د شمالي وزیرستان د سکولونو زده کوؤنکو غوښتي چې د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال د دوی کوم سکولونه وران کړی شوي، هغه دې بيرته جوړ کړی شي ځکه چې د دوی زده کړې سختې اغېزمنې شوي دي.
د شمالي وزيرستان په دوېم غټ بازار میرعلي کې د سکولونو زده کوونکو احتجاجي مظاهره کړې او د دغه لارې يې غوښتل چې په کال ۲۰۱۴م کې په سيمه کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملياتو په مهال د دوی کوم سکولونو وران شوي هغه دې بيرته جوړ کړی شي.
د مظاهرې يو ګډون وال زده کوونکی تواب ګل چې وايي د ميرعلي په ګورنمنټ هايي سکول حېدرخېل کې په نهم ټولګي کې سبق وايي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې وويل، دوی درې کاله په کډوالۍ کې تېر کړه او درې کاله کيږي چې بيرته ستانه شوي دي خو د سکول ودانۍ نه لري.
"په علاقه کې اوس هم په سلګونو داسې وران سکولونه پراته دي چې په ضرب عضب عملياتو کې وران شوي دي او تراوسه نه دي جوړ کړی شوي چې له امله يې د سيمې زده کوونکي د زده کړو نه پاتې کيږي".
هغه دا هم وويل د دوی په علاقه کې زیات د جينکو سکولونه وران شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې د ځوانانود سازمان (يوت اف وزیرستان) يو غړی اسدالله شاه وايي، په شمالي وزيرستان کې ۹۰۰ تعليمي ادارې يا سکولونه دي چې پکې د هغه په وېنا ۶۰۰ غېر فعالې دي.
"په غېر فعاله سکولونو کې زیاتره د جينکو دی اوځينې د وسله والو د ګواښونو له امله بند پراته دي".
هغه وويل دوی نه دي پوهه چې سکولونه په رښتيا هم د ګواښونو له امله بند دي.هغه تور لګوي په دغو سکولونو کې ځينې خلکو ځان له حجرې جوړې کړي او يا بيا د استازانو د نه راتلو له امله غېر فعاله دي.
خو د شمالي وزيرستان د تعليم د محکمې مشر سېف الله وزیر وايي، د ضرب عضب عملیاتو په مهال په ۹۰۰ سکولونو کې ۱۴۶ سکولونو ته زیان اوښتې او په اغېزمنو سکولونو کې د ۱۰۰ نه په زیاتو د بيا رغونې کار روان دی چې زياتره يې په میرعلي سب ډويژن کې دي.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "که څه هم په علاقه کې د ځينې سکولونو ودانۍ ورانې دي خو د دغو سکولونو د زده کوونکو دپاره بل انتظام شوی او زده کړې يې روانې دي".
خو ورسره نوموړي مني يواځې د افغانستان د پولې سره نزدې په پرتو هغو علاقو کې سکولونه غېر فعاله دي چرته چې تراوسه پورې کډوال هم بيرته نه دي ستانه شوي.
وزير ادعا کوي چې په نور وزيرستان کې ټول سکولونه فعاله دي.
په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د تندلارو وسله والو پرضد د پاکستان پوځ د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات کړي او ادعا يې کړې چې سيمه يې په بشپړ ډول د وسله والو تندلارو څخه پاکه کړې او امنيت يې په ځای کړی دی.
نزدې يوه میاشت وړاندې د خېبرپښتونخوا د ايلمنټري ايجوکېشن د محکمې چارواکو وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی ؤ چې په قبايلي ضلعو کې ۶۳ فيصده ماشومان د سکولونو څخه بهر دي او په ۱۷لاکه ۹۰ زره ماشومانو کې شپږ لاکه ۵۳ زره ماشومان زده کړې ترلاسه کوي.
چارواکو ويلي په دغو زده کړو کوونکو ماشومانو کې د دوه لاکه نه زياتې جينکۍ زده کوونکې شاملې دي.
د چارواکو په وېنا په قبايلي ضلعو کې د ابتدايي زده کړو د سکولونو نه تر کالجونو پورې د شپږو زرو نه زياتې تعليمې ادارې دي چې پکې يو زر تراوسه غېر فعالې دي.