لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزيرستان کې په څو ورځو کې د درې کورونو سوځول کېدو پوښتنې را ولاړې کړي


د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې درې کورونه سوځول شوي، پوليس وايي د قبايلي جرګې په وېنا دا کار شوی خو د سوځېدلو کورونو خاوندان وايي پوليس، عدالت او انتظاميه يې کورونه نه دي ژغورلي.

په جنوبي وزیرستان کې د کورونو سوځېدو تازه پېښه پرون د نهې/ شه شنبې په ورځ رامنځته شوې او د اعظم ورسک په علاقه کې پوليس وايي خلک د لښکر په شکل کې راغلي او يو کور يې سوځولی دی.

د جنوبي وزيرستان د پوليس مشر [ډي پي او] شوکت علي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د کورونو سوځېدل تاييد کړي دي.

د سوځيدلي کور مالک چې خپل نوم خان بادشاه يادوي، وايي هغه او د هغه د قوم سرکي خېلو څلورو نورو کسانو کلونه وړاندې دغلته دوه نيم زره کناله ځمکه اخستې او انتقال يې هم شوی ؤ، خو تور لګوي چې د زليخلو قبيلي بيا په دغه ځاي پوښتنې راولاړې کړې او دې ځمکې ته یې لانجمنه وويل او يوه اوونۍ وړاندې يې د دغو کورونو ورانولو دپاره جرګه کړې وه.

هغه دعوه کوي چې پرون بيا د 1800 پورې کسان راغلل د هغه سره یې دوه نور کورونه وسوځول.

خان بادشاه تور لګوي چې د کور د سوځولو نه وړاندې یې پوليس خبر کړي، پوځ، ملېشې، انتظاميې او عدالت ته هم ورغلي دي خو چا يې کور ونه ژغورو.

هغه وايي په کور کې يې نهه کمرې، 18 لکه روپۍ او د کور شمسي نظام، غوا او ټول هر څه سوځول شوي دي.

خو پوليس مشر شوکت علي وايي، دغه ځمکه لانجمنه يادول کیږي او بيا دلته قبایلي روايات دي چې سرغړونه يې کيږی خلک بیا خپلې فېصلې اوروي، او دوی په دغه پېښه د وړاندې څخه نه ؤ خبر کړی شوي.

يو ځايي جرنلسټ معراج خالد وايي قبايلي ضلعې چې په خېبرپښتونخوا کې نه وې ګډې شوې دغه رنګ پېښې ډېرې کېدې خو د سيمې خلکو ګڼل چې دا علاقې په صوبه کې ګډې شوې دغه ډول عملونه به ودرول شي.

خو خالد وايي داسې ښکاري چې قبايلي ضلعې تش په نوم په صوبه کې ورګډې شوي او هغه پخوانۍ خبرې اوس هم روانې دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د قبایلي ضلعو په صوبه کې د ګډېدو وروسته د دوی د مالوماتو ترمخه يواځې په جنوبي وزیرستان کې تراوسه پورې 24 کورونه په دغه ډول پېښو کې ړنګ کړی شوي دي.

خالد وايي په دې موده کې يواځې د عوامي نيشنل ګوند يو فعال اياز وزیر کور ژغورل شوی ځکه چې عوامي نيشنل ګوند او ځايي خلکو پرې د وړاندې نه سخت غبرګون ښکاره کړی او بيا د ټانک او ډېره اسماعيل خان نه پوليس راغوښتل شوي او دغه کور يې ژغورلی ؤ.

د اعظم ورسک تازه پېښې ته په ټولنيزو رسنیو سخت غبرګون ویل شوی، او پوښتنې راولاړې شوي چېي قبايلي علاقو ته پوره حکومتي نظام غځول شوی او ټول قوانين په ځای شوي بيا څنګه څو کسان وکړی شي چې د چا د کور ړنګولو پرېکړه وکړي؟.

پوليس مشر شوکت علي د اياز وزير ځکه ژغورل شوی چې د وړاندې نه پوليس خبر کړی شوي وو او اوس چې دغه پېښې کیږي، هغه تور لګوي چې پوليس پرې د وړاندې څخه نه ؤ خبر کړی شوي او دغو خلکو په خپله کورونه خالي کړي او بيا د علاقې خلکو سوځولي دي.

په قبايلي ضلعو کې وخت په وخت داسې پوښتنې راولاړيږي چې دغه علاقې په صوبه کې ورګډې شوي دي خو دغلته قانون او ائین په بشپړ ډول نه ليدل کيږي چې په عمل کې راوستل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG