لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي ضلعو معدنياتو سرکاري کولو ته سخت غبرګون ويل شوی، ای اېن پي يې پرضد عدالت ته ځي


په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د قانوني مسودې په منظورلو سره د قبایلي ضلعو ټول معدنیات سرکاري کولو په ګام مخالفه ګوندونو نیوکې کړي او عوامي نيشنل ګوند وايي د دې اقدام پرضد هايکورټ ته ځي.

د عوامي نيشنل ګوند غبرګون

په اسمبلۍ کې د ياد ګوند پارلیماني مشر سردارحسېن بابک تور لګوي چې د تحریک انصاف حکومت په تادۍ سره دا قانوني مسوده د خپلو شتمنو خلکو د ګټو دپاره منظوره کړې ده.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې بابک د نوم اخيستو پرته وويل د تحریک انصاف شتمن خلک هغه دي چې دا خلک یې حکومت ته راوستي دي.

بابک زياته کړه په قبايلي ضلعو کې موجوده معدنيات د ځايي خلکو ملکیت دی او دوی ته پرې د ګټې وټې حق حاصل دی.

هغه وويل عوامي نیشنل ګوند پرېکړه کړې چې د تحریک انصاف د حکومت د ياد اقدام پرضد به عدالت ته ځي او دا کار به په عدالت کې چېلنج کوي.

د خېبرپښتونخوا د معدنياتو وزير څه وايي؟

د صوبې د معدنياتو وزیر ډاکټر امجدعلي خان وايي دوی د دغه کار په اړوند د قبايلي ضلعو سفرونه کړي او هلته یې د خلکو سره په دې بحثونه کړي او له هغې وروسته یې دا ګام پورته کړی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې خان وويل دوی په قانوني مسوده منظورولو کې تادي نه ده کړې او ټولې قانوني تقاضې يې پوره کړي دي.

هغه دا هم وويل په قبايلي ضلعو کې ورته خلکو ويلي چې دې معدنياتو ته دې قانوني حيثيت ورکړی شي چې دوی پکې روزګارونه شورو کړي او وې ويل چې د پاکستان د قانون لاندې چې څومره قدرتي وسايل دي دا د سرکار ملکيت دی.

هغه زياته کړه دوی په ارډيننس کې دا هم ويلي چې د معدنياتو ليز چې وړاندې هر چا اخيستی شو اوس به يې يواځې د قبايلو ضلعو ډومیسايل لرونکي اخلي يا به هغو ته ورکولی شي.

خان دغه تورونه رد کړه چې د قبايلي ضلعو معدنيات يې ځکه سرکاري کړل چې خپلو شتمنو خلکو ته ترې ګټه ورسوي.

په قبايلي ضلعو کې کوم او څومره معدنيات دي؟

د معدنیاتو کار پوهه (جيالوجسټ) ډاکټر شاهد اقبال وايي، قبايلي ضلعې د باجوړ نه واخله تر جنوبي وزيرستان پورې دا ټولې علاقې د معدنياتو ډکې پرتې دي او په هره علاقه کې ډېری کرومايټ موجود دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې اقبال وويل په مومندو او باجوړ کې قيمتي کاڼي (غمي)، زمرد او سنګ مرمر په لوی مقدار کې پراته دي.

دغه رنګ اورکزۍ، کرمه، خېبر او نيمې قبايلي علاقې د کويلې يا سکرو نه ډکې دي کوم سکاره چې د اعلی معيار دي، او د دې سره بيا چرته چې سکاره وي هلته ګېس او تېل هم ضرور موجود وي.

نوموړي وویل په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په لوی مقدار کې د کاپر يا تانبې ذخیرې دي او چرته چې کاپر وي هلته بيا سره او سپین زر ورسره وي.

هغه زياته کړه د شل کاله پخوانۍ يوې څيړنې ترمخه يواځې په وزيرستان کې د ۳۰ نه واخله تر ۴۰ ملينه ټنو پورې د تانبې ذخيرې دي، او وې ويل دا شمېره له دې هم سېوا کېدی شي ځکه چې شل کاله وړاندې په شوؤ څيړنو اوس نورې ښې څيړنې کېدی شي.

شاهد اقبال د قبایلي ضلعو د معدنياتو د قيمت يا بيعې اندازه ونه ښودله خو دوه کاله وړاندې په امريکا کې مېشت یو پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم یوسفزي وی او ای ډيوه ته ويلي ؤ چې د شمالي وزيرستان د میرام شاه په 150 مربع کلوميټره سيمه کې پنځوس ميلینه ټنه کاپر یعني مِس یا تانبا پرته ده، دوه کاله وړاندې د کاپرو د یو ټن بیعه په نړيوال بازار کې 5500 ډالره وه او په دې حساب د وزیرستان د کاپرو د هغه وخت قيمت 23 ټريلینه روپۍ جوړېدو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG