لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې به د امریکې د پالیسۍ مستقبل څه وي؟


واشنګټن ــــ د امریکې په څېړنیزه اداره بروکنګز انسټیټیوټ کې په افغانستان کې د امریکنۍ پالیسي د راتلونکي په حقله بحث وشو. د دې باوجود چې په طالبانو باندې د افغان حکومت سره د تړون دپاره فشار اچولو په لړ کې طریقه کار باندې د څېړنکاراونو نظر جدا جدا وو، خو دوی وویل:

"تر څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو په نتیجه کې څه تړون نه وي شوې ضروري ده چې امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان یواځې پرې نه ږدي".

یاده دې وي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې په ځینو نکتو د اختلاف په سبب څه قسمه نتیجې ته نه دي رسېدلې او د ځنډ سره مخ دي او نه د خبرو د مخ په وړاندي بوتلو دپاره څه تګلاره تر اوسه پورې ټاکل شوې ده.

څېړنکاره وانډا فلباب براون چې د افغانستان د ښځو د راتلونکي په حقله يې تحقیقي مقاله هم لیکلې، په دې نظر ده چې دغه خبرې په افغانستان کې د امن دپاره یوه بهترینه موقع ده ځکه چې د هغې په نظر امکانات ډېر لږ دي چې په افغانستان کې د جنګ جاري ساتلو نه څه تر لاسه کېدی شي یا امریکا طالبانو ته ماتې ورکولای شي، خو وانډا بیا دغه موقع ډېره غټه هم نه ګڼي او وایي د امریکه او طالبانو تر منځ د شوي تړون ترمخه امریکا پابنده ده چې د 2021م کال تر مې میاشتې پورې د افغانستان نه خپل پوځونه اوباسي. مېرمن براو وایي:

"د بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې یوې معاهدې ته د رسېدو دپاره دا وخت ډېر لږ دی. دا صورتحال په افغانستان کې موجوده خانه جنګي ته دوام ورکولای شي بلکې ډیر امکان دی چې په دې کې نور شدت ولیدل شي".

د مېرمن براون په فکر د 2021م کال نه پس په افغانستان کې د پاتې کېدو فیصله د امریکې دپاره داخلي مسئلې سېوا کولای شي او امریکا په افغانستان کې د ښځو، د انساني حقونو او د جمهوري اقدارو پرچار (تبلیغ) کولای شي خو په دې حالت کې نه دا چې دا اصولونه هلته عملي کړي، امریکې ته پکار ده چې افغانستان یواځې پرېښودو په ځای د مالي مرستې او سفارتي کوششونو د لارې دې ددې مسئلې حل وموندي.

په بحث کې موجوده څېړنکاره مدیحه افضل داسې ګڼي چې د امریکې او طالبانو تر منځ شوی د امن تړون یوه لویه کامیابي ضرور ده خو وایي د ټرمپ انتظاميې دا لوظنامه د الیکشن نه وړاندې کولو په منډه کې ډېر څه د لاسه ورکړه چې پکي د انساني او د ښځو د حقونو په شمول هغه جمهوري اقدار خوندي ساتل هم شامل دي چې امریکا پرې یقین لري. میرمن افضل زیاته کړه:

"په دغه معاهده کې د ترهګرۍ د مخنیوي د ژمنو په حقله هم ډېر وضاحت نه ښکاري او ددې نیمګړتیاوو سره مخ په وړاندې تللو دپاره د ډېر احتیاط نه کار اخیستل پکار دي او دا دي یقیني کړل شي چې د افغانستان نه په مکمله توګه د وتلو نه مخکې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یوه لوظنامه وشي".

په بحث کې د افغانستان د امن په عمل کې د پاکستان د کردار په حقله مدیحه افضل وویل، چې د طالبانو او پاکستان تعلقات د پخوا په شان نه دي پاتې او د افغانستان سره يې هم په روابطو کې ښه والی لیدل کیږي. بله دا هم چې پاکستانغواړي معیشت یې ښه شي، خو وایي په غربي پوله د امنیت نه بغیر ممکن نه دی. هغې ذیاته کړه:

"د افغانستان د امن په عمل کې د هندوستان د اثر لرلو په اړه د پاکستان اندېښنې هم تر ډېره حده کمې شوې دي ځکه مونږ ولیدل چې په افغانستان کې د امن راوستو په دې ټول عمل کې پاکستان ډېره مرسته وکړه".

په بروکنګز انسټیټوټ کې د خارجه پالیسۍ څېړنکار مایکل او هنلن هم ددې بحث برخه وو. دموجوده بین الافغاني مذاکراتو په حقله يې وویل، دواړه ډلې په دې نظر دي چې دوی زیاتې مضبوطې او برلاسې دي. بله دا چې د 2021م کال تر مې میاشتې پورې د امریکې او نېټو ځواکونو د افغانستان نه د وتلو نېټې ډېر امکانات پیدا کړي چې طالبان له دې نه ګټه پورته کړي، ځکه ډېر لږ امکانات دي چې ددې خبرو نه څه نتیجې ترلاسه شي او بیا دا چې په جنګ کې د طالبانو ګټه ده.

د افغانستان دپاره د امریکې د پالیسۍ په لړ کې د مایکل او هنلن وړاندیز وو چې که هر څوک د راتلونکو انتخاباتو په نتیجه کې د امریکې صدر جوړېږي، د 2021م کال نه پس دپاره دي هم د امریکې پالیسي واضح کړي چې د پینځو کالو دپاره پینځه زره پوځ په افغانستان کې پرېښودل پکار دی، ګنې نو که په اربونو ډالر امنیتي او اقتصادي مرستې له افغان حکومت سره وشي طالبان به بیا هم په دې فکر وي چې له 2021م کال نه پس به په عالمي توګه یواځې پاتې افغان حکومت ته په جنګ کې ماتې ورکول اسان وي.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG