د شمالي او قومي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو علي وزير او محسن داوړ پرضد د خړکمر د پېښې او له هغې وروسته د يوې چاؤدنې مقدمې عدالت خارج کړې.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل، په هغه او علي وزير چې د خړکمر د پېښې پرضد کومه مقدمه درج شوې او د هغې وروسته چې دوی دواړه په جېل کې ؤ او په خړکمر کې بيا په پوځي افسرانو او سرتېرو چاؤدنه شوې د هغې مقدمه هم د دوی پرضد درج شوې، دغه دواړه مقدمې نن د شورو/چهارشنبې په ورځ عدالت خارج کړې.
هغه زیاته کړه د بنو د ترهګرۍ عدالت چې اورېدنه په اېبټ اباد کې وشوه او عدالت دغه دواړه مقدمې له هغې وروسته خارج کړې چې رياست عدالت ته د مقدمو د بيرته اخستو خواست کړی ؤ.
علي وزير وايي د دوی پرضد مقدمې خارج شوې خو دوی به د خړ کمر د پېښې د انصاف دپاره مبارزه جاري ساتي.
د کال 2016م د مې په 26مه د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن داوړ د خپلو لسګونو پلویانو سره د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې له څو ورځو روان احتجاجي پرلت ته ور روان وو، چې هلته تر پوځي پوستې له تېرېدو وروسته ډزې وشوې او لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
د پاکستان پوځ تور لګولی ؤ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کسانو په چیک پوسټ ډزې کړې وې او په ډزو کې درې تنه وژل شوي او د پینځو پوځیانو په ګډون 15 تنه ټپیان شوي وو، خو د پي ټي ایم مشرانو دغه تور رد کړی او ويلي يي ؤ چې ډزې پوځیانو کړې وې اود دوی 15 تنه پکې وژل شوي او تر 40 زیات ټپیان شوي وو.
وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ژوبلېدو پخلی کړی او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو دپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.
د مړ تن دپاره 25 لکه روپۍ او د ژوبل دپاره يې لس لکه روپو ورکولو اعلان کړی ؤ.
د دې پېښې په تور د علي وزير او محسن ترڅنګ په نورو کسانو مقدمه درج شوې چې علي وزیر او محسن داوړ پکې نیول شوي وو او بیا تر څلور میاشتې بند وروسته په ضمانت خوشي شوي وو.
د خړکمر د پېښې څو ورځې وروسته د جون په اوومه نېټه پوځ ويلي ؤ د شمالي وزيرستان په خړ کمر علاقه کې په يوه بمي چاؤدنه کې د پوځ درې افسران او يو سرتېری وژل شوي وو، او د هغې مقدمه هم د علي وزیر او محسن داوړ پرضد درج شوې وه.
د خړ کمر د پېښې په اړه چې نن عدالت مقدمه خارج کړه یو امنيتي چارواکي وي او ای ډیوه ته وویل چې دغه مقدمه د علاقې د جرګې په وېنا بيرته اخستل شوې ده د دې دپاره چې د پي ټي اېم سره د خبرو دپاره لاره هواره شي.