لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن انتظامیه پر کانګرس تر یرغل وروسته د کورنۍ ترهګرۍ په ضد مبارزه کوي


واشنګټن ــــ د صدر بایډن اداره او د پېنټاګان چارواکي د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې په امریکا کې دننه د کورنیو توندروه کسانو له خوا پېښ شوي خطر ته ژوره کتنه وکړي او هغه نیوکې یې رد کړې دي چې ګواکې د دې ګام نتیجه به یو تش په نامه سیاسي امتحان وي.

پر کانګرس ودانۍ د جنورۍ د شپږمې تر پېښې وروسته کورنۍ توندروۍ ته د کتنې د نویو هڅو په اړه په امریکا کې قهر او غصه په وروستیو ورځو کې په زیاتېدو ده.

دا پرېکړه د امریکې د دفاع نوي وزیر لایډ آسټن کړې چې غواړي په پوځ کې په پراخه توګه د توندروۍ دې ستونځې ته کتنه وکړي.

د صدر بایډن انتظامیې د جمعې په ورځ پر دې پرېکړه نیوکې رد کړې دي او ټینګار کوي چې هیڅوک هم د بیان د ازادۍ آییني حق تر پښو نه لاندې کوي.

د بایډن د انتظامیې یوه چارواکي د جمعې په ورځ ناوخته د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه څرګندولو په شرط خبریالانو ته وویل "موږ د سیاسي تړاو یا د سیاسي نظریې یا د اظهار یا په آییني توګه د خلکو د خوندي سیاسي فعالیتونو څارنه نه کوو، موږ تاوتریخوالي ته کتنه کوو".

د دفاع وزارت ویاند جان کربي هم د جمعې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې دا دعوې رد کړې او وایي دا دلیل چې ګواکې دا کار به یو ډول سیاسي امتحان وي په بشپړه توګه بې بنیاده او له حقیقته لرې دی. ښاغلي کربي ویلي:

"موږ خپل پوځیان هڅوو چې رایه یا ووټ واچوي، موږ دوی هڅوو چې د خپلې خوښې له یو ګوند سره رجسټر شي، خو انګېزه یا محرک چې یې هر څه وي، که دوی د نظم و ضبط سرغړونه کوي، که دوی د پوځي قانون د یونیفارم دستور نه پر ځای کوي او سېول قانون ماتوي نو له دې سره موږ مشکل لرو".

د حکومت او دفاع وزارت پر دې اقدام چې تر ټولو زیات په ګوته شوی او ښکاره تنقید چا کړی هغه په کانګرس کې د کولراډو ایالت اوسېدونکې او د ریپبلکن ګوند غړې لورین بوبرټ ده، چې د پنجشنبې- زیارت په ماښام یې په یوه ټویټ کې لیکلي "[په پوځ کې] د دفاع وزارت دا ارزونه نور هیڅ نه دي یواځې زموږ د زړورو سړیو او ښځو سیاسي امتحان دی".

د ریپبلکن ګوند غړې مېرمن لورین بوبرټ وایي، دا ناوړه او خطرناکه خبره ده چې کومو پوځیانو خپل ژوند د امریکې لپاره په خطر کې اچولی هغه دې د سیاسي وسیلې په توګه وکارول شي.

د امریکې د دفاع وزیر لایډ آسټن د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ د پوځ د عادي عملیاتو د ځنډ امر وکړ، د دې کار مقصد یې د پوځي چارو افسرانو ته دا چانس ورکول دي چې په پوځ کې د توندرورۍ پر خپرېدو او پر پوځیانو د هغه د اغېزو په اړه خبرې ورسره وکړي.

په هغه یادداشت کې چې دفاع وزارت خپور کړی راغلي چې هر پوځي عمل به په راتلونکو دوو میاشتو کې تر څه حده درېدلی وي، خو وایي که د هغه یونټ عملیاتو ته په کتنې سره اړتیا شوه نو دا موده نوره هم غزېدای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG