لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجلال اباد په پېښه دعمران خان خواشیني،دپاکستان کونسل جنرال دننګرهار والي خپل دفتر ته وربللی


په ننګرهار کې د ویزو د اخیستلو په کڼه ګوڼه کې د 12 کسانو په مړینه دپاکستان صدراعظم عمران خان خواشیني ښودلي ده.

عمران خان په یوه ټوېټ کې دې بوګنوونکې پېښې په اړه خفګان ښودلی اؤ لیکلي یې دي هغه د ویزې اخستونکو په مړینه دردیدلی دی اؤ دغه پېښه کې دمړو شوؤ کسانو کورنیو سره خواخوږي ښایي.

عمران خان په ګڼه ګوڼه کې د ژوبل شوؤ کسانو دعاجلې شفاء دعا هم غوښتې ده

کابل کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې پېښه خوشیني ښودلې او د ویزو وېش کې یې د سم مدیریت غوښتنه کړې ده.

خو د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له پرونۍ پېښې وروسته خپل دفتر ته د جلال اباد قونسلګرۍ مشر عابدالله وربللی ؤ او دواړو په راتلونکي کې د ویزو د ورکړې په اسانتیاوو خبرې کړي دي،

ننګرهار کې چارواکي وايي، د ویزو په برخه کې د اوسني بیروبار کمول د ولایت او کونسلګرۍ له کچې پورته خبره ده او پکار ده چې کابل او اسلام اباد په دې برخه کې هوکړه وکړي

ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګري ورځ کې زر ویزې ویشي خو غوښتنه د زرګونو ده.

دوئ د ویزو شمېر ډېرول او د هغو اسانتیاؤ پیلول غواړي چې پاکستان په دې وروستیو کې منلې دي.

په دې اسانتیاؤ کې د ویزو وخت زیات شوی او هم د ناروغانو، سوداګرو او زدکوونکو لپاره ځانګړي سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.

خو د ننګرهار ځایي اوسیدونکي وایي چې پاکستان هغه ژمنې ندي عملي کړي چې د ویزو د ورکړې په مهال اسانتیاوې برابروي.

د ننګرهار اوسیدونکی اسیر مشواڼی وایي د ویزو د ورکړې په برخه کې د پخوا په پرتله اوس زیاتې ستونزې موجودې دي، پخوا به پاکستان دوه زره ویزې ورکولې خو اوس زر ویزې ورکوي

ښاغلی مشواڼۍ زیاتوي"کومې ژمنې چې پاکستان کړي دي تر اوسه پوره یوه هم نده عملي شوي، پاکستان حکومت ویلي وو چې موږ به په تورخم کې ناروغانو ته درې میاشتنۍ ویزې ورکوو خو دوی تر اوسه په تورخم کې یوه ناروغ ته هم ویزه نده ورکړي"

هغه زیاتوي مخکې په ننګرهار کې دوه زره نفرو ته ویزې ورکول کیدې اوس زرو کسانو ته ویزې ورکول کیږي، دا په خپله په خپلو ژمنو باندې نه ودریدل دي

ښاغلی مشواڼی د ننګرهار ولایتي اداره د نظم په نه راوستلو هم ملامتوي او وایي په کوم ځای کې چې د ویزو د ورکړې لپاره ټوکنې ورکوي هغه ځای څلور دروازې لري خو دوی په لوی لاس باندې ګڼه ګوڼه جوړوي چې د همدې ګڼې ګوڼې له امله ځینې خلک د پښو لاندې کیږي چې ښه مثال یې پرونۍ پیښه یادوي.

پاکستان د کرونا ویروس له امله د روان کال د مارچ پر 16 افغانانو ته د ویزو ورکولو چاره نزدې اووه میاشتې ځنډولي وه چې د پاکستان سفارت د اکتوبر په 12 وویل چې افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د سهولت لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.

د ویزې ورکولو د چارې بیا پیلېدو سره د پاکستان پر سفارت او کونسلګریو په تېره بیا د جلال اباد کونسلګرۍ باندې ګڼه ګوڼه جوړ شوه چې د ټوکن د اخیستو لپاره په لسګونو زره کسان ورغلل او پدې ګڼه ګوڼه کې ځینې خلک د پښو لاندې شول چې له امله یې 12 مېرمنې ووژل شوې او د لسو مېرمنو په ګډون 13 کسان ټپیان شول.

ننګرهار کې د پاکستان کونسګرۍ ته پر لغمان، کونړ او نورستان سربېره د پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر په ګډون د میدان وردګو او غزني خلک هم ورځي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG