لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خپلو علاقو ته نه ستنول کيږو، د صحت او تعليم اسانتياوې دې راکړل شي، وزيرستاني کډوال


د شمالي وزيرستان کډوال چې د بنو د بکاخېل کېمپ څخه بهر په شاړه کې پاتې کیږي ځانله يې په خپله د پاتې کېدو بندوبست کړی دی، وايي حکومت خو يې بيرته خپلو علاقو ته نه ستنوي، دغلته دې ورته د صحت او تعليم اسانتياوې برابرې کړي.

د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصيل کډوال چې د افغانستان سره په پوله څېرمه پرتې علاقې سره تعلق لري د بنو د بکاخېل د کډوالو د کېمپ څخه نزدې 20 کلوميټره لرې په شاړه کې اباد دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې دغو کډوالو وویل، د ضرب عضب عملياتود پېل کېدو په وخت دوی هم کډوال شوي خو افغانستان ته اوړېدلي وو خو مياشت خواوشا وروسته چې دوی بيرته راغلل نو دلته ورته وويل شو چې د کډوالو د نوم ليکنې عمل بند شوی دی.

د ګل وزير په نوم يو پوخ عمره تن وايي، دوی افغانستان ته ځکه اوښتي وو چې افغانستان ورته نزدې وو او دې اړخ ته جګړه روانه شوې وه ځکه دوی د ويرې افغانستان ته لاړه خو ډېر زر دوی بيرته د کرمې د لارې بيرته راغله خو په لارو کې د خنډانو له امله دوی وروسته شو او چې بنو ته رارسېدل نو د نوم ليکنې عمل تېر شوی وو.

هغه وويل دوی ته بيا هغه مرستې نه ورکول کېدې کومې چې حکومت يا نورو مرستندويه ادارو کډوالو ته ورکولې، يواځې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ورته خېمې ورکړې، او دوی په خپله ځانله په دغه ځای چې په دايمي پل ياديږي خېمې ولګولې.

دغه کډوال وايي په دایمي پل علاقه کې په دوه ځايونو کې يې خېمې لګولي او د دوی په وېنا دغلته نزدې د 300 پورې کورنۍ مېشته شوي دي.

خاد نومې تن وايي، شپږ کاله يې په دې خېمه بستۍ کې وشو، بيرته نه ستنول کيږي او دغلته ورته د ماشومانو د زده کړو دپاره هيڅ انتظام نشته، که په علاقه کې يې ناامني وي او بيرته نه لېږل کيږي دغلته دې ورته د زده کړو اسانتياوې ورکړی شي چې ماشومان يې د تعليمه بې برخې نه پاتې کیږي.

يو بل سپين ږيری جهانګير وايي په دغه علاقه کې د ګټې وټې هيڅ انتظام نه لري ځوانان يې دومره ګټه کوي چې د دوی د کورنیو د خوراک څښاک ګوزاره پرې قدرې روانه ده، بيا دغلته ډېرد پاخه عمر سپين ږيرې او سپين سرې او ګڼ ماشومان او ښځې ورسره دي دوی د صحت د مسلو سره مخ دي.

هغه وویل غوښتنه کوي چې د صحت دپاره دې ورته حکومت يو څه اسانتياوې برابرې کړي.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (پي ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي دا وخت د دوی سره 15230 رجسټرډ کډوال دي چاته چې ټولې حکومتي مرستې ترلاسه کيږي او د يادو کډوالو چې خپله خېمه بستي يې جوړه کړې په اړه داوړ وايي د دوی په مشکلاتو خبر دي او اداره پلان لري چې د دغو خلکو سره مرستې وکړي.

نوموړی مني دا هغه خلک دي چې د کډوالۍ رجسټرېشن نه دی شوی.

د علاقې نه د صوبايي اسمبلۍ غړی شاه محمد چې د ټرانسپورټ د صوبې وزير هم دی وايي د حکومت لخوا دغو خلکو ته هيڅ بندېز نشته دوی کولی شي چې خپل ماشومان په علاقه کې په نزدو سرکاري سکولونو کې داخل کړي او د صحت په مرکزونو کې ورته د علاج منع هم نشته.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG