لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرستيال کمشنر: د واڼه بازار د امنيت په خاطر بند کړی شوی


د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان مرستیال کمشنر وايي، د واڼه بازار د امنیت په خاطر بند کړی شوی او چې امنيتي وضع ښه شي د هغې وروسته به بازار پرانستل شي.

د ګل/دوشنبې په ورځ (15فرورۍ) د مرستيال کمشنر د دفتر څخه په جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د اتوار په ورځ په علاقه کې د ترهګرۍ د پېښې او ممکنه خطرې ته په کتو نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (16) فرورۍ به د واڼه بازار په مکمله توګه بند وي.

په اعلاميه کې ویل شوي خلک دې د واڼه بازار ته نه راځي.

مرستیال کمشنر بشير خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د اتوار په ورځ په يوه چاودنه کې درې کسان وژل شوي چې پکې دوه پوځيان او يو عام تن شامل وو او نهه کسان ژوبل شوي وو.

هغه وويل د دغه پېښې وروسته د خلکو د مال او ځان د حفاظت دپاره بازار بند کړی شوی دی.

د جنوبي وزیرستان پوليسو ويلي وو، په 14م فرورۍ ماښام د واڼه په بايي سړک د پوځ کاروان روان وو او ښخ باوردي موادو چاودنه پرې شوې وه.

تحریک طالبان پاکستان د چاودنې زمه واري منلې ده.

د شمالي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټویټر ويلي، په واڼه کې کرفيو لګول شوې ده.

خو بشير خان وايي کرفيو نه ده لګول شوې او د واڼه بازار نن د يوې ورځې دپاره بند کړی شوی او که د بازار بندولو وخت غځول کيږی په هغې به د علاقې خلک خبرولی شي.

بل لور ته د واڼه د سوداګرو د اتحاديې مشر سردارعلي وي او اې ډیوه ته ویلي دوی ترهګرۍ ځپلي دي او اوس چې ورته د افغانستان سره د سوداګرۍ دپاره د انګور اډې لاره خلاصه شوه سوداګري يې روانه شوه لاره بيا د دوه ورځو راهسې تړل شوې ده.

هغه وويل دوی مالټې، الو او نورو سامانونه راوړلي چې اېښودي يې دي د کروړونو روپو د تاوان سره مخ کيږي.

هغه زیاته کړه د افغانستان نه یې مڼې راغوښتي هغه هم په پوله ايسارې دي.

سردارعلي وويل چاودنې په نور پاکستان کې هم شوي نو هلته خو بازارونه نه دي تړل شوي، او د قبایلي سيمو په صوبه کې د ورګډېدو وروسته اوس دغلته نه وه پکار چې بازارونه تړل کېدی.

ایاز وزیر نومې تن وايي په وزيرستان کې څو ځله په بدلو نومونو د وسله والو تندلارو پرضد عملیات شوي دي خو بيا هم دغلته د ترهګرۍ پېښې کيږي کومه چې د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه دا هم وويل د بدامنۍ د پېښو وروسته بيا خلک ځورول کیږي.

خو مرستيال کمشنر وايي د ولس د خونديتوب دپاره يواځې د واڼه بازار تړل شوی دی نوره علاقه خلاصه ده.

او په علاقه کې د خلکو د ځورولو او يا د چا د نيولو په اړه نوموړي وويل څوک ځورول شوي نه دي او د چا د نيولو په اړه مالومات نه لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG