ېې د څارنې د فهرست څخه وباسي او که په تور فهرست کې ور واچول شي؟
څيړنکار ډاکټر حسن عسکري وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي که چرې عدالت حافظ سعيد ته ضمانت ورنکړي نو ايا بيا به هم د پاکستان څټ د ايف ای ټي ايف نه خلاص شي او که نه ؟
هغه وایي "داسې ښکاري چې ايف ای ټي ايف هم د نړيوال سياست برخه ده او د هغې اقدامات هم په نړيوال کچ د پاکستان په سياسي کردار اړه لري . اوس چې د پاکستان په ملاتړ د امريکا او افغان طالبانو ترمينځ دسولې خبرې روانې دي نو دغه شان د ايف ای ټي ايف معامله وړاندې وروستو کيږي"
لاهور هائیکورټ نن د نهې په ورځ د دغه خواست سرسري اوريدنه کړې او ورسره ېې د پنجاب د پوليسو محکمې سي ټي ډي ټي ته نوټس جاري کړی او دوؤ اوونیو کې دننه ېې ترې ځواب غوښتلی دی.
امريکا او هندوستان په حافظ سعيد باندې د کال ٢٠٠٨ د ممبۍ ترهګریزو بريدونو کې دلاس لرنې تور لګوي . په دغه بريد کې د امريکايي وګړو په ګډون ١٦٦ کسان وژل شوي وو .
جاعت الدعوه او حافظ سعيد امريکا او ملل متحده هم نړيوال ترهګر ډله ګرځولې ده اود امريکا حکومت د حافظ سعيد په سر ١٠ ملينه ډالره انعام هم ویستی دی.
حافظ سعيد سږ کال په ١٧ جولائي کې د پنجاب پوليسو هغه مهال نيولی ؤ چې کله د لاهور نه ګوجرانواله ته روان ؤ .
د پنجاب پوليسو ترهګرۍ ضد محکمې د حافظ سعيد پرضد ددغه صوبې په بيله بيلو پینځوؤ ښارونو کې مقدمې درج کړي دي چې پکې تور لګولې شوی چې دالنفال ټرسټ او معاذ بن جبل ټرسټ د لارې د جمع کيدونکو پنګو څخه جماعت الدعوه د ترهګرو ډلو سره مرستې کوي .