لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په شپږو مياشتو کې د ۱۳۰۰ نه زيات ماشومان د جنسي تيريو ښکار شوي


په پاکستان کې د روان کال په لمړو شپږو مياشتو کې د ۱۳۰۰ نه زيات ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي چې زياتې پېښې پکې په پنجاب صوبه کې مخې ته راغلي دي.

غېر دولتي ادارې او څيړونکي وايي د رپوټ ترمخه په پاکستان کې هلکان او جينکۍ يو شان د خطر سره مخ دي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ساحل د کال ٢٠١٩ د لمړو شپږو مياشتو په رپوټ کې ويلي، چې د روان کال ۲۰۱۹ د جنورۍ د مياشتې نه تر جون د مياشتې په موده کې ۱۳۰۴ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي دي.

د رپوټ ترمخه د جنسي تيرو د پېښو وروسته ١٢ هلکان او ٤ جينکې وژلې شوې هم دي.

په رپورټ کې د ورکړی شوو شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې ٥١ ، په بلوچستان کې ٣٢ ، په ګلګت بلتستان کې درې ، په کشمير کې ١٨، په اسلام اباد کې ٩٠ ، په سيند صوبه کې ٤٥٨ او په پنجاب صوبه کې تر ټولو زيات ٦٥٢ ماشومان د جنسي تيريو نښه ګرځيدلې دي.

په رپوټ کې ويل شوي چې سږکال په تيرو شپږو مياشتو کې يواځې په لاهور ښار کې ٥٠ ماشومان د جنسي زياتي جوړ شوي دي.

د ساحل د رپوټ ترمخه ١٢ جينکۍ او هلکان په ديني مدرسو کې د جنسي زياتي ښکار شوي دي.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي چې په دغو شپږو مياشتو کې ٧٢٩ ماشومانې جينکۍ او ٥٧٥ هلکان د جنسي زور زياتي سره مخ شوي دي.

د ياد رپوټ د شمېرو څخه بريښي چې هره ورځ ٧ هلکان او جينکۍ په دې شپږو کې د جنسي تيريو نښه ګرځيدلې دي .

تېر کال د ماشومانو سره د جنسي تيريو ټول ۳۳۰۷ پېښې رپوټ شوې وې خو د ساحل مشره منيزه بانو ډيوه ته ويلي دغه د ټول کال شمېرې وې او د تازه شمېرې يواځې د روان کال د شپږو مياشتو حال ښايي.

هغه وايي که د دې اوسني رپوټ شمېرو ته وکتل شي نو ښايي چې د جينکو او هلکانو يو هومره شمېره د جنسي تيرو نښه جوړ شوي دي.

منيزه بانو زياتوي بايد چې مونږ په دې ځان پوه کړو چې هلکان او جينکۍ د يو شان خطر سره مخامخ دي او دې شمېرو په ټولنه کې د هغه سوچ رد هم کړی چې ګنې د هلکانو په نسبت جينکۍ زياتې غېر محفوظ دي .

د ساحل دا رپوټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تېره ورځ د پنجاب په قصور ضلع کې د هغو څلورو ماشومانو د وژل کېدو په سر سخت احتجاجونه شوي چې د پوليسو په قول د جنسي تيريو ورسته وژل شوي دي.

په تيرو څلورو کلونو کې د پاکستان د پنجاب ايالت قصور سيمه د ماشومانو د تښتولو ، جنسي تيريو او وژنو د زياتيدونکو پېښو د مسلې سره مخامخ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG